یوه داسې ښځه د مکسيکو ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده شوې چې د سړک پر غاړه به یې خواړه خرڅول

د عکس سرچینه، EPA
د مکسيکو اپوزيسيون اېتلاف لومړی ځل راروانو ولسمشریزو ټاکنو ته یوه ښځينه سناتوره نومانده کړې ده.
د مکسيکو اپوزيسيون اېتلاف د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو لپاره سوچيل ګالوېز د خپلې نوماندې په توګه نومولې چې یوه جراره سناتوره او د دغه هېواده اصیله وګړې بلل کېږي.
که ټاکنې وګټي نو دا به د دغه هېواد لومړنۍ ښځينه ولسمشره وي.
۶۰ کلنه سوچیل ګالوېز په اصل کې د کمپيوټر انجینره او سوداګره ده.
د دغه ټاکنو یوه بله مخکښه نومانده هم ښځينه او د مکسیکو ښار پخوانۍ ښارواله او ساینسپوهه کلاډيا شينباوم ده چې د اوسني ولسمشر لوپز اوبرادور د ګوند غړې ده.
له اغلې ګالوېز سره د درې ګوندیز اېتلاف ملاتړ ورسره دی. په دغه اېتلاف کې بنسټيز انقلابي ګوند یا پي.آر.آی هم شامل دی چې تر ۲۰۰۰ کاله یې د مکسیکو سیاست په لاس کې و.
پلار یې شرابي و او دې یې کورنۍ ساتله
سوچیل ګالوېز چې وړه وه نو د مکسیکو په هیډالګو سيمه کې به یې د سړک پر غاړه خوراکي توکي خرڅول او خپله کورنۍ به یې ساتله.
د اسوشيېټېډ پرېس د خبر له مخې، اغلې ګالوېز ورته ویلي چې پلار یې د یوه ښوونځي ښوونکی و خو ډېر زیات شراب یې څښل او دا د کورنۍ پالنې ته اړ وه.
وروسته دا مکسيکو ښار ته وکوچېده او د کمپیوټر ساینس په برخه کې یې د زدکړو بورس ترلاسه کړ.
له پوهنتونه تر فارغېدو وروسته یې د ټېکنالوژۍ یو شرکت جوړ کړ او ګڼو دولتي ادارو هم د اړوند چارو قراردادونه ورسره وکړل.
اغلې ګالوېز خپل ځانګړي کلتوري کالي اغوندي، په عامیانه ژبه خبرې کوي او ډېر کله د مکسيکو ښار شاوخوا پر بایسکل ګرځي.
هغه ډېره حاضر ځوابه او ځيرکه ده خو بې کبره او خاکساره هم ده چې د همدې خوی له کبله یې د مکسیکو د کاریګرې طبقې او ځوان کهول په منځ کې ځان ته نوم او ځای جوړ کړی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
خو له دې هر څه سره سره په راروانو ټاکنو کې یو سخت کار ور په غاړه دی. د خپل ولسمشر او د هغه د ګوند له لوري د نومول شوي کاندید پر ضد سیالي کول. اوسنی ولسمشر لوپز اوبرادور تر ۶۰ سلنه د ډېرو رایو ګټلو تایید له ځانه سره لري خو هغه ځکه نور په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه نه شي اخیستلی چې خپل شپږ کلنه دوره یې پوره کړې ده.
په مکسيکو کې د شپږو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه پاتې کېدل، وروستی حد دی.
له اوسني ولسمشر سره ناندرۍ
اغلې ګالوېز په مکسيکو کې د تاوتریخوالي په ګډون له هغه سره پر بېلابېلو موضوګانو ناندرۍ او اختلافونه کړي دي او ویلي یې دي چې د یوه تنظيم شوي جرم پر وړاندې د درېدو لپاره "د مبارزې زړي کرلو" ته اړتیا ده.
ولسمشر بیا پر هغې تور پورې کړی چې ګواکې د شتمنو "اولیګارچ" او محافظه کارانو نومانده ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
احتمال شته چې اصلي ټاکنیزې سیالۍ به د دوو ښځينهو تر منځ وي چې یوه لور ته د کمپيوټر انجینره او سوداګره سوچیل ګالوېز او بل لور ته ۶۱ کلنه ساینسپوهه کلاډيا شينباوم ده.
اغلې شينباوم سره په مقابل کې د هغې خپل ګوندي غړی او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مارسیلو ابرارد هم ټاکنو ته ولاړ دی. خو اغلې ګالوېز بیا وايي چې خپلو دواړو سیالانو نه هېڅ وېره نه لري.
هغې اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د ولسمشر له ګونده یې په مقابل کې دوه تنه ځکه ولاړ دي چې "هغه هم هغه څه کول غواړي چې ولسمشر یې کوي، کنه نو دوی په خپله ځان ته کومه پېژندګلوي نه لري"
مکسيکویان به راروانه جون میاشت کې خپل ولسمشر وټاکي.

























