اېکوادور کې مړه اعلان شوې ښځه له تابوت ژوندۍ راووته

تابوت

د عکس سرچینه، PHILIPPE LISSAC/GODONG

اېکوادور کې د یوې زړې ښځې د جنازې ګډونوال دې هک پک کړي چې کتلي یې دي، هغه لا ساه اخلي.

۷۶ کلنه بېلا مونتویا تېره اوونۍ د مشکوکې مغزي سکتې له لامله مړه اعلان شوې وه.

نوموړې د جمعې پر ورځ خاورو ته سپارل کېدله، خو د جامو بدلولو پر مهال یې د خپلوانو ور پام شوی چې لا ساه باسي.

اغلې مونتویا بېرته روغتون ته لېږدول شوې او اوس تر ځانګړې روغتیايي پاملرنې لاندې بستر ده.‌

د اېکوادور روغتیا وزارت د دې پېښې څېړلو لپاره یوه کمېټه جوړه کړې.‌

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې ښځې زړه او ساه درېدلي وو او دا چې ژوند ته د راګرځولو ټولې هڅې یې بې ګټې پاتې شوې وې.

تر دې وروسته نوکریوال ډاکتر د هغې مړینه تایید کړې وه.

ځايي رسنیو د اغلې مونتویا د زوی په حواله لیکلي چې مور یې د سهار شاوخوا نهه بجې روغتون ته ولېږدوله او ډاکتر غرمه مهال ورته وویل چې نوموړې مړه شوې.

هغه وروسته په تابوت کې هم ځای پر ځای شوې وه.

خو د څو ساعتونو له تېرېدو وروسته یې د کورنۍ غړو ورپام شوی چې نوموړې د ساه اخیستلو هڅه کوي.‌

پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري‌ چې اغلې مونتویا په یوه پرانیستي تابوت کې پرته ده، ژورې ساه ګانې اخلي او خلک ترې راچاپېر دي.‌

په ویډیو کې دا هم لیدل کېږي چې روغتیايي کارکوونکي صحنې راځي، نوموړې ګوري او بیا امبولانس ته لېږدول کېږي.

اغلې مونتویا اوس بېرته د هماغه روغتون په بېړنۍ څانګه کې بستر شوې، چې د دې مړینه پکې اعلان کړې وه.

د فرانسې خبري اژانس اوس د دې ښځې د زوی له خولې لیکلي "کرار کرار پر دې پوهېږم چې څه پېښ شوي دي. اوس یوازې همدا دعا کوم چې مور مې روغه شي. غواړم چې ژوندۍ او خوا کې مې وي."