له فلسطیني کډوالو سره د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو اداره: د غزې ښار له پينځو ماشومانو یو په خوارځواکۍ اخته دی

- Author, اویفي والش او پاولین کولا
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
له فلسطیني کډوالو سره د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (یو این ار ډبیلو اې) وايي چې په غزه ښار کې له پينځو ماشومانو یې یو خوارځواک دی او دا هم وایي، د خوارځواکۍ پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي.
د دې ادارې عمومي کمشنر فیلیپ لازاریني د پنجشنبې پر ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې د خپل یوه همکار له خولې ویلي:
"په غزه کې خلک نه مړه دي نه ژوندي، هغوی ګرځنده مړي دي."
له ۱۰۰ زیاتو نړیوالو خیریه موسسو او د بشري حقونو فعالانو ډلو هم خبرداری ورکړی چې د لوږې پراخ خطر شته او له حکومتونو یې ژر د لاس پر کار کېدو غوښتنه کړې.
اسرائیل غزې ته دننه کېدو پر لارو بشپړ کنټرول لري او وايي، دوی پر مرستو بندیز نه دی لګولی او د خوارځواکۍ قضیو پړه هم پر حماس ور اچوي.
خو ملګري ملتونه وايي، غزې ته په خورا کمه اندازه مرستې رسېږي او د دې سیمې د لوږې بحران هیڅکله داسې بد حالت ته نه و رسېدلی.
ښاغلي فیلیپ په دې هکله وویل:
"تر اوسه له ۱۰۰ زیات کسان چې ډېر یې ماشومان دي، له لوږې مړه شوي دي."
هغه زیاته کړه:
"هغه ماشومان چې زموږ ټیمونه یې ویني، که یې پر وخت درملنه و نه شي د مرګ له جدي ګواښ سره مخامخ دي، ځکه دوی خوراځواکي او کمزروي دي."
نوموړي له اسرائیلو وغوښتل
"مرستندویه ادارو ته اجازه ورکړئ، چې پرته له خنډ او محدودیته بشري مرستې غزې ته ورسوي."
د چهارشنبې پر ورځ د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او مسوولینو) وویل، د غزې د نفوس ستره برخه له لوږې سره مخامخ ده.
د یاد سازمان مشر، تیدروس ادهانوم وویل:
"زه نه پوهېږم دا به له 'پراخې لوږې' پرته بل څه وبولو او دا بحران انسانانو رامنځته کړی دی.."
په شمالي غزه کې یوه ۴۰ کلنه مېرمن هنا المدهون وايي، ځایي بازارونو کې خوراکي توکي تمام شوي دي.
هغې بيبيسي ته د وټساپ له لارې وویل:
"که څه هم یو څه شیان پیدا کېږي، خو په دومره ګرانه بیه دي چې عادي خلک یې نه شي اخیستلی."
هغې زیاته کړه:
"اوړه په سختۍ سره پیدا کېږي او ډېر ګران هم دي، خلک ورته خپل سره زر او شخصي شیان پلوري خو اوړه اخلي."
دغه درې اولاده لرونکې مور وویل، هره نوې ورځ له تېرې هغې سختېږي.
هغې وویل:
"ما په خپلو سترګو لیدلي، ماشومان په کثافاتو کې د خوراکي توکو د پاتې شونو پلټنه کوي."
اسرائیلي ولسمشر د چهارشنبې په ورځ چې د غزې په سیمه کې یې له خپلو سرتېرو سره لیدلي، وویل:
"اسرائیل د نړیوالو قوانینو له مخې بشري مرستې برابروي."
خو د غزې یوه مرستندویه کارکوونکې تهاني شهده وايي:
"خلک هر ساعت د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوي."
هغې زیاته کړه:
"ان ساده کارونه لکه ډوډۍ پخول او یا لامبل هم اوس معتبر شيان بلل کېږي."
تهاني وویل:
"زه د اتو میاشتو یو کوچنی لرم، هغه نه پوهېږي چې تازه مېوه څنګه خوند لري."
اسرائیلو د مارچ په پیل کې له غزې سره له دوو میاشتو اوربند وروسته د مرستو لېږد بند کړی و. تر نږدې دوو میاشتو وروسته دا بندیز یو څه نرم شو، خو د خوراکي توکو، تېلو او درملو کموالی لا پسې زیات شو.
اسرائیلو د امریکا په ملتیا یو نوی مرستندویه سیستم جوړ کړ چې د "غزې بشري بنسټ" (جي ایچ ایف) لخوا اداره کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې له ۱۰۰۰ زیات فلسطینیان هغه وخت د اسرائیلي پوځ لهخوا وژل شوي، چې د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله.
د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۷۶۶ کسان د جي ایچ ایف د مرستو وېشلو څلورو مرکزونو شاوخوا کې وژل شوي. دا مرکزونه د امریکايي شخصي امنیتي شرکتونو لخوا چلېږي او د اسرائیلي پوځ تر کنټرول لاندې سیمو کې دي.
۲۸۸ کسان د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه کاروانونو ته نږدې وژل شوي دي.
اسرائیل پر حماس تور لګوي چې د مرستو وېشلو ځایونو کې ګډوډي رامنځته کوي، دوی وايي، سرتېرو یې یوازې د خبرداري ډزې کړې او ملکي خلک قصداً نه په نښه کوي.
د غزې بشري بنسټ (جي ایچ ایف) ادعا کوي چې ملګري ملتونه د حماس تر ادارې لاندې د غزې د روغتیا وزارت "ناسمې" شمېرې کاروي.

د عکس سرچینه، ahani Shehada
نجاح یوه ۱۹ کلنه کونډه ده او دا مهال یې د غزې په یوه روغتون کې پناه اخېستې ده، دا وايي وېرېږي که د مرستو د وېش ځای ته لاړه شي، وبه ویشتل شي.
هغې بی بی سی ته وویل:
"هیله لرم چې موږ ته د خوړلو او څښلو لپاره یو څه راوړل شي. موږ د لوږې له لاسه مرو، هیڅ نه لرو، نه د خوړلو څه شته نه د څښلو. موږ په خېمو کې ژوند کوو. موږ نور ختم یو."
په غزه کې له یوې بریتانوۍ طبي خیریه موسسې سره کارکوونکې ډاکټره اسیل وايي، غزه قحطۍ ته نږدې نه ده، بلکې "همدا اوس قحطي ده."
هغې وویل:
"مېړه مې یو ځل د مرستو ځای ته لاړ، خو په دوهم ځل تګ وویشتل شو.
هغې زیاته کړه:
"که له لوږې مړه شو، ښه ده ځکه د مرستو لاره هم د مرګ لاره ده."
ابوالعلاء، چې په غزه کې په بازار کې پلورونکی دی، وايي:
"زه او ماشومان مې هره شپه وږې ویده کېږو."
هغه زیاتوي:
"موږ ژوندي نه یو، مړه یو. موږ ټولې نړۍ ته فریاد کوو چې منځګړيتوب وکړئ او موږ وژغورئ."
ولاء فتحي چې درېیم ماشوم یې په نس دی وایي:
"د غزې خلک داسې ناورین او قحطي تجربه کوي چې هیڅ چا یې فکر نه کاوه."
هغې بيبيسي ته وویل:
"هیله ده په دې سختو حالاتو کې مې ماشوم ونه زېږي."

























