د سمندر اوبو د ماشومانو پیغامونه له ۴۰ کلونو وروسته غاړې ته راوړل

England

د ښوونځي دریو ماشومو زدکوونکو څلور لسیزې مخکې ځینې پیغامونه یوه ښيښه يي بوتل کې سمندر ته اچولي وو، چې اوبو څلویښت کاله وروسته په انګوس کې څنډې ته را ایستلي دي.

جیني سمیټ په مونیفیت کې د ساحل پر پاکولو بوخته وه، چې د ۱۹۸۴ کال د ورمېټ لومړني ښوونځي د دریو ماشومانو دغه لیکونه او یوه نقشه یې وموندله.

نوموړې وکولای شول دا درې ماشومانې، چې اوس یې عمرونه نژدې ۵۰ کلنۍ ته رسیدلي، پیدا او د فیسبوک په یوه ګروپ کې سره مخامخ کړي.

دا پیغامونه به اوس له ۴۰ کلونو وروسته ښوونځي ته وسپارل شي.

دغه درې ماشومې یا اوسنۍ مېرمنې په فیف، ایرلنډ او اربروټ کې ژوند کوي او له یو بل سره اړیکې پالي.

England

جیني وايي: "ما درې کڅوړې خځلې را ټولې کړې او په دې لړ کې مې دا بوتل هم پیدا کړ. ما فکر کاوه چې په دې کې د قلم په څېر یو څه شته دي."

نوموړې زیاتوي "ما یې له منځه هغه (لیکونه) را بهر کړ چې تاو شوي وو او یو لاشتک هم ور اچول شوی و."

د هغې په ونای "هغې نجلۍ چې نقشه یې جوړه کړې وه، په هوښیارۍ سره یې موم د یوه برسیرني پوښ په ډول کارولی و. له همدې کبله لږې اوبه چې بوتل ته دننه شوې وې، لیکونه یې نه وو خراب کړي."

جیني دا پیغامونه په کور کې وچ کړل او دا یې وپتیله چې لا هم مهم دي.

نوموړې وايي، چې د دغو پیغامونو عمر یا د لیکل کېدو کال یې حیرانه کړه ځکه تر دې مخکې چې یې کوم پیغامونه موندلي وو، ډیر د ۱۹۹۰ کال وو چې د ساحل پاکولو پر مهال په لاس ته ورغلي وو.

England

هغې د ورمیټ ټولنې فیسبوک ګروپ کې یو پیغام پرېښود او په څو ساعتونو کې یې له لینډا بیل ځواب ترلاسه کړ.

لینډا لا هم په کلي کې ژوند کوي.

هغه وايي "کله چې مې لومړی ځل د جیني فیسبوک پوسټ ولوست او ومې لیدل چې د لیکونو نیټه د ۱۹۸۴ کال جون ده. نو له ځان سره مې وویل باید پوه شم چې لیکونه د چا لخوا لیکل شوي."

نوموړې زیاتوي "چې کله مې ولوستل، نو پوه شوم چې دا یوه زده کوونکې چې لیک یې لیکلی، زه پخپله یم. دوه نور لیکونه زما د لومړني ښوونځي خورلڼو انا او کیلي لیکلي وو."

England

تر هغې وروسته چې لېنډا خپلو خورلڼو ته د دې موندنې خبر ورکړ له کیلي جیني سره یې وکتل او دا لیکونه یې هم چې د ښوونځي پروژه وه، له نژدې ولیدل.

لینډا وايي: "دا ډیره ښه ده، چې له دومره اوږدې مودې وروسته لیکونه په داسې ښه حالت کې پاتې شوي دي."