هند کې سېلابونو پراخ زیان اړولی، شمالي ایالتونو کې ۱۵ کسان مړه دي

د عکس سرچینه، ANI
د هند په شمالي او لوېدیځو سیمو کې زورورو بارانونو د ژوند چارې ټکنۍ کړي دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو اورښتونو له کبله ځېنو سیمو کې یو شمېر کسان مړه او ژوبل شوي هم دي.
چارواکو ویلي، په تېرو درې ورځو کې د هند شمالي سیمو کې لږ ترلږه ۱۵ تنه مړه شوي.
د هند د هوا پېژندنې ادارې پر دوشنبه د دغه هېواد په پنجاب، هریانا، ډیلي، اترپردېش، اتراکنډ او لوېدیځ لور ته په همالیا سیمو کې د سختو بارانونو وړاندوینه کړې. په ډیلي او چنديګړ کې ریکارډ کچه باران اورېدلی. د پلازمېنې ډیلي او شاخوا سیمو ښوونځي ته تړل شوي دي.
په اتراکنډ کې د باراني اورښتونو له امله په اوښتو زیانونو کې د شپږو تنو د مړینې رپوټ هم ورکړل شوی. دغلته په څېرمه سیمو کې د جولای تر ۱۳مې نېټې بېړنی حالت اعلان شوی او خلکو ته د خطر خبرداری ورکړل شوی.
د هندي شمالي ایالت هماچل پرادېش کې بیا د سیلابونو کې له امله په څو ولسوالیو کې میشت ځایونه نړېدلي او ګڼ پلونه ویجاړه شوي چې د خلکو د تګ راتګ لپاره لوی کړاو پېښ کړی.

د عکس سرچینه، ANI
په کجرات، مها راشترا او ګوا ایالتونو کې هم د سختو بارانونو اټکل شوی. د هند د شمال ډېر سیندونه د سیلابونونو له امله ډک شوي.
د هند د هوا پېژندنې ادارې په ډېرو دغو ایالتونو کې د سره رنګ کارولو سره د لوړ خطر خبرداری ورکړی. اتر پردېش او راجستان کې بیا د نارنجي رنګ کارولو سره د ګواښ دویمه پوړۍ کې اعلان شوي.
پلازمېنه ډیلي، ګورګاون، نودا او ورڅېرمه سیمو کې پر دوشنبه د جولای پر لسمه هم ښوونځي تړلي وو.
د سختو بارانونو لامل څه کېدلی شي؟
د هند د هوا پېژندنې ادارې یوه چارواکي نریش کمار PTI خبري اژانس ته ویلي، دا بارانونه د هغه طوفان برخه ده چې په موسمي ډول مدیترانه سیمه کې پېښېږي.
د هوا پېژندنې کارپوهانو ویلي، دا توپاني هوا به څو راتلونکو ورځو کې د هند له شمالي سیمو د پاکستان شمال ختیځ کې تر عرب سمندره زورور اورښتونه ولري. له همدې کبله د هند په څو ایالتونو کې د سره کارېدنې سره د لوړې کچې خطر خبرداری ورکړل شوی.
په ویډیوګانو کې چې پر خواله رسنیو خپرې شوې لیدل کېږي، چې ډیلي ته نږدې یو ښار لکه ډنډ پر بڼه اوښتی. دا ډول حالت ته په پام سره، د ګورګورم ولسوالۍ ادارې په ولسوالۍ کې ټولو اړونده دولتي او خصوصي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د خوندیتوب لپاره د دوشنبې پر ورځ د جولای پر لسمه نېټه دې یې کارکوونکي له کوره کار وکړي.
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې باران د سړک، اورګاډي او دهوايي چلند چوپړونه په پراخ ډول اغېزمن شوي دي، چې له امله يې ډېر ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

د عکس سرچینه، ANI
پر پاکستان د دغو اورښتونو اغېز
د هند توپاني اورښتونو له امله د پاکستان په څو سیندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده. سیلابونو د پنجاب په ځینو سیمو کې ولاړ فصلونه ځپلي دي.
د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي، د هند له خوا د یوه سیند د ور پرېښودو له امله د اوبو څپې پر مورګو اوړي او ډېره اندازه اوبه د کرتارپور ته رسېدلي دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ملي اداره د جولای تر ۲۰مې نېټې د ځینو سیندونو په ګډون د حساسو سيمو څار کوي.
دغه اداره اټکل کوي چې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د اوبو کچه د سره رنګ خطر ته ونه رسېږي.

د عکس سرچینه، PDMA
چارواکو ویلي، ځپل شویو سیمو کې بند ۳۰۰ کسان یې ژغورلي دي.
پاکستاني چارواکو تر لاهوره د سیلابونو د پراخېدو خبر ورکړی.
د پنجاب اعلی وزیر محسن نقوي وايي، په ټول ایالت کې یې د زیانونو مخنیوي لپاره تیارۍ کړي.

























