په امريکا کې توپان او واورې لږ تر لږه پنځه تنه وژلي او د ګڼ شمېر کورونو برېښنا پرې شوې ده

د ویډیو تشریح، په امریکا کې واوره او توپان
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا په ځينو ايالتونو کې د واورو اورېدو او توپان له کبله عادي ژوند ټکنی شوی دی. د چارواکو په وینا په ټکساس، مېسوري، کنساس، ويرجينيا او جنوبي کارولينا کې تر دې مهال پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امریکا په اوو ايالتونو کې د بېړني حالت د اعلانېدو تر څنګ له ۲۳۰۰ زياتې الوتنې لغوه شوې او شاوخوا نهه زره نورې ځنډول شوې دي.

د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۲۰۰ زره کسانو تېره سې شنبې شپه برېښنا نه لرله. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په شمال ختيځ کې د نورې واورې د اورېدو اټکل هم شوی دی.

د امریکا په اوو ايالتونو کنساس، مېسوري، کنټاکي، وېرجينيا، لوېديځه وېرجينيا، ارکنساس او نيويارک کې د سختو واورو، ساړه او توپان له کبله ښوونځي او تعليمي ادارې هم تړل شوې دي.

په ورته وخت په امریکا کې شاوخوا ۶۰ ميليونه خلکو ته په دې سخته هوا کې د احتياط خبرداری ورکړل شوی دی او د واورې له کبله اغېزمن شويو ايالتونو کې له خلکو غوښتل شوي چې په غير ضروري توګه له خپلو کورونو ونه وځي.

کارپوهان وايي، په تېره يوه لسيزه کې دا بې مخينې سړه هوا، واوره او توپان به د امریکا مرکزي او ختيځو ايالتونو ته سخت زيان ورسوي.

واوره

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د هوا پېژندې ادارې وړاندوینه کړې چې له اوهايو تر پلازمېنې واشنګټن ډي سي پورې به واوره له ۱۰ تر ۲۵ سانتي مترو پورې ورسېږي چې له دې امله پلازمېنه کې ښاروال بېړنۍ حالت اعلان کړی دی.

په ټوليزه توګه د امریکا په ۳۰ ايالتونو کې د سړې هوا، واورې او توپان له کبله د پاملرنې سپارښتنه شوې ده او اټکل کېږي چې توپان به د هېواد د ختيځ پر لور حرکت وکړي.

د امریکا د کنساس ايالت په شمال ختيځ کې ټولې لويې لارې تړل شوې دي او مېسوري ايالت ته څېرمه د کنساس ښار له هوايي ډګره زرګونه الوتنې لغوه شوې دي.

د کنساس ښار چارواکي براين پلاټ دا تر ټولو "تاريخي توپان" بللی. نوموړی وايي، "موږ په تېرو ۳۲ کلونو کې له ۱۰ انچه ډېره واوره نه وه ليدلې."

همدلته په کنساس ايالت کې تر منفي ۲۹ سانتي ګرېډ پورې د سړې هوا بادونه الوځي.

د توپان او واورې دغه څپه په داسې حال کې راغلې چې وړاندې ټاکل شوې وه د امریکا کانګرېس به د جنورۍ پر شپږمه د دوشنبې په ورځ د تېر نومبر ولسمشريزو ټاکنو د پايلو تائيدولو لپاره غونډه کوي خو لا ورښانه نه ده چې د هوا دغه سخت حالت به د دې غونډې پر جوړېدو څه اغېز وکړي او که نه، ځکه ښايي یو شمېر سناتوران او د کانګرېس غړي د الوتنو د لغوه کېدو له کبله پلازمېنې ته ځانونه ونشي رسولی.

د امریکا اقتصاد ته زيان

امریکا کې واوره

د عکس سرچینه، X/ @kystatepolice

دا ډول توپانونه او واورې اقتصاد ته هم زيان رسوي، د بېلګې په توګه د سړکونو، ودانیو او موټرونو د زيانمېندو تر څنګ عادي سوداګريز فعاليتونه هم ګډوډېږي.

د برېښنا پرې کېدل، د سړکونو تړل کېدل، د سفر پر وړاندې خنډونه او داسې نور کولی شي لوی زيانونه رامنځته کړي.

د رسمي شمېرو له مخې تېر کال په جنورۍ مياشت کې د سړې هوا څپې د امريکا اقتصاد ته د ۳.۶ ميليارده ډالرو زيان رسولی و.

په ۲۰۲۳ کال کې ۱.۸ ميليارده ډالر، په ۲۰۲۲ کې ۹ ميليارده او په ۲۰۲۱ کې د ۲۷ میليارده ډالرو زيان اټکل شوی و.

امریکا کې واوره

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا کې واوره

د عکس سرچینه، Getty Images