جیش العدل څوک دي او څه غواړي؟

د عکس سرچینه، Jeysh Aladl
د "ایران جیش العدل سازمان" د ایران د حکومت مخالفه وسله واله ډله ده چې ځان د "عدالت او مساوات پوځ" او په ځانګړي ډول د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د سنیانو د حقونو مدافع ګڼي.
دا ډله تر اوسه د ایران له امنیتي ځواکونو سره په ګڼ شمېر وسله والو او خونړیو نښتو کې ښکېله شوې او د ایران په جنوب ختیځو سرحدي سیمو کې یې د څو وسله والو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
دغې ډلې د خپل فعالیت له پیل راهیسې د ځینو ایراني چارواکو پر وژنه سربېره یو شمېر ایراني پوله ساتي او سرتېري هم تښتولي دي.
د جیش العدل ډله، چې له سني مذهبه بلوڅ ملېشو جوړه ده، څو میاشتې وروسته له هغه رامنځته شوه چې د ایران اسلامي جمهوریت په ۱۳۸۹لمریز کال کې د جندالله ډلې مشر عبدالمالک ریګي د وسله والو فعالیتونو له امله د "ملي امنیت پر ضد کړنو" په تور ونیو او اعدام یې کړ.
له ۱۳۹۱ لمریز کال راهیسې صلاح الدین فاروقي د ایران جیش العدل ډلې د مشر په توګه پېژندل کېږي چې دغه ډله یې "امیر" او "د بلوچستان جهاد مشر" په توګه یادوي.
د ایران حکومت دا ډله ترهګره ګڼي او د سعودي عرب او د امریکا متحده ایالتونو له استخباراتي ادارو سره تړاو ور کوي چې د "جیش الظلم" په نامه یې یادوي.
د امریکا متحده ایالتونه، جاپان او نیوزیلنډ "جیش العدل" د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
د جیش العدل له خوا یرغمل نیونو په ایران کې منفي غبرګونونه پارولي او ډېر ځلونه یې خلکو پر ضد لاریونونه کړي دي.
په زاهدان کې یو مشهور سني امام مولوي عبدالحمید تل د دې ډلې له خوا پر ایراني پوله ساتو بریدونه او د هغوی وژنې په کلکه غندلې او تل یې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
مولوي عبدالحمید ویلي، دا ډول کړنې "د سیستان او بلوچستان سیمې ته زیان رسوي" او له دوی یې غوښتي چې "له دې کړنو یې لاس واخلي."
جیش النصر او د یرغمل شویو کسانو د اعدام پر سر "اختلاف"؟

د عکس سرچینه، Jeysh Aladl
عبدالروف ریګي (د جندالله ډلې د پخواني مشر عبدالمالک ریګي ورور) د ۱۳۹۳ لمریز کال کې په دوبي کې له جیش العدل څخه جلا شو او د "جیش النصر" ډلې په جوړولو سره یې د ایران د حکومت پر ضد د وسله وال فعالیت پیلولو اعلان وکړ.
د راپورونو له مخې، عبدالروف ریګي د ایراني یرغمل شویو کسانو د اعدامولو پر سر د اختلاف له امله له جیش العدل ډلې خپله لاره جلا کړې وه.
هغه ۱۳۹۳ کال په سپتمبر کې په پاکستان کې ووژل شو.
د ایران کورنیو خبري اژانسونو لکه ایرنا، فارس او العالم د "جیش النصر" د مشر عبدالروف ریګي او د هغه د خوریي ابوبکر ریګي د "وژل کېدو" راپور ور کړ او ویې ویل چې هغه د پاکستان د بلوچستان ایالت په البندین ښار کې له خپلې سیالې ډلې (جیش العدل) سره د خپلمنځي خوابدیو ترڅ کې وژل شوی دی.
خو عربي خبري رسنیو د جیش النصر د سرچینو په حواله وویل چې د دې ډلې مشر د پاکستان په کوټه ښار کې د ایراني ځواکونو له خوا "وژل شوی" دی.
د دوی دواړو له وژل کېدو څو میاشتې وروسته د ایران د استخباراتو وزیر محمود علوي وویل، دوی "د یو ناڅرګند برید په ترڅ کې وژل شوي دي."
په ۱۳۹۲ کال کې "جیش العدل" د پاکستان پولې ته څېرمه د ایراني پوله ساتو پر یوه پوسته برید وکړ او پنځه ایراني سرحدي ساتونکي یې وتښتول چې له ډلې یې د جمشید داناییفر په نامه یو پوله ساتی اعدام، خو څلور نور یې د ځايي چارواکو په منځګړيتوب خوشې کړل.
پر خواله رسنیو د عبدالروف ریګي د مرکو د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، هغه د ایراني بریدمن د اعدام مخالفت وکړ او له همدې امله د "جیش النصر" په جوړولو سره له "جیش العدل" څخه جلا شو.
په ۱۳۹۵ کال کې، جیش العدل په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د جیش النصر ځواکونه د دوی له ځواکونو سره یو ځای شوي او یاده ډله منحل شوې ده.
جندالله او اوه کاله پرلپسې مرګوني بریدونه

