هند: د جادوګرۍ په تور د یوې کورنۍ وژنه چې د هند یو کلی یې ولړزاوه

د عکس تشریح، په بیهار کې د یوې کورنۍ پنځه هغه غړي، چې د یوې ډلې لخوا، په وهلو او ډبولو ووژل شول.
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

خبرتیا: د دغې کیسې لوست، شاید د ځینو لپاره ځورونکی وي.

په هند کې د یوې کورنۍ پنځه غړي په وحشیانه ډول وژل شوي، داسې ادعا هم کېږي، چې یاد کسان د جادوګرۍ په تور ژوندي سوځول شوي دي. له دغې پېښې ژوندي پاتې شوي لا هم له یادې غمیزې ځورېږي.

د بیهار ایالت د تیتګاما په کلي کې د جولای پر شپږمه، شپې مهال د منیشا دېوي (موږ یې دلته نوم د خوندیتوب لپاره بدل کړی) د ژوند تر ټولو تریخې شېبې وې چې یاده پېښه په کې رامنځته شوه.

د شپې شاوخوا لس بجې، یوه تندلارې ډله د دوی د خپلوانو کور ته ورغله او د ۷۱ کلنې کونډې کاټو اوراون په ګډون یې پنځه کسان ووژل.

په هند کې د ملي جرمونو د ثبت ادارې په وینا، په دغه هېواد کې له ۲۵۰۰ ډېر کسان، چې ډېری یې ښځې وې، د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د جادوګرۍ په شک وژل شوي دي. خو د تیتګاما پېښه ځکه کمسارې ده، چې په کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

کمپاین کونکي وایي چې خرافات او پر جادو باور لرل لا هم په هند کې د بې وزله قبیلوي ټولنو تر منځ عام دي، په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په وروستۍ بیهار پېښه کې یې لاس درلود.

تورن کسان او قربانیان ټول له اوراون قبیلې څخه دي او له نسلونو راهیسې یو ځای ژوند کوي، خو هغه څه چې د جولای پر شپږمه پېښ شول، کېدای شي د دغې قبیلې تر منځ درز را منځته کړي.

اوس د ټیتګاما پر سړکونو چوپتیا ده. ټول اوسیدونکي له کلي تښتېدلي دي. ځینې کورونه قلف شوي او ځینې نور داسې ښکاري چې په بیړه پرېښودل شوي وي.

بي‌بي‌سي د قربانیانو له خپلوانو، پولیسو او چارواکو سره خبرې وکړې چې روښانه کړي د دغو وژنو په شپه اصلآ څه پېښ شول.

د عکس تشریح، دا هغه کور دی چې بابو لال اوراون له خپلې کورنۍ سره پکې ژوند کاوه.

منیشا دېوي وايي، لومړی یې شور او چیغې واورېدې، کله چې یې بهر وکتل نو د بابولال اوراون د کور مخ ته یې د خلکو ګڼه ګوڼه ولیده، چې د کاټو مشر زوی هم په کې و، ځکه هغه هلته نږدې ژوند کاوه.

په دې پېښه کې ښاغلی اوراون، د هغه مېرمن سیتا دېوي، د دوی زوی منجیت او نږور راني دېوي قربانیان دي او یوازې کشر زوی یې له یادې پېښې ژوندی پاتې شوی دی.

پولیسو په خپل لومړني معلوماتي راپور (اېف‌ای‌ار) کې چې انلاین هم شته، یو کلیوال 'رام دېف اوراون' د اصلي تورن په توګه نومولی دی.

راپور وايي، د رام دېف زوی شاوخوا لس ورځې مخکې د ناروغۍ له کبله مړ شوی و، خو نوموړي په کاټو دېوي او د هغې پر کورنۍ تور لګولی چې د جادو په وسیله یې د هغه ماشوم ور وژلی دی، خو دا لا روښانه نه ده، چې نوموړي دا ادعا د څه پر بنسټ کړې ده.

