د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې ګڼ ماشومان هر سهار وږي ښوونځیو ته ځي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام دغه خبره د پوهنې نړیوالې ورځې په مناسبت کړې ده.

ډبلیو ایف پي وایي غواړي نړۍ ته ور په یاد کړي چې " د ښوونځي خواړه د زده کړو لپاره اړین دي."

د خوړو نړیوال پروګرام چې دا مهال د افغانستان په ځينو ښوونځیو کې په زده کوونکو د ورځې یو بیسکویټ ویشي وایي دا یو ډبلی بیسکویټ ددې ماشومان د ټولې ورځې خواړه دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په وینا یاده اداره هره ورځ نږدې په اووه سوه زره نجونو او هلکانو زده کوونکو بیسکویټ ویشي چې د ورځي خوړو په توګه یې وخوري.

دغه نړیوالې مرستندویه ادارې د لومړني ښوونځي یوې افغانې زده کوونکې "مدینې" خبرې هم خپرې کړې چې وایي "هر سهار چې ښوونځي ته ځي څه نه خوري."

مدینه وایي: " دغه بیسکویټ ماسره مرسته کوي چې په مړه کېډه سبق ووایم، چې وږې وم درس نه شم ویلای."

په ښوونځیو کې په ماشومان د بیسکویټ ویشلو یوه موخه هم دا بلل شوې چې اړې کورنۍ دېته وهڅول شي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي.

وړاندې په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان مشر هم ویلي وو چې افغانستان کې له ژمي وړاندې اړتیاوې ډېرې دي او د خوارځواکۍ په لوړه کچه کې لوږه هم له هرو دریو یو کس اغېزمنوي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان (سېو ده چلډرېن) څه موده مخکې خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۴ کال په پیل کې به د خوړو د کړکېچ له امله له هرو دریو ماشومانو څخه یو له لوږې سره مخ شي.

ملګرو متلونو په وار وار له نړیوال مرستندویانو غوښتي چې په افغانستان کې د اړو خلکو د لاس نیوي لپاره مرسته وکړي، ځکه د دوی په وینا په دې هېواد کې لویه برخه خلک نه پوهېږي چې په یوه ورځ کې د بل ځاښت خواړه له کومه کړي.