ایا موږ پرته له دې چې پوه شو، له قبضیت کړېږو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
څېړونکي وایي د قبضیت د نښو په اړه د عامو خلکو او ډاکترانو ترمنځ نظرونه توپیر لري او دا توپیر ښایي د دې لامل شي چې ځینې خلک لازمې مشورې او درملنې ترلاسه نه کړي.
یوه څېړنه دې پایلې ته رسېدلې په داسې حال کې چې ډاکتران باور لري د ډکو متیازو ترمنځ اوږد واټن یوه مهمه نښه ده چې د ستونزې یا ناروغۍ ښکارندويي کوي، خو له عامو خلکو یوازې له درېیمې برخې لږ شمېر دا خبره مني.
د لندن کېنګز کالج دا څېړنډله وایي، د قبضیت لپاره باید یو نوی تعریف وضع شي، چې د ناروغانو د شخصي تجربو پر بنسټ وي.
د "ګټس یو کي" په نوم خیریه سازمان چې له دې ډول مسایلو سره تړاو لري، ویلي: "دا په دې معنی ده چې د حاجت رفع کولو په اړه خبرې کول نور یوه پټه موضوع نه ده."
قبضیت یوه ډېره عامه ستونزه ده او له هر اووه کسانو یو تن- که څه هم بله روغتیایي ستونزه نه لري - ترې ځوریږي.
ښکاره خبره ده چې قبضیت یعنې د ډکو میتیازو پرمهال زور وهل یوه ستونزه ده، خو د دې تشخیص لپاره کارېدونکي معیارونه له یو بل سره ډېر توپیر لري.
څېړونکي وایي، لاندې نښې مرسته کولی چې د قبض لپاره یو نوی جامع تعریف رامنځته شي:
- د تنګوالي احساس، درد او پړسوب او داسې انګېرل چې ګنې جامې تنګې شوې دي
- د لویو کولمو وروستۍ برخه کې تنګوالی، د ډېر فشار له امله خونریزي او درد یا سوځېدنه
- د حاجت رفع کولو ترمنځ اوږده فاصله او غایطه مواد ډېر کلکېدل، طبیعي حاجت رفع کول په ورځ کې دوه یا درې ځله وي چې اونۍ کې درېیو ځلو ته رسېږي
- د احساس او ادراک ګډوډي، لکه د حاجت رفع کولو اراده نه لرل، یا دا احساس چې ګنې پوره حاجت نه دی رفع شوی
- د خېټې پړسوب او د خراب بوی او لوړ غږ لرونکو ګازونو خارجېدل
- د مقعد کنټرول له لاسه ورکول او یا هم له مقعد څخه وینه راتلل
د دې لېست بنسټ څه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دا لېست د هغو تجربو پر بنسټ جوړ شوی چې ناروغانو له ډاکترانو سره شریکې کړې دي او موخه یې دا ده چې د قبضیت تعریف له فزیکي نښو پرته، د ناروغانو له نظره هم وپېژندل شي، چې په دې سره یې تشخیص او درملنه لا اغېزناکه وي.
د کېنګز کالج له خوا ترسره شوې دې څېړنه کې ۲۵۵۷ عام وګړي، ۴۱۱ عمومي ډاکتران او ۳۶۵ د هاضمې د سیسټم متخصصین شامل وو.
څېړنډله دې پایلې ته ورسېده، هغه نښې چې ډېری خلک یې د قبضیت نښې ګڼي، په رسمي توګه د تشخیص په کومو معیارونو کې شاملې نه دي.
نښې یې دا دي:
- په تشناب کې ډېر وخت تېرول پرته له دې چې څوک حاجت رفع کړای شي
- د حاجت رفع کولو پر وخت ډېر فشار یا زور وهل
- د نرموونکو درملو (د حاجت راوستونکو درملو) خوړل
- څېړنه دا هم څرګندوي چې ډاکتران او عام خلک د هغو نښو او پدیدو په اړه یوه خوله نه دي چې باید تعقیب او ثبت شي.
ډاکتران د حاجت رفع کولو ترمنځ د اوږدې وقفې مسله ډېره مهمه ګڼي او دا د قبضیت یوه نښه بولي، خو له هغو عامو خلکو چې وایي قبضیت لري، یوازې نیمايي یې ویلي له دې ستونزې سره مخ شوي.
