کورمه کې د شیعه-سني کړکېچ: د ښکېلو اړخونو تر منځ جرګه کې 'د سولې هوکړه لاسلیک شوه'

کورمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د خیبر پښتونخوا په کورمه سیمه کې د تاوتریخوالي ختمولو هڅو لپاره رابلل شوې (لویه جرګه) پای ته رسېدلې او ښکېلو اړخونو پر یوه هوکړه لاسلیکونه کړي دي.

پېښور کې د بي بي سي خبریال بلال احمد په خپل رپوټ کې کاږي، په کوهاټ سیمه کې د جرګې ګډوانوالو د هوکړې پر ټولو مادو توافق څرګند کړی.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویندوی بېرسټر سیف د سولې هوکړې په هکله وویل، له دې سره به کورمه سیمه کې د امنیت یو نوی دور پیل شي او د ژوند چارې به عادي وضعیت ته راوګرځي.

په کورمه کې نژدې دوې نیمې میاشتې مخکې د فرقه ییز تاوتریخوالي له خونړیو پېښو وروسته امنیتي وضعیت ښه نه و، سیمې ته غځېدلې لارې تړل شوې وې او په سیمه کې د خوړو او نورو اړتیاوړ څیزونو کمښت شکایتونه ډېر شوي وو.

د سولې پر هوکړه له لاسلیکونو وروسته د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په یوه اعلامیه کې ویلي، دې سره به کورمې ته غځېدلې لار پرانیستل شي او دوی هڅه کوي، چې هلته د ژوند چارې ژر تر ژره عادي شي.

پاکستاني امنیتي ځواکونو له کلونو راهیسې د ټل او پاړه چنار سیمو تر منځ د غځېدلې لارې پر سر ګزمې کوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پاکستاني امنیتي ځواکونو له کلونو راهیسې د ټل او پاړه چنار سیمو تر منځ د غځېدلې لارې پر سر ګزمې کوي.

د بي بي سي له اردو څانګې سره خبرو کې د جرګې یوه ګډونوال ملک عبدالولي خان ویلي، د کومو موضوعاتو له کبله چې په جرګه کې په ټپه ولاړ حالت رامنځته شوی و، په هکله یې ټولو ګډونوالو توافق وکړ او لاسلیکونه وشول.

ملک عبدالولي وايي، د هوکړې له مخې به ټول ښکېل اړخونه به خپلې وسلې حکومت ته سپاري او حکومت به ۱۵ ورځو کې په دې هکله یوه تګلاره چمتو کوي.

عبدالولي خان وايي، د هوکړې له مخې به په سیمه کې ټول سنګرونه له منځه وړل کېږي او په دې لړ کې د هوکړې درېیمه مهمه ماده په سیمه کې د هغو ټولو ډلو او تنظیمونو ختمول دي، چې حکومت پرې بندیز لګولی.

ښاغلی خان وايي، پر دې مهمو ټکیو له هوکړې وروسته هیچا کوم اعتراض نه درلود او هوکړه لاسلیک شوه. د نوموړي په وینا ځینې جرګه وال و نه توانېدل په نننۍ غونډه کې برخه واخلي، او د دوی لاسلیکونه به په یوه – دوو ورځو کې واخیستل شي.