په پارک کې د نیالګیو کېنولو لپاره د ښوونځي ماشومانو اشر

د عکس سرچینه، Hull City Council
د بریتانیا په ختیځ، هل سیمه، کې د یوه پارک بیا رغونې چارو کې د مرستې په پار د ښوونځي ماشومانو د ونو نیالګې کښېنول.
د دې پارک پر بیارغاونه څه کم څلور میلیونه ډالر لګښت کېږي.
د برانشولمې سیمې بیود نومي پارک کې د فوټبال لوبې لپاره ډګر او لوبغاړو لپاره یو نوی ارامځای چمتو کېږي.
دغه راز پارک کې د لامبو داسې ډنډونه چې هر څوک پکې لامبو کولای شي او د پارک تر څنګ د موټرو درولو یو ځای هم په نظر کې نیول شوی دی.
د بیود پارک اکاډمۍ ښوونځي زدکوونکو ماشومانو د پارک په هغه برخه کې چې د ژویو رنګارنګرۍ ته ځانګړی شوی دی د ونو نیالګي وکرل.
د هل ښارګوټي ښاروالۍ کې د مهمو پروژو مشره کارمېن ټېلر وايي: ''پروژه ډېره ښه پر مخ ځي او له نېکهمرغه توانېدلي یو ځايي خلک په دې کې شامل کړو. د بیود اکاډمۍ زدکوونکي ماشومان به راتلونکو کلونو کې له دې پروژې ګټه اخلي. په راتلونکي کې به دا د دوی لپاره خورا مهمه ثابته شي، له دغه ډول فعالیتونو د ګټې اخیستنې او زدکړې زمینه به ورته چمتو شي.''
ماشومان د پارک نویو اسانتیاوو لیدو ته هم بیول شوي وو.
د ښاروالۍ مسوولین وايي، په دې پارک کې به د سپورت هغه ډګرونه چې د باراني اوبو ایستلو لپاره پکې نوې اسانتیاوې هم چمتو شوې دي، د روان کال تر پایه ګټې اخیستنې ته چمتو شي.






















