د کرېکټ شل اووریز نړیوال جام: بنګلهدیش د ایسيسي له پرېکړې سره سره په هند کې له لوبېدو انکار وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د بنګلهدیش کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د راتلونکي شل اووریز نړوال جام لوبو لپاره هند ته د نه تګ له پریکړې څخه نه اوړي.
دا اعلان د بنګلهدیش کرېکټ بورډ رییس امینالاسلام بلبل نن پنجشنبه (د جنورۍ ۲۲مه) د ځوانانو او سپورت چارو کې د بنګلهدېش حکومت له جګپوړي سلاکار اصف نذرل سره تر کتنې وروسته کړی.
پخپله ښاغلي نذرل هم نن په ډاکه کې یوې خبري غونډې ته ویلي، 'د حکومت پرېکړه روښانه ده: د بنګله دیش لوبډله به په هند کې لوبه ونه کړي.'
هغه وويل، "موږ د کرېکټ له نړیوالې شورا انصاف ترلاسه نه کړ. هيله ده چې ایسيسي به زموږ امنيتي اندېښنې پام کې ونيسي او زموږ دا غوښتنه به ومني چې موږ په شريلنکا کې لوبه وکړو."
د یادونې ده چې د کرېکټ نړیوالې شورا تېره ورځ (چارشنبه) اعلان کړی و چې د بنګلهدېش کرېکټ بورډ دا غوښتنه یې رد کړې چې په را روان شل اووریز نړیوال جام کې دې په هند کې د دوی پلان شوې لوبې بل ځای ته ولېږدل شي.
ایسيسي ویلي وو چې په تېرو څو اونیو کې یې د بنګله دېش کرېکټ بورډ (بي سي بي) سره رغنده خبرې کړې دي، چې موخه یې په دې سیالیو کې د بنګله دېش ګډون باوري کول وو.
بنګله دېش له هند سره روانو سیاسي ترینګلتیاوو ته په کتو د امنیتي اندېښنو پر بنسټ له ای سي سي غوښتي و چې سیالۍ یې له هنده شري لنکا ته ولېږدول شي.
د کرېکټ نړیووالې شورا مسوولینو ویلي وو، په دې موده کې یې له بي سي بي سره په خپلواک ډول ترسره شوې امنیتي ارزونې او د هند د چارواکو له لوري ورکړل شوې رسمي امنیتي ډاډګیرنې شریکې کړې دي، چې له مخې یې دې پایلې ته رسېږي چې په هند کې د بنګله دېش د لوبډلې د خوندیتوب او امنیت پر وړاندې هېڅ مهم یا تایید شوی ګواښ نه شته.
ای سي سي زیاته کړې، له ټولو هڅو سره سره بي سي بي پر خپل دریځ ولاړ دی او په سیالیو کې ګډون د کورنيو سیالیو په ترڅ کې د خپل یوه لوبغاړي له یوې یوازینۍ او انفرادي پېښې سره تړي.
دا جنجال څنګه پیل شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۴ کال اګست کې په بنګله دېش کې د شیخ حسینې حکومت له نسکورېدو را وروسته د ډاکې او نوي ډیلي ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې پرلپسې د خرابېدو په لور روانې دي.
په بنګله دېش کې د لږکۍ هندو ټولنې پر ضد د تاوتریخوالي له پېښو وروسته په هند کې ګڼو هندو تنظیمونو احتجاجونه وکړل.
په همدې ترڅ کې د هند کرېکټ په غوره لیګ یا ای پي ایل کې لوبېدونکې کلکته نایټ رایډرز (کې کې ار) لوبډلې د بنګلهدېش چټک توپ اچوونکی مستفیض الرحمان د روان کال سیالیو لپاره بولۍ کې په ۹ کروړه هندي روپیو وپېره.
خو هندو تنظیمونو او د بي جې پي واکمن ګوند یو شمېر مشرانو د کې کې ار لوبډلې پر څښتن او فلمي ستوري شاه رخ خان له دې کبله سختې نیوکې وکړې.
وروسته د جنورۍ پر دویمه نېټه د هند کرېکټ کنټرول بورډ (بي سي سي ای) له کې کې ار مسوولینو وغوښتل چې مستفیض الرحمان له لوبډلې وباسي.
د مستفیض الرحمان د ایستلو په اړه د بنګله دېش د موقت حکومت د ځوانانو او سپورت چارو سلاکار اصف نذرل ویلي وو چې: ''د بنګله دېشي کرېکټ لوبغاړو او د هېواد سپکاوی به په هېڅ صورت و نه زغمل شي.''
د جنورۍ پر څلورمه نېټه د بنګله دېش کرېکټ بورډ پرېکړه وکړه، چې خپله لوبډله به د ۲۰۲۶ کال نړیوال شل اووریز جام سیالیو لپاره هند ته و نه لېږي.
د شل اووریز جام سیالۍ چې د فبرورۍ له اوومۍ پیلېږي، په هند او شريلنکا کې پلان شوې دي.
د بنګله دېش کرېکټ بورډ له ای سي سي غوښتي وو چې د بنګله دېش ټولې لوبې دې په شري لنکا کې ترسره شي.
د یادونې ده چې پاکستان هم له هند سره د اړیکو ترینګلتیا له امله په نړیوال جام کې خپلې ټولې سیالۍ په شري لنکا کې کوي.






















