پنجاب کې کليساو ته د اور اچولو پېښه؛ ۱۲۸ مشکوک کسان نيول شوي

په پاکستان کې چارواکو د پنجاب د جړنواله ښار کې له هغې وروسته چې پنځو کلیساو ته اور واچول شو د اوو ورځو لپاره په هر ډول غونډو بندیز لګولی دی.
پارېدلو خلکو له هغې وروسته کلیساو او د مسیحانو په کورونو بریدونه پیل کړل چې دوه مسیحان د قرآن کریم په سپکاوي تورن شول.
د پنجاب چارسمبالي اعلی وزیر محسن نقوي ویلي، په جړانواله کې د عيسویانو ټولنې ته چې کوم زيان اوښتی، په راتلونکو څو ورځو کې به یې بېرته ورغوي.
نوموړي د يوې غونډې پر مهال وويل، حکومت به د سوځول شویو ودانيو لګښت پر غاړه واخلي، او له مسلمانو ديني عالمانو يې غوښتي چې د اوږد مهال لپاره پلان جوړ کړي او خلک دې پوه کړي چې اسلام په دې اړه څه وايي او ټينګار یې وکړ چې دا ډول پېښې په اسلام کې ځای نه لري.
د چارشنبې په ورځ په جړانواله کې پر عيسويانو د بريدونو او حکومتي او شخصي ودانيو سوځولو په تړاو ۱۲۸ تورن کسان نيولي دي.
د چارشنبې په سهار د قرآن کريم د بې حرمتۍ له پېښې وروسته قهرجنو لاريون کوونکو پر مسيحي وګړو بريدونه کړي وو، چې په ترڅ کې يې څو کليساوې سوځولې وې، دغه راز په کرسچن کالونۍ کې د مسيحيانو کورونه او دولتي وادنۍ هم ويجاړ شوې وې.
د پنجاب حکومت لخوا په خپاره شوي يو بيان کې ويلي، د قرآن کريم د بې حرمتي د خبر تر خپرېدو وروستو له پنځو تر شپږو زرو پورې کسان د جړانواله ښار په بېلا بېلو ځايونو کې راغونډ شوي او د مسيحي ټولنې په بېلا بېلو سيمو يې بريدونه کړي دي.
بل پلو د پاکستان عالمانو شورا له حکومته غوښتي چې د عیسويانو ته اوښتو زيانونو تاوان دې ورکړي او ټينګار یې وکړ چې د مسلمانانو مذهبي ډلې د تاوتريخوالي له پېښو سره هېڅ تړاو نه لري.
د پنجاب حکومت د پېښې د څېړلو لپاره د لوړې کچې پلټنو کمېټۍ جوړولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا پېښه په پاکستان کې د سولې د فضا د ګډوډولو لپاره یوه منظمه دسیسه وه چې په کې ښکېل کسان به عدالت ته وسپارل شي.
د پنجاب د پولیسو يوه مشر ډاکټر عثمان انور بي بي سي ويلي، چې په ټول ښار کې وضعیت ارام دی او په جړانواله کې د امنيتي ځواکونو (رینجرز) په ګډون ۳۵۰۰ پولیس ګومارل شوي ترڅو امنيت او حالت کنټرول کړي.

























