په تهران کې د یوه ۱۸ کلن افغان طاها رضايي بوږنوونکې وژنه

طاها رضایي

د عکس سرچینه، UGS

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

خبرداری: د دې مطلب ځینې برخې ښايي د ځینو کسانو لپاره ځوروونکې وي.

۱۸ کلن افغان زلمی امیر طاها له خپل لوډر سره بڼ ته تللی و، خو څو ورځې وروسته یې د دماوند د ابسرد یوه باغ کې مړی وموندل شو.

د دماوند ولسوالۍ د ځايي خبرونو د وېبپاڼې -ابسرد دماوند- د رپوټ له مخې، د دې ولسوالۍ امنیه قومندان مرتضی ملکي ویلي، پولیس چې د جرم د پېښېدو ځای ته لاړل، د وژل شوي مړی یې وموند، چې د ابسرد ښار په همند مرانک سیمه کې خښ کړل شوی و.

هغه زیاتوي، "د تورن ملګری چې تښتېدلی و، زموږ د قومندانۍ د پولیسو د خبرتیا له مخې له ۲۴ ساعتونو په کم وخت کې، د هېواد په یوه لوېدیځ ولایت کې وپېژندل او د قضايي چارواکو په همغږۍ ونیول شو. "

یوې خبرې سرچینې بي بي سي ته وویل، اتلس کلن طاها ایران کې زېږېدلی و، غوښتل یې د کانکور له ازموینې وروسته د ایران یوه پوهنتون کې زدکړې وکړي. کورنۍ یې د دماوند په ابسرد کې له کلونو کار کاوه او له کلونو راهیسې هلته قانوني ژوند کوي.

د طاها پلار پانګه اچولې وه، چې ایکسکواټر یا لوډر وپېري او بیا یې زوی پرې کار وکړي.

هغه لوډر چې طاها ورباندې کار کاوه
د عکس تشریح، هغه لوډر چې طاها ورباندې کار کاوه

د دې سرچینې په خبره، طاها د چنګاښ پر ۱۱مه، د چارشنبې په ورځ له خپل ایکسکواټر سره د کار لپاره یوه بڼ ته تللی و، وروستی تماس یې له مور سره نیولی و.

هغه زیاتوي، "طاها دوه ورځې ورک و، کورنۍ یې پولیس خبر کړي وو، ان فکر یې کاوه چې ښايي طاها نیول شوی او د اېستل کېدونکو افغانانو په کمپ کې وي."

د طاها کورنۍ له رسنیو سره پخپله خبرې نه دي کړې.

د ځايي وېب پاڼې د رپوټ له مخې د دماوند امنیه قومندان وايي، "د وژونکي اعتراف او څېړنې ښيي چې مالي او کاري اختلاف د وژلو انګېزه وه."

خو زموږ سرچینه ټینګار کوي چې دوی په خپل منځ کې "هېڅ مالي جنجال" نه درلود.

دغه سرچینه وايي، "بدن یې ټوټې ټوټې شوی، په ځنځیر او پړي وهل شوی، سر یې پرې شوی او لوډر یې هم پلورلی دی."

پولیسو د طاها د ټلفون په مرسته دغه کس په لرستان ولایت کې ونیو.

د دماوند امنیه قومندان وژونکی ایرانی بولي، خو وايي "د ابسرد اصلي اوسېدونکی نه دی."

طاها رضایي
د عکس تشریح، امیر طاها رضایي

د خواله رسنیو کاروونکو د طاها د وژلو انګېزه د توکمپالنې او له افغانانو سره د کرکې له امله بولي، چې وروستیو ورځو کې په ایران کې په کمساري ډول زیاته شوې ده.

تېره میاشت هم د تهران په پاکدشت کې د کبرا رضايي په نوم د یوې ځوانې افغانې د "ټوټه شوي مړي" موندل کېدو ته پراخ غبرګون وښودل شول. پولیسو یو ایرانی د هغې د قتل په تور نیورلی دی.