د ښځو د حقونو فعالې تمنا پریاني د نه خوړلو ۱۲ ورځنی اعتصاب پای ته ورساوه

د عکس سرچینه، SM
د افغانستان د ښځو حقونو فعالې تمنا زریاب پریاني او ملګرو یې د جرمني له کولن ښاره د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې د نه خوړلو ۱۲ ورځنی اعتصاب او پرلت یې پای ته رسولی دی.
اغلې پریاني دغه بیان کې لیکلي چې په دې موده کې د بشري حقونو ګڼو فعالانو او سیاسي شخصیتونو سره په تماس کې وه.
هغې همدا راز افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت ته د پام اوښتو په تړاو پر خپلې غوښتنې ټینګار کړی دی.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د اغلې پریاني او ملګرو لخوا یې د نه خوړو اعتصاب د پای ته رسولو پر مهال د سولې نوبل جایزې د پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور او پلار هم ورسره حاضر دي.
د یادونې ده چې ملاله یوسفزۍ هم د ښځو د حقونو او زدکړو برخې فعاله ده.
تمنا پریاني له وړاندې ویلي و د دې لپاره چې د طالبانو حکومت لخوا جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژندل شي، ۱۲ ورځې د نه خوړولو اعتصاب کوي.
هغې اوس په دې تازه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې په تړاو د عدالت غوښتنې ستراتېژۍ راتلونکي پړاونه به ژر اعلان کړي.
نوموړې د هغو ټولو فعالانو، ښځو او نجونو مننه هم کړې چې له افغانستان او د نړۍ له نورو هېوادونو یې له دې سره د ملاتړ غږ اوچت کړی دی.

د عکس سرچینه، sm
تمنا پریاني وايي د اعتصاب پر مهال یې افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپورتر ریچارد بېنېټ،د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري، د جرمني بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او پاکستان د څانګې له رییس ګېورګ کلوزمن او د جرمني د وسیټفالن ایالت د پارلمان له مرستیال برایوان ایمازوف سره خبرې کړې او د افغان نجونو او ښځو اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي.
د اغلې پریاني لخوا خپره شوې اعلامیه کې پر دې نیوکه شوې چې په نړیوالو قوانینو کې د جنسیتي اپارتاید اصطلاح تصریح شوې نه ده او ګواکې هېوادونه یې له همدې د افغانستان په تړاو له رسمیت پېژندنې ډډه کوي.
هغې ویلي، ان هغه هېوادونه هم چې د بشري حقونو ملاتړي دي، دې ته لیوال نه دي چې بشري حقونو ته ژمنتیا وښيي او د طالبانو حکومت خلاف جدي ګامونه واخلي.
هغې یو ځل بیا له جرمني غوښتي چې افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني او له نورو هېوادونو سره په همکارۍ دا موضوع ملګرو ملتونو ته راجع کړي.
تمنا زریاب پریاني او ملګرو یې پر نورو ښځو او نجونو هم چې په بېلابېلو هېوادونو کې یې د نه خوړو اعتصاب پیل کړی، غوښتي چې اعتصاب پای ته ورسوي.

























