'اوکرایین هغه ځایونه ویشتلي چې روسي ځواکونه ترې د توغندیو ګوزارونه کوي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین خارکاېیف ښاروال وايي، په ښار کې له هغه وروسته کراري شوې، چې اوکراييني پوځیانو هغه ځایونه په نښه کړل، چې روسي پوځیانو ترې په دې ښار د توغندیو ګوزارونه کول.
د ښاروال ایهور تیریخوف دا څرګندونې له هغه دوې اونۍ وروسته مخې ته راځي، چې امریکا او نورو لوېدیځوالو هېوادونو اوکرایین ته اجازه ورکړه، چې خارکاېیف ته نژدې د روسیې په خاوره کې دننه روسي هدفونه په نښه کولای شي.
نوموړي په جرمني کې هغې غونډې ته وینا کوله، چې د اوکرايین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي هم پکې ګډون کړی او هدف یې د اوکرایین ملاتړ او په دې هېواد کې د پانګونې لپاره د نورو اروپايي هېوادونو هڅول دي.
بل لور روسیه وايي، په مې میاشت کې یې د تازه بریدونو له پیلولو وروسته د اوکرايين دوه کلي نیولي دي.
د روسیې دفاع وزارت وايي، په خارکاېیف سیمه کې د تېمکیفکا او دغه راز په میاسوژاریفکا کلی یې په لوهانڅک سیمه کې نیولی دی.
اوکرایین په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي. خو ولسمشر زېلینسکي پر دوشنبه وویل، اوکرایین په خارکاېیف سمیه کې ''ځوابي ګوزارونه کوي.''
نوموړي دغه راز د روسیې پلوي چیچنايي مشر رمضان قادروف هغه څرګندونې هم رد کړې، چې وايي، ځواکونو یې په سومې سیمه کې یو کلی نیولی چې د خارکاېیف په لوېدیځ کې له روسیې سره پولې ته نژدې سیمه ده.
د اوکرایین ولسمشر وايي، په دې سیمه کې هېڅ یو روسی نه شته.
پر سې شنبه د اوکرایین ولسمشر لومړی ځل د جرمني پارلمان ته وینا وکړه او په احساساتي انداز یې د سړې جګړې پر مهال د جرمني د وېش یادونه وکړه او له روسیې يې په راتلونکي کې د هغه زیان غرامت غوښتنې خبره وکړې، چې اړولی یې دی.
خارکاېف ښار د روسیې پولې ته نژدې پروت دی او له همدې کبله د روسیې له خاورې دننه شویو بریدونو له احتمالي خطر سره مخامخ دی.
له دې مخکې لوېدیځو هېوادونو اوکرایین ته اجازه نه ورکوله، چې په روسیه کې دننه هدفونه په نښه کړي، ځکه داسې وېره وه، چې له دې سره به تاوتریخوالی لا زیات شي.

























