د پاکستان کراچۍ کې د ښوونځي یو مدیر پر ګڼو ښځو د جنسي تېري په تور نیول شوی

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوې ځايي محکمې پر جنسي تېري او ځورونې یو تورن کس د اوو ورځو لپاره پولیسو ته سپارلی دی.
تورن کس دغلته د یوه شخصي ښوونځي مدیر دی او پولیسو تېره دوشنبه نیولی.
څېړونکي افسر محکمه کې ادعا کړې دغه سړي به ښځې باج ورکولو ته اړیستې او دا چې تر اوسه یې له ۴۵ ډېرې قرباني ښځې پېژندل شوې دي.
د قضیې څارنوال ویلي چې تورن کس یوازې نه دی بلکې پوره ډله ورسره ده چې پاتې کسان به هم تر څېړنو وروسته ونیول شي.
د یادونې ده چې پولیسو پر دې قضیې د خواله رسنیو له لارې خبر شوي وو.
د پولیسو لخوا پرانیستل شوې دوسیه کې راغلي چې د دوی سرتېري سیمه کې د معمول پر ګزمه بوخت وو چې یوه افسر یې پر خواله رسنۍ خپره شوې ویډیو وکتله.
په دې ویډیو کې یو سړی له څو بېلابېلو ښځو سره د جنسي اړیکې په حال کې لېدل کېده.
پولیسو ته تر څېړنو وروسته مالومه شوه چې په دې ویډیو کې ښکارېدونکی کس کراچۍ کې د یوه شخصي ښوونځي مدیر دی.
امنیتي کسان وروسته دغه ښوونځي ته ورغلي او دا سړی یې نیولی دی.
د پولیسو د ځايي مرکز یوه چارواکي ویلي، تر اوسه له زیانمنو شویو ښځو سره اړیکه نه ده شوې، خو د څېړنو لپاره یوه کمېټه ګومارل شوې ده.
په دې کمېټه کې د پولیسو یوه ښځینه افسره هم شامله ده او هڅه به یې دا وي چې اغېزمنې شوې ښځې پیدا او خبرې ورسره وکړي.
امنیتي کمرې هک شوې

تورن کس د پولیسو به حضور کې رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې په ویډیو کې په کتل کېدونکو ښځو کې د ښوونځي د ادارې څوک نشته، بلکې ټولې هغه ښځې دي چې ده بهر پېژندلې.
هغه دا ادعا کړې چې امنیتي کمرې یې هک شوې ده.
نوموړي ویلي یوه کس ورته په تلیفون د کمرو د هک کولو ویلي و او د ثبت کړو ویډیوګانو د نه خپرولو بدل کې یې ترې یو میلیون پاکستانۍ کلدارې غوښتې.
هغه زیاته کړې چې دغه سړي به کله ځان د پوځ او کله د استخباراتو کارمند معرفي کاوه او له ده سره یې یو ځل یوه ځايي هوټل کې له نږدې هم کتلي وو.
دغه سړي له دې انکار کړی چې څوک دې یې په زور نامشروع اړیکو ته اړیستي وي.

























