خیبر پښتونخوا کې د بارانونو له کبله دريو ورځو کې ۲۴ کسان مړه شوي

د هوا پېژندنې ادارو په راتلونکو ورځو کې د نور باران وړاندوینه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هوا پېژندنې ادارو په راتلونکو ورځو کې د نور باران وړاندوینه کړې.
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په خیبر پښتونخوا کې د بېړنیو پېښو پر مهال د مرستندویه چارو همغږې کوونکې ادارې (پي ډي ایم اې) مسوولین وايي، په تېرو دریو ورځو کې د صوبې بېلابېلو سیمو کې د ګڼ باران، توپان او سېلابونو له کبله ۲۴ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

دغه اداره وايي، په مړو شویو کسانو کې شپږ نارینه، شپږ ښځې او ۱۲ ماشومان شامل دي.

یادې ادارې له خلکو غوښتي چې د وضعیت عادي کېدو تر مهاله دې د سیل ځایونو ته له تلو ډډه وکړي او له هر سفر مخکې باید د موسم وضعیت او د لارو بندېدو په هکله معلومات ترلاسه کړي.

د هوا پېژندنې ځايي ادارې د پشکال بارانونو په هکله وړاندوینه کړې، چې له جولای وروسته به اګست میاشت کې هم د بارانونو لړۍ روانه وي، چې له کبله یې په خوړونو کې سېلابې څپې راتلای شي، په سیندونو کې د اوبو کچه پورته تلای شي او دغه راز د ځمکښوېدنې احتمالي خطر هم شته.

پاکستان کې اړوند مسوولین وايي، د جولای میاشتې له پیله تر اوسه پورې په دې هېواد کې د بارانونو او توپاني بادونو له کبله په ټول هېواد کې ۱۰۴ کسان مړه شوي دي.

د خبریال زبیرخان په رپوټ کې ویل شوي، تر ټولو ډېر کسان په پنجاب صوبه کې مړه شوي، چې شمېر یې ۳۹ کسانو ته رسېږي.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په ورته مهال د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور کې چارواکي وايي، د ګڼ باران ۴۴ کلن ریکارډ مات شوی دی او د اګست پر لومړۍ ورځ په دې ښار کې ۳۶۰ ملي متره باران ثبت شوی دی.

په پنجاب کې د بېړنیو پېښو پر مهال د مرستندویه چارو همغږې کوونکې اداره وايي، په تېرو ۱۲ ساعتونو کې د همدې بارانونو له کبله ۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

پي ډي ایم اې پنجاب مسوولین وايي، د ځینو زړو او وروستو ودانیو او دېوالونو ړنګېدو له کبله د سر او مال زیان اوښتی دی. دغه مسوولین وايي، په مړو شویو کسانو کې یو سړی او دوه ماشومان شامل دي.