د عکس سرچینه، IRIB
له جیش العدل مخکې، د عبدالمالک ریګي په مشرۍ د "جندالله" په نامه ډلې په ایران کې د سرحدي ساتونکو د وژلو او بیا د یو څه مودې لپاره پاکستان ته د تښتېدو تاکتیک کاراوه.
تر هغه د "جندالله" ډلې مشر عبدالمالک ریګي ونیول شو او اعدام شو او د ایران امنیتي چارواکو یې د شبکې د له منځه وړلو اعلان هم وکړ.
د "جندالله" مشرانو خپله ډله د بلوڅانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو د مقاومت ډله بلله، خو د ایران اسلامي جمهوریت دا ډله د وهابي او سلفي تمایلاتو لرونکی ترهګر سازمان باله او د امریکا متحده ایالتونه او برېتانیا یې د دې ډلې په ملاتړ تورن کړي دي.
یادو دواړو هېوادونو دا تور رد کړی دی.
په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د جندالله له تاسیس راهیسې دغې ډلې په ځلونو په ایران کې د مرګونو بریدونو مسوولیت منلی دی.
د دې ډلې د خونړیو بریدونو له ډلې د ایران د ۱۳۸۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال په زاهدان کې د شعیه ګانو په یوه جومات کې بمي چاودنه هم وه چې ۲۵ کسان یې ووژل او له ۱۲۰ کسانو څخه ډېر یې ټپیان کړل.
جندالله د برید مسوولیت په غاړه واخیست. ملګرو ملتونو دا برید ترهګریز وباله او ویې غانده.
د ۱۳۸۸ کال د حوت میاشتې په څلورمه د ایران د استخباراتو وزارت اعلان وکړ چې عبدالمالک ریګي له دوبۍ څخه قرغزستان ته په تلونکې الوتکه کې پیژندل شوی و او یاده الوتکه ایران کې ناستې ته اړاېستل شوه چې له امله یې عبدالمالک ریګي ونیول شو.
هممهال، د قرغزستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول د ایران له خوا په خپله خاوره کې د دوی د هوايي شرکت اړوند یوې مسافر وړونکې الوتکې پر جبري کېنولو اعتراض وکړ.
له پیښې دوه کاله وروسته، د فارن پالیسي مجلې یوه تجربه کار خبریال مارک پري د ۱۸ میاشتو تحقیقاتو پراساس بي بي سي فارسي ته وویل: "د الوتکو د جبري کېنولو په اړه معلومات پټ ساتل خورا ګران دي. زه ونه توانېدم د دې موضوع د حقیقت تصدیق تر لاسه کړم. خو هغه څه چې تایید شوي وو، دا وو چې پاکستانیانو د ایرانیانو په غوښتنه ښاغلی ریګي نیولی و."
عبدالمالک ریګي په ۱۳۸۹ کال کې په ایران کې د وژنو، بریدونو، باج اخیستلو، ډارولو، یرغمل نیولو او له بهرنیانو سره د همکارۍ او له هغوي د مالي او استخباراتي مرستو په ترلاسه کولو 'محکوم' او اعدام شو.
په ایران کې د بلوڅانو ستونزې څه دي؟

