پاکستان: د سېلابونو له کبله ۲۴ ساعتونو کې ۶۳ کسان مړه شوي، 'د پوځي چورلکو په مرسته د ایسارو کسانو ژغورنې هڅې روانې دي'

پاکستان

د عکس سرچینه، PDMA

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

پاکستان کې د طبیعي پېښو په ترڅ کې د بېړنیو مرستو ادارې پي ډي ایم اې مسوولین وايي، پنجاب ایالت کې له ګڼو بارانونو وروسته سېلابونه راوتلي، چې له کبله یې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۳ کسان مړه شوي او ۲۹۰ کسان ټپيان شوي دي.

د دې ادارې یو ویاند وايي، د روان کال پشه کال یا مون سون موسم کې تر اوسه پنجاب کې ۱۰۳ کسان مړه شوي او څه کم څلور سوه کسان ټپیان شوي او ۱۲۸ ودانیو ته زیان اوښتی.

د دې ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لاهور کې ۱۵، فیصل اباد کې نهه، اوکاړه کې نهه، ساهیوال کې پینځه او پاکپتن سیمه کې ۳ کسان له همدې کبله مړه شوي.

بل لور پلازمېنه اسلام اباد کې مسوولین وايي، د خورا ګڼ باران له کبله د پلازمېنې نړیوال هوايي ډګر کې د هوايي چلن چارې هم له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوې دي.

چارواکو پر پنجشنبه وویل، تر اوسه پورې لږ تر لږه ۳۰ الوتنې ځنډنۍ شوې دي.

دغه راز ویل شوي، چې اسلام اباد نړیوال هوايي ډګر ته د رسېدونکو الوتکو په مهالوېش کې هم معمولي ځنډ رامنځته شوی دی.

چارواکي وايي، د مرستندویانو لسګونه ډلې په بېلابېلو سیمو کې د ایسارو خلکو ژغورنې هڅې کوي.

د عکس سرچینه، Rescue 1122

د عکس تشریح، چارواکي وايي، د مرستندویانو لسګونه ډلې په بېلابېلو سیمو کې د ایسارو خلکو ژغورنې هڅې کوي.

مسوولین وايي، نن ورځ به هم په ایالت کې د مون سون بارانونو لړۍ روانه وي، په خوړونو، سیندونو او کندو کې سېلابي څپې راتلای شي او دوی په دې تړاو خبردرای هم خپور کړی دی.

چارواکي وايي، تر ټولو زیات زیان د زړو کورونو او ودانیو نړېدو له کبله رامنځته کېږي، او له خلکو یې غوښتي چې په داسې ودانیو کې له مېشت کېدو ډډه وکړي، عمرخوړلې وي.

پي ډي ایم اې چارواکي وايي، د پنجاب په چکوال سیمه کې ځینې کسان په سېلاب کې ایسار پاتې دي، چې دوی یې د ژغورنې لپاره عملیات پیل کړي.

د مسوولینو په خبره د خلکو ژغونې لپاره پوځي چورلکې هم کارول کېږي.

ځايي مسوولین وايي، په چکوال کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ریکارډ کچه ۴۰۰ ملي متره باران اورېدلی.

د ریسکیو پنجاب مرستندویه ادارې مسوولین وايي، په جهلم سیمه کې هم د سېلابي اوبو منځ کې د ایسارو خلکو ایستلو لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.

د مسوولینو په خبره د پوځي چورلکو په مرسته یې د ایالت په ځینو برخو کې هغه نژدې ۴۰ کسان ژغورلي چې په سېلاب کې ایسار پاتې وو.