د پاکستان ولسمشر په کابل کې د داعش برید غندلی دی

د ویډیو تشریح، کابل کې پر رسټورانټ برید ته غبرګونونه
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په کابل کې پرونۍ چاودنې په کلکه غندنه کړې، د تلفاتو په اړه یې ''ژوره خواشیني څرګنده کړه او د قربانیانو کورنیو ته یې د زړه له کومې خواخوږي څرګنده کړې.''

د ښاغلي زرداري د پاکستان پیپلز ګوند له لوري په دې هکله یوه پیغام کې ویل شوي: ''ولسمشر د ټپیانو او د هغوی له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړه او د هغوی د ژر رغېدو دعا یې وکړه. هغه د هغو چینایي اتباعو روح ته درناوی وړاندې کړ چې د ناامنۍ له زیاتیدو او د هغوی د ژوند لپاره د جدي خطرونو سره سره یې د افغانستان د پرمختګ لپاره کار ته دوام ورکړی''

بلخوا چینایي چارواکو په کابل کې پر یوه رسټورانټ د پرونۍ ورځې له برید وروسته خپلو وګړو ته مشوره ورکړې چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي او په افغانستان کې له مېشت چینایانو او شرکتونو یې غوښتي، چې خپل امنیتي تدابیر پیاوړي کړي او له هغو سیمو ووځي، چې د خطر کچه په کې لوړه وي.

کابل کې بريد

د عکس سرچینه، EPA

د چین د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله په یوه اېکس پیغام کې لیکلي: "چین د کابل په چینایي رستورانت کې پرونۍ خونړۍ چاودنه په کلکه غندي.

چین له افغانستانه غوښتي چې د ټپیانو د ژغورنې او درملنې لپاره هره شونې هڅه وکړي، د چینایي اتباعو، پروژو او ادارو د خوندیتوب لپاره لا ډېر څه وکړي، د برید (لاملونو) تر پایه پورې ورسیږي او عاملین ژر تر ژره عدالت ته راکاږي."

د اې ایف پي رپوټ کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا وایي: "چین په کلکه د ترهګرۍ د هر ډول غندنه کوي او په کلکه یې مخالفت کوي او د افغانستان او سیمې هېوادونو کې د ترهګرۍ د هر ډول تاوتریخوالي سره په ګډه مبارزه کې ملاتړ کوي."

نوموړي د کابل پېښې په هکله وویل، یو چینایي وګړی پکې وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، چین د طالبانو حکومت له چارواکو غواړي چې "د ټپیانو د درملنې لپاره هره ممکنه هڅه وکړي، د چینایي اتباعو (او) پروژو د خوندیتوب او د عاملینو موندلو او سزا ورکولو لپاره نور اغېزمن اقدامات وکړي."

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د کابل پرونۍ چاودنې په هکله خواشیني څرګنده کړې. ښاغلي کرزي په یوه اېکس پیغام کې په دې هکله ویلي: '' د کابل د شهرنو په چینایي رسټورانټ کې د چاودنې له امله پر اوښتې مرک ژوبلې خپل ژور خپګان څرګندوم او دا برید غندم. د قربانیانو کورنیو ته د خپلې غمشریکۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوم.''

د ملي پخلاینې شورا پخواني مشر ډاکتر عبدالله هم د کابل په یوه رستورانت کې پرونی برید غندلی.

نوموړي په یوه اېکس پیغام کې لیکل شوي: ''ډاکټر عبدالله عبدالله، په کابل کې د تېرې ورځې ترهګریز برید، په کلکو ټکو غندي او دا ډول غیرانساني اعمال د اسلام، انسانیت او د افغانستان د خلکو د ارادې پر ضد ګڼي او د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.''

داعش د کابل په یوه رستورانت کې د چاودنې مسؤلیت منلی

د داعش یو انځور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف

اسلامي دولت نومې (داعش) د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پر یوه چینایي رستورانت د برید مسؤلیت منلی دی.

د اعماق په نامه یوه رسنۍ چې د داعش د فعالیتونو په اړه خبرونه خپروي، د یوه وسله وال کس عکس خپور کړی او لیکلي یې دي دغه کس "... په چینایي رستورانت برید ترسره کړی" دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل په نوي ښار یا شهرنو سيمه کې د یوې چاودنې له کبله لږترلږه اووه تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.

د طالبانو حکومت کې د کابل د پوليسو ویاند خالد ځدراڼ پر اېکس تازه پوست کې ليکلي چې چاودنه د "چينايي مسلمانانو او افغانانو په ګډ رستورانت" شوې چې په وینا یې د یوه چينايي وګړي تر څنګ شپږ افغانان په کې وژل شوي دي.

نوموړي ويلي، چاودنه د رستورانت پخلنځي ته نږدې شوې او لا یې د پېښېدو علت معلوم نه دی او د موضوع په اړه پلټنې روانې دي.

ځدراڼ زیاته کړې رستورانت، د "چاينيز نوډل" په نوم یادېږي، چې د یوه چینایي مسلمان وګړي، د هغه مېرمنې او یوه افغان لخوا په ګډه چلول کېده چې په وینا یې د چینایي مسلمانانو لپاره په کې خواړه پخېدل.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د راپورونو له مخې چاودنه د افغانستان پر وخت د ماسپښين شاوخوا دری بجې شوې ده.

