د اسیا شتمن سړي زوی د واده مراسمو وروستۍ ورځې؛ د مېلمنو لېږد را لېږد ته درې الوتکې ځانګړې شوې
د عکس سرچینه، RELIANCE
د اسیا د تر ټولو شتمن سړي د کشري زوی د واده څو میاشتني مراسم بالاخره نن یکشنبه په ځانګړو مراسمو پای ته رسېږي.
د دغه تاریخي واده د وروستي پړاو دا مراسم چې د زرګونو مشهورو مېلمنو په ګډون د جمعې له ورځې پیل شوې و، په پام کې ده چې نن ناوخته ختم شي.
د هندي ميلیاردر موکېش امباني کشری زوی اننت امباني او رادیکا مرچنټ واده کې د ګډون لپاره د بریتانیا دوه پخواني لومړي وزیران بورېس جانسن او ټوني بلېیر هم د هند ممبۍ ته تللي.
د دوی تر څنګ د نړۍ له لرو او بره یو شمېر نور مشهور او شتمن خلک هم د دغه واده مهم مېلمانه وو.
ورغلي مېلمانه پرون شنبه په داسې یوه ځای کې د واده د خوشحالیو نندارې او مبارکۍ ته راټول وو چې ۱۶ زره کسان پکې ځایدل.
دغو مراسمو ته د پاپ موسیقۍ مشهورو هنرمندانو ډراکې، لانا ډېلرې او اډېلې سندرې وویلې.
د هندي سینما وتلی لوبغاړی شاه رخ خان،پریانکا چوپړا د سمسنګ شرکت څښتن جې وایلي او سلګونه نور کسان هم پرون او وړمه ورځ د واده مراسمو برخه وو.
ټولو ګډونوالو اننت امباني او رادیکا مرچنټ ته د مبارکۍ تر څنګ نېکې هیلې څرګندې کړې دي.
شاوخوا څلور میاشتې کېږي چې د دغه ګرانبیه واده لپاره بېلابېل مراسم روان دي. له ګرانبیه کاليو او ګاڼو، د سيمې تر سينګارولو او د نړۍ د بېلابېلو هنرمندانو نندارو او د مېلمنو ګډون په نړۍ کې د ډېرو پام دغه واده ته اړولی دی.
د عکس سرچینه، Reuters
د ورا مراسمو ترتیبات
د عکس سرچینه، Reuters
لارو، تالارونو او سیمو سینګارولو ممبۍ په ځانګړي ډول د واده ځای ته ځانګړي ښکلا ورکړې، خو له دې ټولو سره له تېرې جمعې ورځې راهیسې چې د واده لپاره ممبۍکې کوم مهم واټونه تړل شوي، د خلکو عادي ژوند یې سخت کړی دی.
د ممبۍ پولیسو ویلي، د جمعې له ورځې تر دوشنبې پورې به د واده سیمې شاوخوا سړکونه یوازې واده کې د ګډون کونکو مېلمنو پر مخ خلاص وي.
دغې چارې په هند کې خلک قهرولي او وايې چې د موسمي بارانونو پر مهال د سړکونو بندښت یې د ژوند چارې سختې ټکنۍ کړې دي.
بل لور د الوتکو کرایه کولو نړیوال شرکت (کلب ون ائیر) اجرایه مشر راجن مهرا د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې: " د امباني کورنۍ د مېلمنو لپاره درې ځانګړې الوتکې په کرایه نېولې دي."
هغه ویلي دا چې مېلمانه له هره ځایه راځي ،نو د دوی الوتکې هم بېلابېلو ځایونو ته الوتنې پلانوي.
د اصلي ورا مخکې تېره مارچ میاشت کې هم د دغې واده ځانګړی جشن د هند په لویديځ ایالت ګجرات کې د امباني په پلرني ټاټوبي جامنګر کې جوړ شوی و.
دا د امباني د تېلو د چاڼ سیمه ده او په نړۍ کې د تېلو د تصفيې تر ټولو لوی مرکز بلل کېږي.
د عکس سرچینه، Reuters
څلور میاشتې مخکې دې مېله کې د فېسبوک د مشر مارک زوکربیرګ او د مایکروسافټ مشر بېل ګېټس په ګډون ۱۲ سوه مېلمنو ګډون کړی و.
د افغانستان د کرېکټ نامتو لوبغاړی راشد خان هم د دغې میلې له ځانګړو بلل شویو مېلمنو یو و.
امریکايۍ سندرغاړې ريحانه پکې سندرې وبللې چې د امباني کورنۍ هم پر سټېج ورسره ونڅل او ویډيو یې ډېره مشهوره شوه.
هغو مراسمو ته هم سلګونه بهرني مېلمانه په الوتکو کې ورغلل او تود هرکلی یې وشو. د هندي سینما ستوري او د لوبو له ډګره هم ګڼ کسان وربلل شوي وو، پر دې شاهانه واده دومره ډېر لګښت وشو چې لا یې هم سر او پای نه دی معلوم.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته