د بدن ښکلا یوه افغانه د نړۍ له غوره لوبغاړو بلل شوې

رویا کریمي
د عکس تشریح، رویا کریمي له خپل خاوند کمال جلال‌الدین (ښي اړخ کې) سره
    • Author, محجوبه نوروزي
    • دنده, بي‌بي‌سي‌
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د بدن ښکلا افغانې لوبغاړې رویا کریمي د "وېلنېس نچرل" په نوم نړیوالو سیالیو کې درېیم مقام ګټلی دی.

رویا دا بریا له یوې سپورتي پایلې لوړه ګڼي او وايي خپله دغه لاسته راوړنه د افغانستان د مېرمنو په نوم کوي.

هغې بي‌بي‌سي ته وویل، دا بریا هغه مېرمنې وریادوي چې "له محدودیتونو او نابرابریو سره سره مقاومت کوي."

هغه د نومبر ۱۶مه بارسلونا ته نږدې په سانتا سوزانا ښار کې د سیالۍ ډګر ته ووته.

دا ښار سږکال د فېټنس برخه کې د (IFBB Pro World Championships) نړیوالو سیالیو کوربتوب کوي. په دغو سیالیو کې د باډي فېټنس او وېلنېس فټنېس په څېر برخې شاملې دي.

رویا داسې حال کې پر نړیوال سټېج ځلېږي چې په افغانستان کې ښځې د سپورت په ګډون د ټولنیز فعالیت په بېلابېلو برخو کې له حضوره منع شوې دي. اغلې کریمي کلونه مخکې له افغانستانه وتلې ده. نوموړې وايي، هیله‌ منده ده چې یوه ورځ به نورې افغانې مېرمنې هم له دې سره پر سټېج ولاړې وې او ځان ته په ټاکلو موخو کې ازاد سفر وکړي.

هغه وايي په دغو سیالیو کې یې ګډون یوازې د یوې لوبغاړې په توګه ګډون نه دی، بلکې د ځان لپاره یې یوه ځانګړې هویتي بېلګه جوړه کړې، داسې پېژندګلوی چې بنسټ یې پر پیاوړی هوډ او ډېرو هاندوهڅې ایښتی دی.

رویا په دغو سیالیو کې د بدن ښکلا په (Pro) حرفه‌يي برخه کې ګډون کړی و. په دې برخه کې شاوخوا ۴۵ نورو ګډونوالو هم سیالي کوله چې ګڼې یې په لومړي پړاو کې له ډګره ووتې، خو دا تر درېیم مقامه ورسېده.

پر کرېسټالو ښکلې شویو بیکیني کې سټېج ته دا راوتلې ښځه ۱۵ کاله مخکې په افغانستان کې یوه داسې ځوانه مور وه چې په کوچنیوالي کې یې واده شوی و.

رنګ‌ شوي پوستکي یې عضلې لا پرېړې او غټې ښکارولې. دغه عضلې هره ورځ له درنو وزنونو سره د ساعتونو تمرین پایله ده.

کابل

په دغو سیالیو کې د رویا کریمي سینګار او هایلایټ شوي وېښته هم بې‌ نیمګړتیا ښکارېدل.

هغه اوس ۳۰ کلنۍ کې په نړیواله کچه درېیمه او اروپا کې یوه له غورو بدن جوړوونکو ګڼل کېږي، خو د یادونې ده چې لا دوه کاله هم نه پوره کېږي چې رویا په دې برخه کې مسلکي‌ سپورت ته مخه کړې ده.

د اغلې کریمي د ژوند کیسه د محدودوونکو رواجونو پر وړاندې له مبارزې، خپل ځانګړي پېژندګلوي جوړولو لپاره له کار او د خپل هېواد نورو ښځو ته، چې له پراخو محدودیتونو سره مخامخ دي، الهام ګرځېدو لپاره له زیار او هڅو ډکه ده.

دا وايي "چانس مې ښه و چې له هغه وضعیته راووتم. خو ډېرې ښځې لا هم د زدکړو په څېر له بنسټیزو انساني حقونو بې برخې دي. دا واقعآ خواشینوونکې ده."

د غوره راتلونکې په لټه

بي بي سي
د عکس تشریح، رویا کریمي د ترلاسه کولو جایزو او ستاینلیکونو سره

رویا د افغانستان په پلازمېنه کابل کې چې کلونه کلونه د جګړې او بې ثباتۍ ډګر و، زېږېدلې. هغه وايي "زه ۱۴ کلنۍ کې له داسې چا سره واده شوم چې د ښځو پر ازدایو او حقونو یې باور نه درلود." نوموړې زیاتوي، په ۱۵ کلنۍ کې مور شوه او په داسې حال کې چې تازه پېغله شوې وه د اجباري واده او کورنۍ درانه "مسولیتونه او غمونه ور ترغاړې وو."

خو رویا وايي "داسې ژوند یې نه غوښته". نوموړې له مور او کوچني زوی سره ۱۴ کاله مخکې له خپل هېواده ووته او په ناروې کې یې د پناه غوښتنه وکړه، داسې څه چې د ښځو لپاره د افغانستان په‌ څېر دودیزه ټولنه کې بې له ننګونو او ګواښونو نه وي.

په نوي هېواد کې له ژبې نېولې بیا تر نوې کولتور او د ټولنیزو توپیرونو له ګڼو ننګونو سره مخامخ وه. هغې باید د ناروې ژبه زده کړې وای، خپل ځان یې له نوې فرهنګ سره اشنا کړی وای، او د ځان او کورنۍ لګښت پوره کولو لپاره یې کار ته هم اړتیا لرله.

اغلې رویا ته د کډوالۍ لومړۍ شپې ورځې اسانه نه وې خو د ژبې، فرهنګ او کار زدکړې برخه کې یې هڅې بې څه هم نه وې او بالاخره یې کوښښونو تر خپلې موخې ورسوله.

نوموړې د نرسنګ برخه کې زدکړې وکړې او په دې بریالۍ شوه چې د اوسلو په یوه روغتون کې د نرسې دنده پیدا کړي.

رویا کریمي

هغې وروسته د بدن ښکلا ورزش ته مخه کړه چې، پر فیزیکي ځواکمنتیا سربېره یې له نوموړې سره پر ځان د باور پیاوړتیا کې هم اغېزه درلوده.

نوموړې دې فضا کې له خپل دویم خاوند کمال جلال‌الدین سره، چې دی هم افغان دی‌، بلده شوه. کمال د بدن جوړولو برخه کې د کار اوږده مخینه لري او د رویا له اصلي ملاتړو دی.

خو دغه نوې لار او مسیر له کړاوه تش نه و.

نوموړې وايي "زموږ ستره ننګونه له هغو پولو او چوکاټونو تېرېدل ول، چې نورو راته ټاکلي دي."

هغې اسپانیا کې تر دغو سیالیو مخکې بي‌بي‌سي ته ویلي وو، د ډېر خوښۍ او ویاړ احساس کوي، "ډېرې خوارۍ مې ګاللې دي، خو ګام په ګام مې وکړای شول چې د سرو زرو مډالونه وګټم."