قبضیت د نورو ناروغیو یوه نښه ده
د څېړنیز ټیم مشره ایرېني دیمیدي، چې په کینګز کالج کې کار کوي، وایي: "زموږ څېړنه ښيي هغه کسان چې د قبض د نښو د درملنې لپاره مرسته غواړي، تل لازم تشخیص او درملنه نه ترلاسه کوي."
دیمیدي زیاتوي د فایبر (فایبري موادو) او مایعاتو نشتوالی د قبضیت اصلي لامل دی، خو قبض د نورو ناروغیو نښه هم کېدای شي، لکه د کولمو سرطان، (د کولمو د مخاطي پردې د پړسوب ناروغي)، یا د سیلیاک ناروغي (یو هاضمي اختلال چې د غلې دانې ګلوټین یې بدن ته د حساسیت له امله رامنځته کوي).
هغې وویل: "ډېره مهمه ده که مو د کولمو کومه نښه یا ستونزه ولیدله، نو له ډاکتر سره مشوره وکړئ."
"د قبضیت بېلابېل ډولونه"

د عکس سرچینه، Getty Images
جولي هارینګټن، چې له "ګټس یو کي" خیریه موسسې سره کار کوي وایي د ناروغانو خبرو ته غوږ نیول د قبض د پېژندلو او درملنې لپاره ډېر مهم دي.
هغه زیاتوي: "نارغان د خپلې تجربې له مخې متخصصین دي او کله چې هغوی له ډاکترانو سره یوه خوله وي، نو دا تر ټولو غوره پایله ده."
هغې وویل قبضیت یوازې یوه بڼه نه لري، بلکې بېلابېل ډولونه لري او هر څوک یې په بېلابېلو نښو تجربه کوي.
جولي وایي: "د کولمو ستونزې د بدن د نورو غړو د ناروغیو پرتله لږ تشخیصېږي، ځکه خلک اکثره له شپږو میاشتو تر یو کال پورې انتظار باسي چې ډاکتر ته ولاړ شي. دا کار اکثراً د شرم او اندېښنې له امله کېږي."
هغې همداراز ټینګار وکړ: "ته باید تل له خپل بدن سره په نژدې اړیکه کې شې."
د حاجت رفع کولو نمونوي اندازه څومره ده؟
په دې اړه دقیق ځواب ورکول اسانه نه دي، ځکه د هر کس لپاره د حاجت رفع کولو وخت او کچه توپیر لري.
خو څېړنې ښيي چې هغه کسان چې له قبضیته ځورېږي، عموماً په یوه اونۍ کې اوه ځله خپل حاجت رفع کوي (ډکې میتیازې کوي).
کارپوهان وایي طبیعي حاجت رفع کول د ورځې درې ځله تر اونۍ درې ځله پورې وي. له همدې امله، مهمه ده هر څوک دا وپېژني چې د دوی لپاره طبیعي حالت څه ډول دی او بیا که پکې کوم بدلون راځي، ورته متوجه شي.
د قبضیت درملنه څنګه کېږي؟
د بریتانیا د ملي روغتیا خدمتونو ادارې (اېناېچاېس) له لارښوونو سره سم، ډېری خلک د فایبر لرونکو خوړو په زیاتولو او د مایعاتو په زیات څښلو خپله ستونزه پخپله پېژندلی او حلولی شي.
په فایبر لرونکو خوړو کې دا هم شامل دي: غنمینه ډوډۍ، نسواري پاستا، مېوې، مغزي مواد (مغز لرونکي خوراکي توکي)، دانې او لوبیا.
له هغو عادتونو چې د قبض مخنیوی کولی شي، دا دي: منظم فزیکي فعالیت (ورزش) او منظم خوراک.
که دا ټولې هڅې ناکامې شي، نو نرموونکي درمل کارول کېدای شي.
خو که ستونزه دوام پیدا کړي او یا نورې نښې موجودې وي، نو ډاکتر ته ورتلل ډېر مهم دي.

