پولیس وايي، رام دېف تښتېدلی او دوی یې په لټه کې دي.

د وژنو په شپه، رام دېف ادعا کړې وه، چې وراره یې، سخت ناروغ و او ده د قربانیانو کور ته راوستی و.

منیشا دېوي وايي، ځوان زوی یې په ځمکه پروت و او د کلي جادوګر ځینې مراسم ترسره کول او منترونه یې پرې ویل.

د منیشا دېوي، یوه بله خپلوانه او ژوندۍ پاتې شوې مېرمنې د پولیسو په شکایت کې ادعا کړې، چې جادوګر "کاټو دېوي او د بابولال مېرمن سیتا دېوي جادوګران بولي او دوی یې د رام دېف په کورنۍ کې د مړینې او ناروغۍ په را پیدا کولو تورن کړي دي."

نوموړې زیاته کړه: "کاټو بهر راوویستل شوه او نیم ساعت یې ورکړ چې ناروغ ځوان روغ کړي. سیتا دېوي، چې په ګاونډي کلي کې له خپلې مور سره وه، زنګ ور واهه او ترې وغوښتل، که غواړي خپله کورنۍ ژوندۍ وویني نو بېرته دې راشي."

د خپلوانو له ډلې یې بل کس، چې د ادعا شویو وژنو شاهد دی، وايي، کاټو له کلیوالو غوښتل چې د هغې خبرو ته غوږ ونیسي، خو خلک ډېر غوسه وو او د هغې خبرو ته یې غوږ نه نېوه.

کله چې بابو لال او منجیت د مداخلې هڅه وکړه، نو خلکو پرې برید وکړ. هغه زیاتوي: "کله چې سیتا دېوي له خپل ژوندي پاتې شوي زوی سره راستنه شوه او پر هغوی هم برید وشو."

د عکس تشریح، راني دېوي وايي، مخکې له دې چې خلک د هغې او د هغې د مېړه د نیولو لپاره راشي، بستره یې جوړه کړې وه او پشه‌خانه یې هم اچولې وه.

د دغې کورنۍ یو ژوندي پاتې شوي غړي پولیسو ته ویلي، هغه د پېښې پر مهال وتښتېد او ځان یې په تیاره کې پټ کړ. له هغه ځایه یې د خپلې کورنۍ د وهلو او سوځولو دردونکې ننداره کوله.

د پولیسو په شکایت کې د کلي ۲۳ سړیو او ښځو او "له ۱۵۰ تر ۲۰۰ پورې د بې‌نومه کسانو یادونه شوې وه، چې یاده برېدګره ډله یې جوړه کړې وه."

هغه د سترګو لیدلی حال وایي، "له ګڼو خلکو سره لرګي، کوتک، تېزې اوسپنې وې. اول یې پنځه قربانیان په رسۍ وتړل، بیا یې د کلي تر حوض په کشولو کش کړل او ښکنځلې یې ورته کولې."

د پولیسو راپور زیاتوي، کله چې قربانیانو ته اور ورکړل شو، تر هغه مهاله "نېمه‌ژوندي" وو. وروسته یې بیا جسدونه په بوجیو کې واچول او لارو کوڅو کې یې کشول.

د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي خبریالانو ته ویلې، قربانیان ژوندي سوځول شوي او د دوی سوځېدلي جسدونه کلي ته نژدې په یوه حوض کې موندل شوي دي.

ولسوال مجسټرېټ انشول کومار هم په پیل کې ویلي وو، پنځه سره ژوندي سوځول شوي خو له بي‌بي‌سي یې سره په تازه مرکه کې یې ویلي، د لومړنیو څېړنو راپور په لا دې اړه روښانه، نه دی.

"راپور د ټپونو، سوځېدنې او د برید شواهد په ګوته کوي خو دا نه وايي، چې دا هر څه له سوځېدو مخکې پېښ شوي، که له وژنې وروسته"

د حیرانتیا خبره دا ده، چې دا دردونکې پېښه د پولیسو له پوستې سره نژدې، یعنې په اووه کیلومترۍ کې پېښه شوې ده.

