د ورا په ورځ د زوم تېښته؛ پولیس وايي "هرې پوښتنې ته ژاړي"

SOCIAL MEDIA

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د ناوې کور په رنګارنګ څراغونو روښانه شوی و او د دروازې مخه یې ښکلې جوړه شوې وه. د خوږو او دودیزو خوړو د وېش وخت و، چې ناڅاپه غږ شو، زوم نه راځي! هغه له کوره تېښتېدلی دی.

د دې خبرې په اورېدو ناوې ډېره خپه شوه. مور او پلار يې په ژړا پيل وکړ. خو ناوې په دې خبره خاورې وا نه ړولې او غلې کېنه نه ناسته. په سره جوړه کې سینګار شوې ناوې پولیسو ته شکایت وکړ.

دا عجیبه پېښه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پېښه شوې ده. کشمیري پولیسو د ناوې شکایت ثبت کړ او د زوم لټون یې پیل کړ. فیاض احمد ډار او د هغه پلار محمد شعبان ډار د سرینګر سویلي خوا ته ۳۵ کیلومتره لېرې د اونتیپور ښارګوټي کې ونیول شول.

دا موضوع له دې کبله هم مهمه وه، چې فیاض احمد څلور کاله مخکې ورسره نکاح کړې وه، خو اوس یې یوازې د رخصتېدو مراسم ترسره کېدل.

اونتیپور کې د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته وویل:

"د زوم (فیاض ډار) پر ضد د هند د جزا قانون د ۴۹۸ او ۴۲۰ مادو له مخې د خپلې مېرمنې د وهلو او ځورولو په تور قضیه ثبت شوې ده او په دې اړه نورې څېړنې روانې دي."

gold

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

فیاض ډار او پلار یې د چهارشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې کړل شول: "د واده پر مهال تښتېدل جرم دی."

په دې قضیه کې یو بل حیرانوونکی ټکی هغه مهال راڅرګند شو، چې بي بي سي د اونتیپور د سیمه ییزې سیاستوالې او د ښاروالۍ د کمیټې له مشرې شمیمه رینا سره خبرې وکړې. هغې وویل، چې د فیاض ډار واده څلور کاله وړاندې له نجلۍ سره شوی و او دوی په مینه واده کړی و.

هر څه سم وو، خو د ورا د رونېدو پر مهال هلک ورک شو او کورنۍ یې لومړی وویل، چې پوهنتون ته تللی دی نو ځکه ناوخته شوی دی. خو وروسته خبره رسوا شوه او د پولیسو مرستې ته اړ شول.

کورنۍ یې وايي، چې د دواړو ترمنځ اړیکې څو کاله وړاندې پیل شوې وې او وروسته د دواړو لورو په رضایت واده وشو.

شميمه وايي: "له دې کبله چې دواړو زده کړې کولې، پرېکړه یې کړې وه چې د ناوې رخصتي مراسم به څو کاله وروسته ترسره کوي. هیچا دا فکر نه کاوه چې هلک به په اساس وخت کې وتښتي. دا یو خیانت دی.

په مینه واده او شخړې

gold

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، ارشیف

د ټولنیزو چارو څیړونکی سهیل میر بي بي سي ته وویل، په تېرو څو کلونو کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د ودونو اړوند د شخړو سلګونه پېښې ثبت شوې دي.

"د حیرانتیا وړ خبره دا ده، چې د دغو شخړو لویه برخه هغه کسان دي چې په مینه واده کوي."

د فیاض ډار په قضیه کې ځایي خلک وايي، چې دواړه ډیری وخت یو ځای ګرځېدل او ظاهرا د دواړو ترمنځ هیڅ ډول تاوتریخوالی نه و.

خو د نجلۍ کورنۍ وايي، چې د فياض ډار ډیرې "غوښتنې" درلودې.

هغه وايي: "شاید په دې څلورو کلونو کې د دوی ترمنځ د کوم څه پر سر شخړه رامنځ ته شوې وي، خو فیاض باید د واده د نیټې له ټاکلو مخکې کورنۍ ته د اصلي موضوع په اړه خبر ورکړی وای."

"د واده په وخت کې تیښته جرم دی، باید سزا ورکړلی شي"

gold

د عکس سرچینه، KASHIF MASOOD

د عکس تشریح، ارشیف

یوه پولیس افسر چې له فیاض ډار او پلار یې پوښتنې ګروېږنې کولې، بي بي سي ته وویل "دواړه په بشپړ ډول غلي دي." کله چې موږ له هلک څخه پوښتنه کوو، کله ناکله ژاړي. اوس به د دواړو بیانونه په محکمه کې ثبت شي.

د محمد شعبان دوه زامن په همدې ورځ واده شول. د فياض ورور د خپل تره له لور سره واده کړی. خو کله چې د فياض د تېښتې خبر په سيمه کې جنجال پيدا کړ او خلکو د هلکانو پر ضد خپله غوسه څرګنده کړه، نور لاريونونه هم ودرول شول.

د هلک یوه خپلوان وویل: "خلک په غوسه وو. موږ وېره درلوده چې که موږ بله ناوې راوړو، ښايي دلته فضا خرابه شي."

له همدې امله د دواړو لورو په رضایت سره پریکړه وشوه چې واده هم باید وځنډول شي. یوه پولیس چې له فیاض ډار او پلار یې پوښتنې ګروېږنې کولې، بي بي سي ته وویل:

"دواړه څه نه وايي. کله چې موږ له هلک څخه پوښتنه کوو، کله نا کله رېږدېږي او ځینې وخت ژاړي. اوس به د دواړو بیانونه په محکمه کې ثبت شي."

په همدې ورځ د محمد شعبان د دوو زامنو واده وو. د فياض ورور د خپل تره له لور سره واده وشو. خو کله چې د فياض د تېښتې خبر په سيمه کې جنجال پيدا کړ او خلک ورته په غوسه شو، دا بل واده هم وځنډول شوو.

د هلک یوه خپل وویل: "خلک په غوسه وو. موږ وېره درلوده چې که موږ بله ناوې راوړو، ښايي دلته فضا خرابه شي." له همدې امله د دواړو لورو په رضایت سره پریکړه وشوه چې دا واده هم باید وځنډول شي.