د بریتانیا ټولټاکنې؛ د کارګر ګوند مشر وايي، غیر قانوني کډوال به بېرته افغانستان ته نه استوي

بریتانیا ټاکنې

د بریتانیا کارګر ګوند مشر کیئر سټارمر چې په ټاکنیزه مناظره کې تورن شوی، غواړي د کډوالو ستنولو لپاره د طالبانو له حکومت او ایراني حکومت سره خبرې وکړي، افغانستان ته د غیر قانوني کډوالو بېرته ستنولو احتمال رد کړ.

تېره شپه د کارګر ګوند مشر کیئر سټارمر او د بریتانیا لومړي وزیر او د محافظه کار ګوند مشر ریشي سوناک په خپله وروستۍ ټلویزیوني مناظره کې د کډوالو موضوع پر سر له یوه بل سره خورا تود بحث وکړ.

په دې بحث کې د کارګر ګوند مشر څو ځله د لومړي وزیر سوناک پر هغه طرح لفظي حمله وکړه، چې غواړي یو شمېر کډوال روانډا ته واستوي، خو ښاغلي سوناک برعکس له ښاغلي سټارمر پوښتنه کوله، چې ''تاسې به له دوی سره څه کوئ؟''

ښاغلي سوناک له دې کبله چې ډېری غیر قانوني کډوال له ایران، سوریې او افغانستانه راغلي د کډوالۍ کنټرول لپاره د ښاغلي کیئر سټارمر پروګرام وننګاوه او له نوموړي یې پوښتنه وکړه، چې ''ایا له ایت الله ګانو سره به خبرو ته کېني؟ ایا د طالبانو له حکومت سره به مذاکرات کوي؟''

خو ښاغلي سټارمر د خبریالانو هغې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا کولای شي افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنولو موضوع رد کړي، وویل: ''ځینې داسې شیان شته چې د پناه غوښتنې د سیاست لپاره معقول نه دي، هغه پوښتنه خپله لومړي وزیر راپورته کړه، چې دی هم ځواب نه ورته لري. خو د پناه غوښتنې پرېښوول هم د دې ستونزې حل نه دی.''

نوموړي زیاته کړه: ''خو د افغانستان په څېر ځینې هېوادونه شته، چې نه شې کولای کډوال بېرته هلته ستانه کړې، د بېلګې په توګه هغه کسان چې ښايي د ژباړې برخه کې یې په افغانستان کې زموږ له سرتېرو سره مرسته کړې او ځان یې له خطر سره مخامخ کړی... خو یو څه چې نه یې شو کولای دا دی، چې په داسې یوه تشه کې پاتې شو، چې د دې خلکو (غیر قانوني کډوالو) شمېر ډېرېږي او د بریتانیا لومړی وزیر هېڅ حل نه ورته لري.''

د یادونې ده، چې د لومړي وزیر ریشي سوناک په مشرۍ محافظه کار ګوند وايي، د قانوني او غیر قانوني کډوالو د شمېر کمولو لپاره منسجم پروګرامونه لري، ژر به د غیر قانوني کډوالو ایستلو بهیر پیل او دا بهیر به چټک کړي.

خو د کارګر ګوند مشر ژمنه وکړه، چې که ګوند یې په ټولټاکنو کې بریالی شي، روانډا ته د کډوالو استولو طرحې پلي کولو پر ځای به د انګش کانال له لارې د انساني قاچاق مخه د ترهګرۍ ضد اختیاراتو او قوت په وسیله ونیسي.

لومړی وزیر ریشي سوناک وايي، د غیر قانوني کډوالو ایستلو لړۍ به ژر پیل او چټکه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لومړی وزیر ریشي سوناک وايي، د غیر قانوني کډوالو ایستلو لړۍ به ژر پیل او چټکه کړي.

د سږ کال (۲۰۲۴) له پیل راهیسې د جون میاشتې تر ۲۶مې پورې تازه شمېرې ښيي چې ۱۳۱۹۵ کسان د انګلش چېنل له سمندري لارې تېر شوي، چې د تېرو څلورو کلونو د همدومره مودې پرتله ډېر شمېر دی.

په پام کې ده بریتانیا کې د جولای پر څلورمه ټولټاکنې وشي.

محافظه کار ګوند له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې په بریتانیا کې واکمن دی. د دې ګوند په واکمنۍ کې پنځه لومړي وزیران ټاکل شوي، او په همدې موده کې چې ډېویډ کامیرون لومړی وزیر و، بریتانیا له اروپايي ټولنې ووتله.