د شهابونو باران یا برساوشي‌ څه دی؟

نجوم

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د کهکشاني ډبرو یا شهاب ثاقب یو کلنی باران چې د برساوشی په نوم یادېږي، د اګست له ۱۱ تر ۱۳ او له ۲۱ تر ۲۳ مې خپل اوج ته رسېږي.

د کوچنیو زرینو ځغاستونکو کهکشاني ډبرو دا ښکلی باران لا دمخه پیل شوی او د اګست تر پایه پورې به د لیدو وړ وي.

کارپوهان وايي، چې د د شهاب ثاقب د لیدلو غوره وخت له نیمې شپې وروسته پیلېږي او د لمر له ختو شاوخوا یو ساعت مخکې پورې دوام کوي.

بارسوشي باران څه شی دی؟

نجوم

د عکس سرچینه، Dan Kitwood/Getty Images

د شهابونو دا باران، چې د ځمکې په شاوخوا کې د لیدلو وړ دی، نوم یې له اسماني شکل برساوش څخه سرچینه اخلي.

دا ډول ننداره په ډېرو شپو کې د یوه ساعت لپاره یوازې څو دانې لیدل کېږي، خو د اوج پر مهال یې بیا شمېر زیات شي.

ساینسپوهان وايي، کله، کله داسې هم کېږي، چې په یوه ساعت کې تر ۱۰۰ پورې شهابونه هم لیدل کېدای شي.

دا شهابونه هغه وخت ښکاري چې ځمکه د دوړو یا غبار له منځه تېریږي او په فضا کې دغه ډول زرین شهابونه رامنځته کوي.

کله چې دا کوچنۍ ډبرې د ځمکې اتمسفیر یا چاپېریال سره لګېږي، سوځي او د رڼا یوه اوږده کرښه رامنځته کوي.

ستور پيژندونکی ډاکټر ګریګوری براون وايي، برساوش یو له چټکو شهابي بارانونو څخه دی.

نوموړي وویل:

" د دې چټکتیا کله، کله په ساعت کې ۶۰ کیلومترو ته رسېږي، خو دا د شګو د ذراتو په اندازه وي. "

دی زیاتوي:

" که څه هم دا رڼه ننداره وړاندې کوي، خو داسې هېڅ احتمال نه شته چې له ځمکې سره ټکر شي او که ټکر هم وکړي ډېرې وړې دي او زیان نه اړوي. "

څنکه کولای شو د شهاب ثاقب باران ووینو؟

نجوم

د عکس سرچینه، Getty Images

باید له داسې یوه ځایه ورته وکتل شي، چې تیاره پکې ډېره وي او د اسمان پر لور پرانیستی لیدلوری وي.

څومره چې تیاره ډېره وي، د شهابونو لیدو احتمال همدومره ورسره ډېر شي.

ډاکټر براون د شهاب نندارې لېوالو ته توصیه کوي:

"کوښښ وکړئ، چې پورته د اسمان خوا ته کتو ځای مو ښه پراخ وي. پر ځمکه ستوني ستغ پرېوځئ. یا له داسې څوکۍ کار واخلئ، چې شا خوا ته ښه تکیه ځای ولري. ترهغې پورې انتظار وکړئ، چې ستاسو سترګې له تیارې سره عادت شي او بیا که مو بخت مرسته وکړه او اسمان شین وي، او تاسو د یوه ساعت لپاره ننداره وکړئ، نو ځینې یې شاید ووینئ."