بایډن: له اسرائیلو سره کار کوم چې جګړه پاموړ کمه کړي او له غزې ووځي

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې د اوربند ملاتړو احتجاج کوونکو د امریکا د را روانو ټاکنو لپاره ددغه هېواد د ولسمشر جو بایډن کمپایني خبرې ګډوډې کړې. دوی د نوموړي د خبرو پرمهال په غزه کې د اوربند شعار تکراراوه.
د اعتراض کوونکو مداخلې جو بایډن چې د کارولینا ایالت په تاریخي کلیسا کې وینا کوله اړ کړ چې ټاکنیزې خبرې د غزې د جګړې په اړه څرګندونو ته بدل کړي. هغه وویل له اسرائیلو سره د پردې تر شا کار کوي چې له غزې ووځي:
"زه د دوی په لېوالتیا پوهېږم، زه په خاموشۍ کې له اسرائیلي حکومت سره کار کوم چې جګړه کې پاموړ کموالی راولي او له غزې ووځي. زه هرڅه چې ممکن وي کوم چې دا کار وشي".
بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په لړ کې اسرائیلو ته ورغلی. تمه کېږي چې هغه به اسرائیلو چارواکو باندې غږ وکړي چې په غزه کې د ملکیانو تلفات لا نور کم کړي.
اسرائیلو ته تر سفر وړاندې نوموړي د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدنه کې وویل، د غزې د جګړې پراخېدا د هېڅ هېواد په ګټه نه ده.
هغه ټینګار د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د شخړې د حل پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
اسرائیلو ته د امریکا د بهرنیو چارو زیر سفر داسې مهال کېږي چې د غزې د روغتیا وزارت چارواکو اعلان کړی چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې اسرائیلي هوايي بریدونو هلته څه باندې دوه سوه کسان وژلي دي.
بل لور ته اسرائیلو اعلان کړی چې په لبنان کې یې د حزب الله ډلې یو مشر وسام حسن طویل او په سوریه کې د حماس یو مشر حسن عکاشه په ډرون برید کې وژلي دي.
د غزې په تړانګه کې د سختې جګړې په دوام د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د لسګونو فلسطینیانو د وژل کېدو ترڅنګ د اسرائیلي پوځ او حماس ترمنځ نښتې هم شوې دي.
حماس پر مصر غږ کړی، چې د رفح پوله دې پرانیزي، چې له غزې څخه شپږ زره ټپیان د عاجلې درملنې لپاره هلته انتقال شي. د دغې ډلې د رسنیو دفتر ویلي، شاوخوا ۶۰ زره ټپي شوي فلسطینیان له میکروبي شویو ټپونو کړېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پرون په غزه کې یو شمیر روغتیایي مرستندویه سازمانونو وویل چې دوی د الاقصی روغتون څخه وروسته له هغه وتلي چې د روغتون شاوخوا سیمه د اسرائیلي ځواکونو له لوري د جګړې د ساحې په توکه اعلان شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویاندې ګېما کانېل بي بي سي ته وویل، یاد روغتون - چې د غزې په مرکزي سیمه کې یوازېنی طبي مرکز دی - د بندېدو په درشل کې دی.
" د غزې په مرکزي سیمه کې یوازېنی پاتې روغتون چې اوس یې شاوخوا لوی بریدونه روان دي او هره ورځ د عامو خلکو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي، د دغه روغتون د فعالیت وړتیا اوس له خطر سره مخامخ ده. او یو شی د خوندیتوب اندېښنو له امله د دې نړیوالو طبي سازمانونو وتل دي، بل بیا له دې روغتیایي مرکز څخه د کارمندانو ایستل دي:
هغه فلسطینیان چې په اتلولۍ سره یې شپه او ورځ کار کاوه اوس اړ دي چې د ځان او د کورنیو خوندیتوب لپاره نورو سیمو ته لاړ شي او روغتون کې کار پریږدي".
د اوچا ویانده زیاتوي، د الاقصی په روغتون کې وضعیت ډېر خراب دی. نوموړې وايي، په عاجله برخه کې اوس یوازې یو ډاکټر کار کوي او یوازې دوه جراحان د سلګونه ناروغانو لپاره پاتې دي، حال دا چې هر ساعت لسګونه ټپیان وروړل کېږي.

























