د "اوږده خوب" لپاره د کیوي خوړل که د خولې بندول اغېزناک دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ډېره ګرمه خونه کې، زموږ بدن په اغېزمنه توګه د سړښت او ارامۍ احساس نه کوي.
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

په ټولنیزو شبکو یا خواله رسنیو کې د روغتیا او هوساینې په تړاو "اوږد خوب" (سلیپ مکسینګ) هغه اعلانونه دي، چې د هوسا او ارام خوب ژمنه کوي.

اوسمهال پر ټېک ټاک د ځوانانو میلیونونه داسې ویډیوګانو شته، چې په لېوالتیا د شپې بشپړ استراحت کولو لپاره له ویده کېدو مخکې د خولې له مینځلو نیولې د کیوي تر خوړلو، یو لړ لارښوونې پکې دي.

ایا دا ټولې هڅې د یوې ډول ارامۍ لپاره خورا ډېرې نه دي؟

که څه هم ځینې کړنې ښايي بې ضرره وي، خو ټولې یې ساینسي تړاو نه لري او ځینې یې ښايي د ګټې پر ځای زیان ورسوي.

بي بي سي د خوب له کارپوهانو او طبي متخصصینو سره خبرې کړې، چې معلومه کړي په دې برخه کې څه ګټور دي.

ایا مګنیزیم له تاسو سره د خوب په ښه کولو کې مرسته کوي؟

خوب د ښه کولو لپاره یو له خورا مشهور وړاندیزونو د مګنیزیم خوړل دي، په ځانګړې توګه، د دې موادو په ترکیب کې "د نجونو لپاره د خوب کاکټیل" یو له اصلي موادو دی (یو غیر الکولي څښاک چې د جوس او کاربونیټ اوبو له ترکیبه جوړ شوی). دا څښاک په ۲۰۲۴ کال کې په ټولنیزو رسنیو کې له خوب سره د مرستې اغېزې ادعا له امله خورا مشهور شو.

د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون د خوب متخصصه ډاکټره لینډسي براوننګ وايي، "داسې شواهد شته چې د مګنیزیم خوړل له ښه خوب سره مرسته کوي، خو دا یوازې پر هغو خلکو پلی کېږي چې بدن کې یې مګنیزیم کم وي."

ډاکټره براونینګ خبرداری ورکوي، ډېر مګنیزیم اخیستل د هاضمې ستونزې رامنځته کولی شي او له ځینو درملو سره د منفي تعامل لامل کېدلی شي.

هغه وايي، "ځینې وخت د مګنیزیم ډېر خوړل د اسهال لامل کېږي، چې په یقین له داسې کسانو سره به د خوب په ښه کولو کې مرسته ونه کړي."

هغه د مګنیزیم پر ځای د نورو هوسا کوونکي څښاک وړاندیز کوي، د بېلګې په توګه تودې شیدې، یا د الوچو جوس، چې طبیعي میلاتونین لري او له تاسو سره د خوب په ښه کولو کې مرسته کوي.

د خولې تړل: یوه خطرناکه نوې تګلاره؟

په ټیک ټاک کې د اوږده خوب کولو لپاره یو له مشهورو تګلارو خوله پلستر کول هم دي. یعنې د خولې په بندولو سره وجود د پوزې له لارې تنفس کولو ته اړ کړي.

په لندن کې د روغتیا روزونکې لیزا ډي او په نیویارک کې د منځپانګې تولیدونکی ډیون کیلي دواړه د خوب وخت د معمول برخې په توګه د دې کار په تر سره کولو باوري لري.

اغلې کیلي چې خپلې ویډیوګانې له زرګونو کسانو سره شریکوي، وايي، "د غاښونو کلک نیولو له امله مې د ژامې کلونو درد وروسته د خوب پر مهال خپله خوله بنده کړه."

"دې چارې له ما سره حیرانوونکې مرسته کړې او اوس پنځه کاله وروسته، زه په دې برخه کې ډېر لږ درد لرم."

اغلې ډي وايي، "فکر کوم تمرکز مې ډېر شوی او لږ نا ارامه کېږم."

خو ځینې کارپوهان چې له بي بي سي سره یې خبرې کړي، په دې اړه ځینې اندېښنې لري.

ډاکټره براونینګ وايي، "دا خورا خطرناکه چاره کېدلی شي. که د شپې د خوب په وخت کې ستاسو تنفسي حالت ګډوډ وي او ستاسو خوله هم تړل شوې وي، ښايي تاسو په بشپړه توګه ساه وا نخیستلی شئ، په پایله کې یې ستاسو پر زړه فشار راځي او ان د زړه د حملې لامل کېږي.

هغه وايي، دا کولی شي د خولې او شاوخوا پوستکي حساسیت یا خارښت لامل هم شي.

د تنفس لپاره د پوزې خلاصوونکو وسیلو کارول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډاکټره براوننګ وايي، په ډېرو خلکو کې د خوب ستونزې د اندېښنو، فشار او یا هم د خوب پر مهال د مناسب ځای د نشتوالي له امله رامنځته کېږي.