تراوسه کوم کس یا ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.

وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې لومړني راپورونه ښيي په دې پېښه کې "څو کسان ټپیان شوي او د ځینو ټپیانو حالت نازک دی".

د کابل شهرنو سیمه کې اېمرجنسي روغتون – چې د چاودنې ځای ته نژدې دی، ویلي، نن ماسپښین له چاودنې وروسته شل کسان دغه روغتون ته ور وړل شوي، چې په وینا یې په راوړل شویو کسانو کې اوه کسان له رسېدو سره سم مړه شوي وو.

د افغانستان لپاره د اېمرجنسي مشر ډیجان پانیک، ویلي: "تر اوسه مو شل کسان زموږ روغتون ته راوړي دي. په ټپیانو کې څلور ښځې او یو ماشوم دي. ټپیان، چې ځینې یې د جراحي لپاره ارزول کېږي، ټپي شوي او په بدن کې یې ټپونه او شینوالی لري. له بده مرغه، اوه کسان له رسېدو سره سم مړه شوي وو."

ایمرجنسي له ۱۹۹۹ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، چې په کابل او د هلمند لښکرګاه کې دوه جراحي مرکزونه، او د پنجشېر په عنابه کې د ماشومانو د جراحۍ یو مرکز او د زیږون یو مرکز لري او له ۳۰ ډېر د لومړنیو روغتیايي مرستو مرکزونه لري.

بله خوا، سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي چاودنه د "نوډل" په نوم یوه افغاني رستورانت کې شوې، هغه رستورانت چې زیاتره د بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول د چینایانو، لپاره چینایي خواړه برابروي.

عیني شاهدانو بي‌بي‌سي ته ویلي ټپیان په "نازک وضعیت" کې وو او ځینې یې د ځایي خلکو په مرسته نژدې د چاودنې ځای ته څېرمه په یوه بېړني روغتون کې بستر شوي دي.

همدارنګه یو بل عیني شاهد بي‌بي‌سي ته ویلي، د دې چاودنې په پایله کې یو کرولا موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

کابل

د عکس سرچینه، Tolonews

اقبال شاهین

کابل کې د بي‌بي‌سي همکار

د چاودنې ځای ته نژدې ورغلم، د عیني شاهدانو په وینا، پر ځايي وخت ماسپښین ۳ بجې او ۳۰ دقیقې شوې ده. له چاودنې یو ساعت وروسته د ګلفروشۍ کوڅې ته ورسېدم، خو طالبانو کوڅه بشپړه بنده کړې وه.

ښاغلی شاهین وايي، طالبانو هېچا ته اجازه نه ورکوله چې کوڅې ته ننوځي، هلته مې د اطفائیې ګاډي او امبولانسونه ولیدل، یوه کرولا مې ولیده چې ښیښې یې بشپړې ماتې شوې وې.

ګلفروشي کوڅه چې له ایمرجنسي روغتون سره نژدې ده، هلته ځینو هټیوالو راته وویل، له چاودنې وروسته موږ ولیدل چې ډېری ټپیان په یوه هایلکس ګاډي کې د چاودنې له ځایه ایمرجنسي روغتون ته وړل کېدل او په ټپیانو کې داسې کسان هم وو چې لاسونه او پښې یې پرې شوې وې او په ډېر خراب وضعیت کې وو.

بي بي سي همکار خبریال وايي، دا چې چاودنه د یوه رسټورانټ د ننه شوې ده چې تر ډېره چینايي خواړه هم پکې چمتو کېږي.

ما درې چینایان ولیدل چې طالبانو په یوه شخصي موټر کې له هغه ځایه ولېږدول، خو مالومېدل چې ټپیان نه وو او جوړ وو.

ښاغلی شاهین وايي، لا تر اوسه مالومه نه ده چې دا ټپیان افغانان دي که چینایان هم پکې دي، خو له ځینو خلکو سره چې هلته ما خبرې وکړې هغوی ویل کوم ټپیان چې لېږدول کېدل، ډېری یې چینایان وو.

شهر نو د کابل له نسبتا خوندي سیمو ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، شهر نو د کابل له نسبتا خوندي سیمو ګڼل کېږي.

وړاندې، ښاغلي قانع بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې نن دوشنبه، د جدي/مرغومي ۲۹مه، د شهرنو په سیمه کې چاودنه شوې او زیاته یې کړې وه چې په دې چاودنه کې تلفات شوي او د پېښې د علت او د کره تلفاتو په اړه نور جزییات به وروسته خپاره شي.

تر دې مهاله د چاودنې ډول نه دی معلوم او د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکو هم تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.

د کابل نوي ښار کې ځینې سفارتونه، سوداګریز مرکزونه او دولتي ادارې موقعیت لري او د پلازمېنې له ګڼې‌ګوڼې ډکو سیمو ده.

د طالبانو تر واک لاندې ملي رادیو تلوېزیون هم ویلي، چاودنه په یوه رسټورانټ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله شوې ده:

"د کابل ښار د شهرنو د ګلفروشۍ په کوڅه کې په یوه محلي رسټورانټ کې د کارکوونکو د بې احتیاطۍ له امله د ګاز ډبې چاودنه را منځته شوې چې خوشبختانه زیات مالي زیان نه لري، فقط رسټورانټ ته سطحي زیان اوښتی دی".