د عکس سرچینه، IRIB
د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ولایت، د مختلفو شاخصونو له مخې، د پرلپسې کلونو لپاره په دغه هېواد کې د "تر ټولو محروم" ولایت په توګه پېژندل شوی. د رسمي احصایو له مخې، د دې ولایت نږدې نیمایي وګړي بې وزله دي.
په سیستان او بلوچستان کې لومړنیو ټولنیزو خدمتونو لکه کور، اوبو، انرژۍ، تعلیم، روغتیا او مالي خدمتونو ته د لاسرسي کچه د نورو ولایتونو پرتله تر ټولو ټیټه، خو د بې روزګارۍ کچه په کې بیا تر ټولو لوړه ده.
په دې ولایت کې د بې سوادۍ کچه هم په ټول ایران کې د بې سوادۍ له لوړو کچو څخه ده.
دا ولایت له کلونو راهیسې د خونړیو امنیتي پېښو شاهد و او د احصایې مرکز د څېړنې انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي: "د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله، د هېواد په ناخالص کورني تولید کې د دې ولایت ونډه له ۱۳۹۷ کال څخه تر اوسه پورې پرلپسې راټیټه شوې او منفي ۲ اعشاریه ۳ سلنه ده، ځکه چې "په دې ولایت کې هیڅ لوی اقتصادي پلان نه دی پلی شوی."
د دې ټولو محرومیتونو په منځ کې، د سیستان او بلوچستان په اړه د ایران د حکومت چلند هم سخت امنیتي دی.
بلوڅ بندیان په ایران کې د ټولو اعدام شویو کسانو لویه برخه جوړوي.
په ځینو مواردو کې، دا اعدامونه، د ایران په نورو برخو کې له معمولو قضايي پروسیجرونو پرته، ترسره کېږي.
په ۱۳۹۲ کال کې، په سراوان کې له وسله والې نښتې یوه ورځ وروسته، ۱۶ کسان چې له نښتې وړاندې بندیان شوي وو، اعدام شول.
هغه مهال په زاهدان کې څارنوال په ښکاره وویل: "دا اعدامونه د دوی د تېرې شپې د کړي عمل غبرګون و."
په دې وروستیو کلونو کې، د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې وسله والو ډلو پرلپسې ایراني ځواکونه په نښه کړي دي.
ایران وايي، پاکستان له دې ډلو سره چې باور کېږي په دغه هېواد کې پټنځایونه لري، مناسب چلند نه دی کړی.
سیستان او بلوچستان ولایت تل نازک امنیتي وضعیت لاره، خو له ۱۳۸۴ لمریز کال راهیسې د یرغمل نیولو او وژنو له لړۍ سره مخامخ دی.
مذهبي او قومي تاوتریخوالی او کرکه، د بلوڅ وسله والو ډلو فعالیتونه، له پاکستان سره اوږده پوله، د مخدره توکو ګټور قاچاق، پراخ دوه ګونی چلند، لوږه او محرومیت، له ځایی چارواکو او مرکزي حکومت څخه د ځايي خلکو نارضایتي او غیرقانوني وسلو ته اسانه لاسرسی؛ ټول هغه عوامل په ګوته شوي چې له امله یې د دغه ولایت امنیت اغېزمن شوی دی.
د ایران له پولې اخوا پاکستان کې څه پېښېږي؟

د عکس سرچینه، Jeysh Aladl
په پاکستان کې هم د بلوچستان ایالت د دغه هېواد یو ناامنه او لږ پرمختللې سیمه ګڼل کېږي.
پر بلوڅ ملتپالو سربېره چې د سیمې د خپلواکۍ لپاره په فعاله توګه مبارزه کوي، په دې وروستیو کلونو کې د سخت دریځو اسلامي ډلو وسله وال غړي هم په دې ایالت کې فعال دي او له تاوتریخوالي ډک بریدونه یې کړي دي.
د عبدالمالک ریګي له اعدام وروسته، د پاکستاني بلوڅانو یوې ډلې په کراچۍ کې د هغه د اعدام په اعتراض کې لاریون وکړه.
دا لاریون د "بلوڅ ملي جبهې" له خوا تنظیم شوی و، چې ځان په پاکستان کې د بلوڅ لږهکیو د حقونو مدافع سازمان بولي.
د ایران د هغه وخت لوی درستیز جنرال محمد حسین باقري ویلي وو، د پاکستان په خاوره کې ځینې سیمې د "سعودي له ملاتړه برخمنو ترهګرو" لپاره د روزنې ځایونه ګرځېدلې دي او "که دا بریدونه دوام ومومي، د ترهګرو پر پټنځایونو به، چې هر چېرې وي، سخت ګوزارونه وکړي."
په هرصورت، پر پرلپسې ګواښونو او ادعاوو سربېره، د ایران امنیتي ځواکونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې د دې ډلو عملیاتي وړتیاوې کمزورې کړي.

























