جسټن تروډو: ښايي هند د یوه کاناډايي سیک فعال په وژنه کې ښکېل وي

د عکس سرچینه، SIKH PA
د کاناډا لومړی وزیر جسټن تروډو ویلي په دغه هېواد کې د یوه کاناډايي سیک مشر 'هردیپ سېنګ نیجار' په ترور کې ښايي د هند حکومت ښکېل وي.
ښاغلی نیجار د جون پر اتلسمه د برېتش کولمبیا (بيسي) کې د سیکانو د یوه معبد مخ ته په ډزو وژل شوی و.
اوس ښاغلي تروډو ویلي چې د کاناډا استخباراتو داسې "معتبر" دلایل موندلي چې د هند له حکومت سره د دې وژنې تړاو ښيي.
هغه زیاته کړې چې دا موضوع یې په هند کې د نړۍ د شلو سترو اقتصادي هېوادونو (جي۲۰) د وروستۍ سرمشریزې پر مهال له خپل هندي سیال نرېندرا مودي سره هم راپورته کړې ده.
جسټن تروډو ویلي "د کاناډا پر خاوره د یو کاناډايي وګړي په وژلو کې د یوه بهرني دولت ښکېلتیا زموږ له حاکمیته نه منل کېدونکې سرغړونه ده."
هغه دا څرګندونې دوشنبه د سپتمبر ۱۸مه پارلمان ته په وینا کې کړې.
د کاناډا لومړی وزیر وايي "دا له هغو بنسټیزو اصولو سره ټکر کې عمل دی چې ازادې، پرانیستې او دېموکراتیکې ټولنې یې له مخې خپل کار پر مخ وړي."
نوي ډیلي د ښاغلي تروډو دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د هردیپ سېنګ نیجار په ترور کې لاس نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
هاخوا د کاناډا بهرنیو چارو وزیرې مېلانيجولي د لومړي وزیر تروډو له دغو څرګندونو وروسته رسنیو ته ویلي، چې دوشنبه یې د دې قضیې په تړاو یو هندی دیپلومات 'پاوان کومار رای' هم له خپلې خاورې شړلی دی.
اغلې جولي وايي دا چې د ښاغلي نیجار د وژنې په اړه څېړنې لا روانې دي، نو چارواکي دمګړی له خلکو سره ډېر جزییات نشي شریکولی.
څېړونکو لا مخکې د دغه ۴۵ کلن سیک مشر مړینه "هدفي پېښه" بللې.
ښاغلی نیجار د وانکوور د ختیځ شاوخوا ۳۰ کیلومترۍ په سوري ښار کې د 'ګورو نانک سیک ګوردوارې' د موټرونو له ګڼې ګوڼې په ډک پارکېنګ کې په خپل موټر کې ناست و چې دوو مخ پټو وسله والو پرې ډزې وکړې.
هغه د کاناډا د سویل په برېټش کولمبیا ولایت کې ګڼ مینوال درلودل او په زغرده یې سیکانو لپاره د هند پنجاب کې د خالصتان په نوم د یوه جلا هېواد د کمپاین ملاتړ کاوه.
د نوموړي ملاتړي وايي، چې هغه پخوا هم د خپل فعالیت له کبله ګواښونو سره مخامخ و.
د هند حکومت پخوا ښاغلی نیجار ترهګر بللی او ویلي و چې ګوندې هغه د یوې بېلتونپاله وسله والې ډلې مشري کوي.
خو د هغه ملاتړي دغه تورونه بې بنسټه بولي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د کاناډا لومړی وزیر وايي د ښاغلي نیجار د وژنې په تړاو یې خپلې اندېښنې په هند کې د لوړې کچې امنیتي او استخباراتي ادارو سره شریکې کړې.
هغه زیاته کړې چې دا موضوع یې همدا راز د امریکا له ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا له لومړي وزیر ریشي سوناک سره هم شریکه کړې ده.
جسټن تروډو ويلي "په خورا ټینګار سره خپلې دې غوښتنې ته ادامه ورکوم چې د هند حکومت دې د وضعیت روښانېدو لپاره له کاناډا سره همکاري وکړي."
نوموړي ویلي د ښاغلي نیجار ویشتلو کاناډایان قهرولي او ځینې ان پر خپل خوندیتوب ډارېږي.
د سیکانو د نړیوالې ټولنې په ګډون کاناډا کې د سیکانو بېلابېلو ډلو د لومړي وزیر تروډو د دریځ او اعلامیې هرکلی کړی دی.
اټکل دا دی چې له ۱ اعشاریه څلورو تر یو اعشاریه ۸ میلیونو کاناډایان هندي ریښه لري.
د هند له پنجاب را وروسته تر ټولو ډېر سیکان په کاناډا کې ژوند کوي.
د یادونې ده چې تېره اوونۍ هند کې د جي۲۰ غونډې پر مهال هم د دواړو هېوادونو د مشرانو لیدنه له کړکېچ ډکه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند حکومت یوه اعلامیه کې ویلي و چې ښاغلي مودي په دې سرمشریزه کې کاناډا تورنه کړه چې به خپله خاوره کې د توندلارو عواملو لخوا د هند ضد فعالیتونو مخنیوي لپاره کارنده ګامونه نه اخلي.
د هغه اشاره په کاناډا کې د سیکانو بېلتونپال غورځنګ ته وه.
بلخوا کاناډا بیا په دې وروستیو کې له نوي ډیلي سره د ازادې سوداګرۍ په تړاو خبرې ودرولې، چې هند یې لامل "مشخص سیاسي پرمختګونه" بللي دي.
ښاغلی نیجار دریم مشهور سیک فعال دی چې په دې وروستیو میاشتو کې مري.
په جون کې 'اوتار سېنګ کهنډا' چې د 'خالصتان ازادۍ ځواک' مشر بلل کېده، د بریتانیا په بېرمنګهم کې په "مرموزو شراېطو" کې مړ شوی و.
تر هغې لږ ورمخکې په مې میاشت کې د 'پرامجیت سېنګ پنجوار' په نوم بل سیک مشر چې د هند لخوا ترهګر بلل شوی و، د پاکستان په لاهور ښار کې په ډزو وژل شوی و.


























