د معاصر تاریخ تر ټولو توده فبروري

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
- Author, مارک پوینټنګ
- دنده, د بيبيسي د اقلیم او چاپیریالي چارو خبریال
له ۲۰۲۳ راهیسې هره میاشت تودوخه لوړه شوې ده. د نړۍ د سمندرونو د اوبو پورتنۍ برخه په بېساري ډول توده شوې، او د انترکتیکا د اوبو کنګل بیا ډېر ټیټ شوی دی.
ارام سمندر کې د اېل نینو سمندري پېښه تراوسه هم د تودوخي د لوړېدو سبب کيږي، خو د بشري فعالیتونو له امله رامنځته شوی اقلیمي بدلون تر ډېره د نړۍ د تودوخي زیاتیدو سبب کیږي.
د نړۍ د هوا پېژندنې سازمان مشر، پروفیسر سېلېست ساولو، وايي "د هوا تودونکي غازونه یې اصلي لامل دی".
د د ملګرو ملتونو اقلیمي اداره وايي هوا کې د کاربن ډای اوکسایډ غاز کچه دومره لوړه شوې چې په تېرو دوه میلیون کلونو کې ساری نه لري او د تېر کال په ترڅ کې په بېساري ډول بیا لوړه شوې.
د کوپرنیکس په نامه د اروپايي ټولنې د اقلیمي بدلون د چارو اداره وايي د دغو تودوونکو غازونو له امله د ۲۰۲۴ فبرورۍ کې د نړۍ تودوخه د نړۍ د صنعتي کیدو د وخت په پرتله ـ چې انسانان فوسیلي سون توکي په پراخه کچه نه کارول- د سانټيګراډ ۱،۷۷ درجې لوړه شوې ده .
دا تودوخه د ۲۰۱۶ کال پرتله ۰،۱۲ درجې لوړه ده.
دغې شدیدې تودوخي تر ډېره لویدیځه اسټرالیا، جنوب ختیځه اسیا، جنوبي افریقا او جنوبي امریکا اغیزمنه کړې ده.
د ۱۲ میاشتو د تودوخي منځنۍ کچه اوس د نړۍ د صنعتي کیدو د مهال په پرتله د سانتیګراډ ۱ اعشاره ۵۶ درجې لوړه ده.
په ۲۰۱۵ کې، پاریس کې نژدې ۲۰۰ هېوادونو موافقه وکړه چې هڅه به کوي د تودوخي ډېروالی له ۱ اعشاریه ۵ درجې ټیټ وساتي چې نړۍ کې د ځینو بدو اقلیمي اغیزو مخه ونیسي.
خو دغه ټاکل شوی حد یې د شلو کلونو د اوسط په توګه په نظر کې نیولی و چې تر اوسه د نړۍ تودوخه له دې حده نه ده اوښتې، خو دا چې پرلپسې د تودوخي کچه لوړیږي ښيي چې نړۍ څومره دغه حد ته په نژدې کیدو ده.
د سمندرونو کنګل تر فشار لاندې دی

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د تودوخې دا وروستی زیاتوالی یواځې په هوا پورې محدود نه دی پاتې شوی او په نورو ډېرو ساحو کې هم لیدل کیږي.
یو له هغو د سمندر د اوبو د سطحې تودوخه ده چې په وروستیو میاشتو کې په خاص ډول زیاته شوې ده.
څيرونکي ټینګار کوي چې د سمندرونو تودوخه یوازې د اېل نینو په شان د هوا د بدلون طبیعي پېښو له امله نه ده بلکې نور لاملونه هم لري چې سمندرونو کې د مرجاني ډبرو د منځه تللو، د اوبو د سطحې لوړیدو او سختو توپانونو اندېښنې یې پیدا کړې دي.
ساینسپوهان غواړي وپوهیږي چې دقیقا څه پېښیږي. تر ۲۰۱۷ پورې د اټکلونو خلاف د انترکتیکا کنګلونه دومره نه و کم شوي، په داسې حال کې چې د شمالي قطب کنګلونه په واضح ډول په کمیدو وو.
خو وروستي بدلونونه ښيي چې په ټوله نړۍ کې تودوخه په لوړېدو ده چې د انترکتیکا د کنګلونو د کمیدو په اړه يې اندېښنې راپارولي.
د اېل نینو د اغیز د کمېدو تمه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
داسې نښې شته چې په راتلونکو میاشتو کې به پر نړیوالې تودوخې د اېل نینو سمندرې پېښو اغیز کمزوری شي.
د بریتانیا د اقلیم پېژندې ادارې یو مشر ساینسپوه ډاکټر کالین موریس بي بی سي ته وویل "اټکل کیږي چې لږترلږه د ۲۰۲۴کال په لومړۍ نیمايی کې به د اېل نینو سمندري پېښې له امله تودوخه لوړه وي".
خو د متحدو ایالتونو ساینسي ادارې 'نوا' ویلي د اپریل او جون ترمنځ ښايي په ارام سمندرکې حالات عادي شي او د جون او اګست ترمنځ ښايي د بلې سمندري پېښې لا نینو له امله هوا سړه شي.
له دې امله ښايي د نړۍ تودوخه یوڅه راټیټه شي. خو تر هغو چې د انساني فعالیتونو له امله تودوونکي غازونه خپرېدو ته دوام ورکوي، په اوږده موده کې به د نړۍ تودوخه په زیاتېدو وي، چې بلاخره به په بېساري ډول د سختې هوا سبب شي.
د لندن په اېمپیریال کالج کې د اقلیمي ساینس مشر استاد ډاکټر فریدریک اوتو وايي "موږ پوهیږو چې څه باید وکړو - باید د فوسیلي سون توکو له کارولو لاس واخلو او پر ځای یې د انرژي پایښت لرونکې، بیا نوي کیدونکې سرچینې وکاروو. کنه نو، د اقلیمي بدلون له امله سختې پېښې به د خلکو ژوند ويجاړولو ته دوا ورکوي".

