د پوزې خلاصوونکې هغه وسیله ده چې د پوزې خلاص ساتلو لپاره ډیزاین شوې او د خوب پرمهال تنفس کول اسانه کوي. د ټولنیزو شبکو ځینې کاروونکي دا وسیله د خرېدو مخنیوي د حل په توګه هم وړاندیزوي.

د ځینو خلکو لپاره چې د پوزې د بندېدو له امله په اسانۍ خوب نه شي کولی، د پوزې پاکولو درمل ګټور وي.

خو ډاکټره براوننګ وايي، په ډېرو خلکو کې د خوب ستونزې د اندېښنو، فشار او یا هم د خوب پر مهال د مناسب ځای د نشتوالي له امله رامنځته کېږي.

د بېلګې په توګه، د فلوریډا ایالت پوهنتون د ۲۰۲۲ کال څېړنو ښودلې چې په اندېښمنو او خپه خلکو کې بې خوبي ډېره وي.

هغه وايي: "د پوزې خلاص ساتلو وسیلې او درمل د اندېښنو او فشار کمولو سره هېڅ مرسته نه کوي."

له ویده کېدو مخکې د دوو کیوي خوړل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کیوي له انټي اکسیډانټ او سیروټونین بډایه دي

ټولنیزې رسنۍ له داسې ویډیوګانو ډکې دي، چې ادعا کوي د کیوي خوړل کولی شي په حیرانوونکي ډول د خوب کیفیت ښه کړي. د تایوان په تایپي طبي پوهنتون کې یوې کوچنۍ څېړنې موندلې، هغو خلکو چې څلور اونۍ له خوبه یو ساعت مخکې دوه کیوی خوړلي وو د خوب کیفیت یې ښه و او په ارامۍ ویده شوي.

کیوي له انټي اکسیډانټ او سیروټونین بډایه دي او د څېړنې په وینا، د خوب د اختلالاتو او ګډوډۍ په درملنه کې ګټور دي.

خو ډاکټره براونینګ وايي، د خوب کیفیت ښه کولو لپاره د کیوي خوراک تړاو لپاره لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده.

په یخه کوټه کې ویده کېدل

د خوب کولو دا تګلاره چې پر ټولنیزو رسنیو شریکې شوي، په ریښتنې توګه له ساینسي ملاتړه برخمنه ده.

کله چې موږ ویده کېږو، د بدن اصلي تودوخه شاوخوا یوه درجه کمېږي او د تودوخې دا کمښت بدن ته اشاره کوي چې میلاتون تولیدوي، هغه هورمون چې د خوب په تنظیمولو کې مرسته کوي.

په ډېره ګرمه خونه کې، زموږ بدن په اغېزمنه توګه د سړښت او ارامۍ احساس نه کوي.

که څه هم په یو څه سړه خونه کې خوب کول ګټه لري، خو په ډېره سړه خونه کې خوب کول خطرناک کېدلی شي.

ډاکټره براونینګ خبرداری ورکوي، چې په ډېره سړه کوټه خوب کول د ستونزو لامل کېدلی شي، ځکه د ارامۍ نه شتون خپله د خوب د ګډوډۍ لامل کېږي.

هغه وايي: "مهمه خبره دا ده چې د غوره خوب لپاره د خونې تودوخه دې شاوخوا د سانتي ګراد ۱۸ درجې وساتل شي."

د ویده کېدو لپاره د ماسک یا درنې بړستنې اغوستل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډاکټر ویس وايي: "له خوبه سوداګري جوړلو د اندېښنې وړ دي."

د روغتیا او هوساینې روزونکې لیزا ډي، په باور د داسې توکو برابرول ګټور دي.

"زه خپله درنه بړستن خوښوم. اوس دا زما د بسترې یوه لازمي برخه ګرځېدلې. ډېر هغه خلک چې د پام وړ کمښت د هایپر اکټیوټي ګډوډي او اوټیزم لري د شپې له بې خوبۍ سره مخ دي او یو نرم او دروند فشار د دوی بدن ته د راحتۍ او امنیت احساس ورکوي، لکه چا چې په غېږ کې نیولی یې."

هغه وايي، مهمه خبره دا ده چې د سم وزن بړستن غوره کړئ.

خو ډاکټره براونینګ د دې د اغېزمنتیا په اړه شکمن دی.

هغه وايي: "پر بدن ډېر وزن کېدای شي د تنفسي ستونزو او یا هم د ویني دوران د ګډوډۍ لامل شي، دغه راز بړستن کولی شي د ډېرې تودوخې لامل شي، ځکه ځينې وخت ډېرې پنډې وي."

د پنډو ماسکونو په اړه، که څه هم پر ټولنیزو رسنیو کاروونکي د خپلې ارامۍ اغېزې په تړاو مبالغه کوي، خو له هغو د ګټې اخیستنې په اړه ډېر لږ علمي ساینسي شواهد شته.

ډاکټر ویس وايي: "له خوبه سوداګري جوړلو د اندېښنې وړ دي. موږ باید خلک د ښه خوب کولو لپاره د ډېرو محصولاتو اخیستلو ته اړ نه کړو."