څېړنه: له انساني وېښتو جوړ کریم د خرابو غاښونو درمنله کولای شي

ډاکټر شریف الشارکوي په لابراتوار کې دننه، چې نیلي دستکشې په لاس، سپینه لابراتواري چپنه یې په تن او عینکې یې په سترګو دي طلايي رنګه وېښتانو دوه غونډار یې په لاسونو کې نیولې دي.

د عکس سرچینه، King's College London

د عکس تشریح، ډاکټر شریف الشارکوې په دې باور دی، چې دا ټیکنالوژي کېدای شي په دوو کلونو کې رامنځ ته شي
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

څېړوونکي وايي، د غاښونو پاکولو هغه کریم چې له انساني وېښتو جوړ شوي دي، د خرابو غاښونو بیارغاوونه کولای شي او د ژر وتلو مخه یې نیولای شي.

د لندن کنګز کالج (کي سي ایل) ساینس پوهانو موندلې، کیراتین، چې یو پروټین دی او په وېښتانو، پوستکي او وړیو کې موندل کېږي، کولی شي د غاښونو انامیل ترمیم کړي او د تخریب لومړنی پړاو یې ودروي.

د دوی څېړنې څرګنده کړه، چې کیراتین په لاړو کې له منرالونو سره له یو ځای کېدو وروسته د خوندیتوب یو ډول پوښ تولیدوي چې د طبیعي انامیل جوړښت او فعالیت تقلید کوي.

د لندن د کنګز کالج (کي سي ایل) کې د پی اېچ ډي څېړونکې او د دې څېړنې لیکواله سارا ګامیا وايي: "کیراتین د غاښونو معاصرې درملنې ته یو بدیل وړاندې کوي."

د خولې یو ماډل چې دننه درې غاښه په کې خراب دي او فلزي سپرېنګونه یې خوله کې ورته اېښي.

د عکس سرچینه، King's College London

د عکس تشریح، د غاښونو خرابېدل د تیزابي خوړو او څښاکو له امله رامنځته کېدای شي

هغې زیاته کړه: "دا ټیکنالوژي د بیولوژي او غاښونو د درملنې ترمنځ واټن کموي. د دوستۍ یو چاپیریال چمتو کوي، چې طبیعي بهیر منعکسوي:

"نه یوازې دا چې د بیالوژیکي توکو له ضایعاتو، لکه، وېښته او پوستکي څخه سرچینه اخلي دا د دودیزو پلاستيکي توکواړتیا هم له منځه وړي، چې معمولا د غاښونو بیا رغونه کې کارول کېږي، چې کېدای شي زهرجن او لږ دوام لروونکي وي."

په خپله دې څېړنه کې، چې د (روغتیايي پاملرنې پرمختللي توکي) په مجله کې خپره شوې، ساینس پوهانو له وړۍ څخه کیراتین ایستلي وو.