د خوړو خوندیتوب په اړه د امنیت شورا ناسته، افغانستان پکې نیازمن بلل شوی

UNSC

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو متلونو امنیت شورا لخوا په همدې تړاو رابلل شوې پرانیستې غونډه کې د ۸۰ هېوادونو استازو په یو والي سره دا غږ بدرګه کړ چې جګړې باید په نړۍ کې د خوړو امنیت زیانمن نه کړي.

امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې په وسله والو شخړو کې د خوړو خوندیتوب اعلامیه تصویب کړه.

په ناسته کې ګڼو هېوادونو په روسیې غږ کړی چې د تور سمندر له لارې د غلو صادراتو له نوښت سره یو ځای شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې "اوچا" مشرې رینا غیلاني وایي په ۲۰۲۲ کال کې د ټولې نړۍ په کچه ۲۵۰ میلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ وو.

خو په ناسته کې بیا افغانستان د هغه هېواد په توګه یاد شوی چې وګړي یې د نړۍ د نورو هېوادونو پرتله د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.

د سویس هېواد استازی ادریان دومینیک وایي، نړۍ باید په دې سخت حالت کې د سومالیا، سوډان، سویلي سوډان، عاج ساحل، افغانستان، یمن او سوریې په څېر هېوادونه له یاده ونه وباسي.

هغه له بډایه هېوادونو وغوښتل چې لکه د سره صلیب په شان دې د نړیوالو خپلواکو مرستندویه ادارو له لارې په دغو هېوادونو کې د اړمنو خلکو لاس نیوی وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د برېتانیا دایمي استازې باربارا ووډوارډ وایي، د سولې لپاره د سرمنشي د نوې اجنډا له مخې د ښځو او ماشومانو خوندیتوب ته باید جدي پاملرنه وشي او د جګړې ښکېل اړخونه باید خلکو ته د بشري مرستو رسولو ته ګړندۍ او له خنډ پرته اجازه ورکړي.

اغلې ووډوارډ په ځانګړي ډول د هغو افغان کورنیو یادونه کړې چې له "بدې ورځې" خپل ماشومان پلوري او وايي، " د بېلګې په توګه په افغانستان کې هغه کسان [باید له یاده ونه باسو] چې د خپلو ماشومانو د پلورلو یا لوږې له انتخاب سره مخ دي."

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

په ناسته کې تر ډېره د نیوکې ګوټه روسیې ته نیغه وه، هغه هېواد چې ویل کېږي د تور سمندرګي له لارې د غلو دانو لېږد پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي.

خو په ناسته کې د روسیې استازي دېمتري پولیانسکي بیا لوېدیځ هېوادونه فرصت پرسته ووبلل او دا تور یې هم پورې کړ چې امریکا او ملګري یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په ډېرو هېوادونو کې د خوړو د شدید کړکېچ لامل شوي دي.

نوموړي د بېلګې په توګه افغانستان یاد کړ چې هلته د امریکا او متحدانو له شل کلن ماموریت وروسته څه تېرېږي.

ښاغلي پولیانسکي زیاته کړې، "افغانستان له تېرو شلو کلونو راهیسې د لوږې او بې وزلۍ له کندې څخه د وتلو لپاره مبارزه کوي، ځکه چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف له خوا په دغه ژور دودیز هېواد کې په غربي بڼه د ډیموکراسۍ تجربې ترسره شوې او پایله یې نننی افغانستان دی."

دا غونډه تر ډېره د روسیې، امریکا او ده یوه او بل د متحدانو ترمنځ په تورونو او ملامتیو راڅرخېده خو د افغانستان بشري وضعیت پکې یوازې د بیلګې په توګه یادېده.

په ملګرو ملتونو کې د قطر هېواد استازی جاسم سیار المودا وایي، نړیوال بشر پالي قوانین د جګړې پر ښکېلو غاړو ټینګار کوي چې په ملکي وګړو او ملکي بنسټونو بریدونه ونه کړي او خواړه د جګړې د وسلې په توګه ونه کاروي.

هغه وایي، هېواد یې د ملګرو ملتونو د خوړو له نړیوال پروګرام سره د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو لپاره کمک کړی او تمه لري چې نور هېوادونه هم له یاد بنسټ سره چې دا مهال د بودیجې له کموالي سره مخ دیی، اړینې مرستې وکړي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې اوچا په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې د افغانستان نږدې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې د ۲۰۲۳ کال په پنځو لومړنیو میاشتو کې یې یوازې ۱۷ میلیونه خلکو ته مرستې رسولې دي.

اوچا دا هم ویلي چې دې لوی شمېر اړو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره دوه اعشاریه دوه میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.