ښاغلی کومار وايي، پولیس له پېښې ۱۱ ساعته وروسته خبر شول او په دې هکله خپله کمزوري او ناکامي هم مني. نوموړی زیاتوي، پولیسو ځکه په ځنډ اقدام وکړ چې په پېښه کې ټول کلی ښکېل و.

له پېښې وروسته، د هغه ځای یو افسر سودین رام، چې دنده یې ځنډول شوې وه، بي‌بي‌سي ته وویل، څلور کسان نیول شوي او نور تښتېدلي دي.

ښاغلي رام زیاتوي: "موږ د غیرقانوني غونډو، بلواوو، د خطرناکو وسلو له امله د سخت ټپي کېدو، ناسم کنټرول، د خلکو د وژلو او د جرم د شواهدو د ورکېدو اړوند قوانین عملي کړي دي." د نوموړي په وینا، شاید مجرمان له عمري بند یا د مرګ له سزا سره مخامخ شي.

بي‌بي‌سي له هغه کس سره چې په بند کې دی او یا هم له رام دېف سره، چې ځای یې نا معلوم دی، خبرې نه دي کړې. د پولیسو یو غړی ښاغلي کومار وايي، ژوندی پاتې شوی کس په خوندي ځای کې ساتل کېږې او رواني درملنه یې کېږي.

هغه زیاته کړه، د هغه وروڼه، چې د برید پرمهال په کور کې نه وو، اوس وړیا خواړه او ملاتړ ترلاسه کوي او په نژدې کلي کې له خپلوانو سره ژوند کوي.

د څېړنې یوه ځانګړې ډله هم د دغو پېښو په اړه پلټنه کوي، خو ښاغلی کومار په دې باور دی، چې سپکاوی د خلکو د وژلو لامل شوی دی.

د چارواکو په وینا، دا په سیمه کې د جادوګرۍ لومړۍ پېښه ده او دوی له دې مخکې د جادوګرۍ بله پېښه نه ده ثبت کړې. خو د سیمې یوې ټولنیزې کارکوونکې میرا دېوي بي‌بي‌سي ته وویل، د دغه کلي اوسېدونکي نالوستې دي او د ډاکترانو یا درملو پرتله پر جادوګرانو ډېره تکیه کوي.

د کلي شورا مشر سنتوش سېنګ وايي، ډېری ماشومان ښوونځی پرېږدي او له مور و پلار سره د خښتو په بټیو کې کار کوي.

د یوه سیمه‌ییز ښوونکي اندرانند چوهدري په خبره، له دوی سره یوازې درېیو کسانو نوم لېکنه کړې ده.

د عکس تشریح، د جرم هغه ځای چې پنځه قربانیان په کې وسوځول شول.

تیتګاما کلی له پورنیا ښاره ۱۱ کیلومتره لېرې دی او یوازې ۲۲ کورنۍ په کې اوسېږي.

یو کلیوال د وریجو د کروندو په اوږدو کې د جوارو سوځېدلي ډنډونو یا هغه ځای ته اشاره کوي، چې هلته د جولای پر شپږمه یاده پېښه وشوه.

له خټو ډکه دا تنګه لاره د قربانیانو کورونو ته تللې. بابولال اوراون هلته د دوو کوټو یو ساده خټین کور لري.

په هغه خونه کې، چې منجیت او د هغه نوې واده شوې مېرمن راني دېوي ویده وو، بستره یې په ښه توګه جوړه شوې ده.

منیشا دېوي له خپله کوره باندې ناسته ده او له هغو وژنو لا هم ځوریږي، چې هغې او نورو همغه شپه لیدلي وو.

یوه سړي وویل: "موږ بې‌وسه ورته ولاړ وو، قربانیان مو لیدل، چې په بې‌صبرۍ یې د ځان ژغورلو هڅه کوله. دا صحنه موږ ډېر ځوروي."