امريکا کې د ځنګلي اور له کبله د وژل شويو شمېر ۲۴ تنو ته لوړ شو: یوازې ۱۳سلنه اور قابو شوی دی

د عکس سرچینه، Reuters
د امريکا په لاس انجلس کې د ځنګلي اورونو د وژلو هڅې لا هم روانې دي خو چارواکي د نويو بادونو په اړه اندېښمن دي. دوی چټکه هوا ښايي اور نورو سیمو ته ولېږدوي.
په داسې حال کې چې د امریکا د کلیفورنیا په لاس انجلس کې د اورلګېدنې له کبله د وژل شوو شمېر ۲۴ تنو ته رسېدلی، د 'پاساډينا' اور وژونکې ادارې مشر بيبيسي ته ویلي چې د توندو بادونو له کبله ښايي په هغو سیمو کې بېرته اور ولګېږي چې وار د مخه مړ کړای شوی دی.
چاډ اګستین ویلي چې "ټول لاس په کار دي" او "د اور د کنټرولولو هڅې روانې دي."
د کلیفورنیا د اور وژنې ادارې د معلوماتو له مخې، دمګړۍ درې ځنګلیز اورونه دوام لري چې تر ټولو ستر هغه یې د پالیسېډز دی او یوازې ۱۳ سلنه قابو شوی دی.
دغه ځنګلیز اور ۲۳ زره جریبه سیمه سوځولې ده.
دویم لوی ځنګلیز اور 'ایټن' کې دی چې ۱۴ زره جریبه ځمکه یې سوې او ایله ۲۷ سلنه کنټرول شوی دی.
درېیم د 'هرسټ' اور دی چې اوس ۷۹۹ جریبه سیمې ته غځېدلی او ۹۵ سلنه قابو شوی دی.
دا د کلیفورنیا د لاس انجلس په تاریخ کې د اور لګېدو تر ټولو ویجاړوونکې او زیان رسوونکې پېښه ده.
داسې انګېرل کېږي چې د ۳۵ زره کورونو او سوداګریز ودانیو برېښنا پرې شوې ده.
د کلیفورنیا والي ګیوین نیوسوم اعلان کړی چې لاس انجلس ته د مرستې لپاره د کلیفورنیا ملي ګارډ زر تنه نور پرسونل استوي.
نوموړي وویل چې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېري به په "اور لګېدونکو سیمو کې د خلکو په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي."
په سيمه کې بادونه کولی شي لاس انجلس د اور له نور ګواښ سره مخ کړي، که څه هم چارواکي وايي چې اورونه اوس کم شوي دي، خو خطر لا هم پاتې دی.
په همدې مهال امریکایي چارواکو ټینګار کوي چې د هر ډول وضعیت سره د مقابلې لپاره چمتو دي.
پولیسو د لوټ تالان د پېښو په تړاو له شلو زیاتو کسان نيولي دي.
د امریکا متحدو ایالتونو د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې د لګېدلو ځنګلي اورونو د وژلو هڅې دوام لري.
چارواکو ویلي، لا هم د دغه ښار په ځينو سیمو کې اور لګېدلی دی.
دا اور سې شنبه لومړی د لاس انجلس لوېدیځ ته د ملیبو ساحلي ښار په یوه غرنۍ ځنګلي سیمه کې ولګېد، خو وروسته د سخت باد او سیلۍ له کبله نورو سیمو ته خپور شو.
اوس که څه هم د دغه ځنګلي اور پر لګېدو څو ورځې وخت اوړي، خو اور وژونکي لا هم نه دي بریالي شوي چې کنټرول یې کړي.
د لاس انجلس د اور وژنې ادارې مشر ویلي، بادونو او د اوبو شدید کمښت د اوروژنې چاره سخته کړې ده.
چارواکو مخکې هم ویلي و چې د لاس انجلس ښار د اوبو رسونې سیستم داسې نه دی جوړ شوی، چې د ځنګلي اورلګېدنو پر مهال دې د اوبو اړتیا پوره کړای شي.
دوی له خلکو غوښتي وو چې اوبه کمې مصرف کړي.
تازه د کالیفورنیا والي په دې تړاو د خپلواکو څېړنو امر کړی، چې د اوبو کمښت څنګه د اور وژنې هڅې له خنډ سره مخامخ کړې دي.
د لوټ تالان وېره او ګرځبندیز
د یادونې ده چې دغو ځنګلي اورلګېدنو د لاس انجلس د بېلابېلو سیمو لسګونه زره اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي.
ډېر خلک په ځانګړي توګه له پسېفیک پالسیدس او ایټون سیمو بې ځای شوي.
له دې سره په دغو سیمو د ورانکارو لخوا د کورونو د لوټل کېدو اندېښنې هم پیدا شوې.
د لاس انجلس پولیسو همدې ته په کتو په دغو سیمو کې د شپې له مخې ګرځبندیز اعلان کړی.
د پولیسو مشر جیم مکونیل ویلي که څوک په غلا او ورانکارۍ لاس پورې کړي، وبه نیول شي.
نوموړی وايي، په دغو سیمو کې ګزمو لپاره ۲۰۰ پولیس استخدامېږي.
د ښاغلي مکونیل په وینا د ګرځبندیز پر مهال به له امنیتي کسانو او اور وژونکو پرته بل چا ته د تګ راتګ اجازه نه وي.
امنیتي سرچینو لا له وړاندې په دغو سیمو کې د یو شمېر کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی.
خو دغو نیونو ته د کورنو له لوټولو سره تړاو نه دی ورکړل شوی.
د کومو هالیووډ د مشهورو هنرمنانو کورونه او ماڼۍ سوځېدلي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا په لاس انجلس کې سختو ځنګلونو اورونو ډېر زیانونه اړولي دي، چې په پایله کې یې شاوخوا یوولس کسان وژل شوي، لسګونه زره خلک له خپلو کورونو ایستل شوي او د هالیووډ د ځینو مشهورو هنرمنانو ګڼ کورونه او شتمنۍ، لکه لوکسې ماڼۍ سوځېدلي دي.
د دغو اغېزمنو شویو هنرمنانو کې میل ګیبسن هم دی، چې ویلي یې دي د لاس انجلس په ځنګلي اورونو کې د هغه کور هغه مهال سوځېدلی چې دی په ټکساس کې د جو روګن خپرونې د ثبتولو پرمهال بوخت و.
د اسکار جایزې ګټونکي دغه سینمايي ستوري ویلي په مالیبو کې د هغه ملکیت "بشپړ سوځېدلی" او د کالیفورنیا پر والی ګاویین نیوسم یې د دې کړکېچ د سم مدیریت په تړاو نیوکه کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسکار جایزې یوه بل ګټونکی ستوري جیف بریجز هم ویلي چې په مالیبو کې یې هغه کور له لاسه ورکړی چې ده او د هغه وروڼو او خویندو ته له خپلې مور او پلار په میراث کې پاتې و، کور یې د اور خوراک شوی دی.
د هغو مشهورو کسانو په ډله کې چې په دې اورونو کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي، د پاریس هېلټن، بیلي کریسټال او اډم برودي نومونه هم شامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

























