د ټرمپ له لوري د 'یواېساېډ' تړل: افغانستان ته ځانګړي شوي زرګونه ټنه بسکوټ سوځول کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا یوه لوړ پوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ ومنله چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د امریکا د مرستندویه ادارې 'یواېساېډ' تړل د وږو ماشومانو لپاره د نژدې ۵۰۰ ټنو بېړني خوراکي توکو د ضایع کېدو لامل شوی.
د رویټرز له خوا د امریکا د پراختیایي مرستو ادارې 'یواېساېډ' د دوو داخلي یادښتونو له مخې چې د مې په ۵مه او ۱۹مه نېټه لیکل شوي او د دې موضوع له څلورو خبر سرچینو سره د معلوماتو له مخې، دغه هوکړه په جون میاشت کې د ۶۲۲ متريک ټنه لوړ انرژي لرونکو بسکوټو د ژغورلو لامل شوه، خو ۴۹۶ متريک ټنه بسکوټ، چې له ختمېدو وړاندې یې ارزښت ۷۹۳ زره ډالره و، اوس به له منځه یووړل شي.
د دوو سرچینو په وینا، ضایع شوي بسکوټ به په متحده عربي اماراتو کې یا سوځول کېږي یا به د کثافاتو په ځای کې ښخېږي.
د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند، چې دا مهال د امریکا د بهرنیو مرستو مسؤلیت لري، رویټرز ته په یو برېښنالیک کې تایید کړه چې دا بسکوټ باید له منځه یووړل شي. خو ویاند زیاته کړه چې دا ذخیره د پخواني ولسمشر جو بایډن د حکومت پر مهال "له اټکل د زیاتو اړتیاوو د احتمالي حالت لپاره" پېرل شوې وه، چې له همدې امله یې د ختمېدو نېټه تېره شوې ده.
ډونلډ ټرمپ ویلي چې امریکا د بهرنۍ مرستې لپاره غیرمنصفانه ډېر لګښت کوي او غواړي چې نور هېوادونه هم د دې بار یوه برخه پر غاړه واخلي.
په دوبۍ کې بند پاتې شوې خوراکي مرسته د تقویهشویو غنمو بسکوټ وو، چې له ډېرو کالوريو برخمن وي او عموماً په بېړنیو حالتونو کې کارول کېږي، چېرې چې خلک د پخلي وسایل نه لري. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په وینا، دا بسکوټ "یو ماشوم یا بالغ ته سملاسي تغذیه برابروي."
د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د کانګرس له خوا پوښتل کېدونکي مایکل ریګاس، چې د مدیریت مسؤل هم دی، دا پرېکړه د امریکا د پراختیایي مرستو ادارې 'یواېساېډ' له تړل کېدو سره وتړله، چې د جولای پر لومړۍ یې دروازې وتړلې.
ریګاس وویل: "زما په نظر دا د 'یواېساېډ' د تړل کېدو له امله یوه قرباني وه." هغه زیاته کړه چې دی اندېښمن دی دا خواړه ضایع شول.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د امریکا له خوا له بهرنیو هېوادونو سره مرستې تر ۸۰ سلنې ډېرې له دې کبله کمې کړې دي، چې دا د امریکا له اساسي ګټو سره سمون نه لري او د 'یواېساېډ' پاتې فعالیتونه یې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اتلانتیک مجلې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې دا بسکوټ د جو بایډن د حکومت په وروستیو کې د شاوخوا ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت پېرل شوي وو او اوس به د متحده ایالاتو مالیه ورکوونکي د خوړو د ویجاړولو لپاره ۱۳۰،۰۰۰ ډالر نور ولګوي.
دیموکرات سناتور ټیم کین وویل، قانون جوړوونکو په مارچ میاشت کې له روبیو سره دا موضوع په ځانګړي ډول راپورته کړې وه.
کین وویل: "ځینې وختونه کوچنی خورا کوچني توضیحات ریښتیا هم د یوه حکومت د روح ښکارندوی وي."
"کله چې یوه حکومت ته ویل کېږي، دا سرچینې شته چې ۲۷ زره وږي ماشومان ژغولی شي، مهرباني وکړئ یا یې ووېشئ یا یې بل چا ته وسپارئ. خو څوک دا پرېکړه کوي، نه، موږ به ګودام بند وساتو، خواړه به ختم شي، بیا به یې وسوځوو؟"
ریګاس وویل، امریکا لا هم د نړۍ تر ټولو ستر مرستندوی هېواد دی او ژمنه یې وکړه چې د دې بسکوټو د مسلې په اړه به نور معلومات تر لاسه کړي.
هغه وویل: "زه واقعاً غواړم پوه شم دلته څه شوي او حقیقت ته ځان ورسوم."
ریګاس د ټرمپ د لګښتونو کمولو د پراخې هڅې د یوې برخې په توګه د بهرنیو چارو وزارت کې د سلګونو کارمنانو د ګوښه کولو څارنه هم کړې ده چې لومړی د بډای اېلان مسک په مشرۍ پیل شوی و.
د رویټرز د تحلیلي راپور له مخې، چې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) شمېرو ته په کتو یې چمتو کړی، هغه خوراکي توکي چې اوس د له منځه وړلو لپاره ټاکل شوي، کولی شوای شاوخوا ۲۷ زره کسانو ته یوه میاشت خواړه برابر کړي. دا توکي په اصل کې په افغانستان او پاکستان کې د 'یواېساېډ' شریکانو ته ځانګړي شوي وو.

























