هند کې د بابري جومات پر ځای د مندر پرانیستلو پر سر لانجې

د عکس سرچینه، Getty Images

ټاکل شوې، د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د دوشنبې په ورځ د ایودیا په سپیڅلي ځای کې د رام مندر د پرانیستلو او لمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړي، چې ښايي سلګونو زره هندوان هم هلته وي. د هند په شمالي ایالت اترا پردېش کې دغه ځای له لسیزو راهیسې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د لانجو او شخړې ډګر دی.

راما مندر په هغه ځای کې جوړېږي، چې یو وخت بابري جومات پکې ودان و.

افراطي هندوانو دغه جومات په ۱۹۹۲ کال کې ویجاړ کړ. بابري جومات په ۱۶ پېړۍ کې د هند د لومړي مغل پاچا سلطان محمد بابر په امر جوړ شوی و.

هندو مذهبه هندیان ادعا کوي، بابري جومات د رام د زېږېدو ځای کې د یوه معبد له ړنګولو وروسته جوړ شوی و.

په ایودیا کې د رام مندر د لمانځنې لپاره د جنورۍ د دوه ویشتمې نېټې مراسم په دې هم مهم دي چې دا د هند له ټولټاکنو یوازې څو میاشتې مخکې ترسره کېږي.

رسنیو د دغه معبد ( د خپل عبادت ځای) د جوړېدو مسله په پراخه کچه تر خپل پوښښ لاندې راوستې او په هند کې د خلکو او رایه ورکوونکو ترمنځ د بحث پر موضوع بدله شوې ده.

ان ځینې شرکتونه او سوداګریز بنسټونه د خپلو اعلانونو او بازارموندنې پلانونو سره پدې مراسمو کې د ګډون لپاره چمتو شوي دي.

ټاکل شوې د اترا پردېش اعلی وزیر یوګي ادیتیانات او د راشتریا سویم سیوک سنګ مشر موهن بهاګاوات، د نریندرا مودي تر څنګ په دغو مراسمو کې را څرګند شي او ویناوې وکړي.

د هند حکومت اصلي مخالف ګوند "کانګرس ګوند" په دې غونډه کې د ګډون بلنه رد کړې، او دا یې "سیاسي مېلمستیا" بللې ده، چې د نریندرا مودي او ملتپالو هندوانو د ګټې لپاره پلان شوې.

د انډین اېکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، واکمن بهارتیا جناتا ګوند د دې نیوکې په ځواب کې کانګرس ګوند د هندوانو ضد ګوند بللی دی.

ځینو نیوکه کوونکو ویلي، د واکمن ګوند له خوا د مندر پرانیستلو مراسم، د هندوانو رایو ګټلو په موخه ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د معبد جوړولو پروژه لا هم نه ده بشپړه شوې.

د حکومت پلوه رسنیو لېوالتیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند ملتپالو رسنیو په پراخه کچه د ایودیا معبد د پرانیستلو ملاتړ کړی دی. اصلي خبري شبکو د دې مراسمو او اړوندو خبرونو او پېښو پوښښ لپاره ډېر وخت ورکړی دی. ځینو دغو رسنیو د ژوندیو ټلویزیوني خپرونو موټرونه د رام په عکسونو سینګار کړي دي.

د کانګرس ګوند د هندي ژبې خبري چینل اج تک یو مشهور ویاند سدیر چوهدري، د اپوزیسیون ګوند د "مسلمان او هندو ضد" په توګه یاد کړ. هغه ویلي،د ګاندي کورنۍ ګوند چې د هندوانو لخوا د بابري جومات په ړنګولو یې "چیغې او ژړا" کولې، اوس د رام مندر د پرانیستلو پر مراسمو اعتراض کوي.

د هند ټلویزیون خبري چینل د جنورۍ په ۱۵ مه په خپله یوه خپرونه کې د اپوزیسیون لخوا په مراسمو کې د ګډون بلنې پر ردولو ملنډې وهلې وې.

نیوکه کوونکي وايي "مراسم سیاسي دي"

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افراطي هندوانو دغه جومات په ۱۹۹۲ کال کې ویجاړ کړ.

په یوه مقاله کې چې د جنوري په ۱۹مه په ډکن هېرالډ ورځپاڼه کې خپره شوې، کې وي چندرا مولي پوښتنه کړې، "ایا لومړی وزیر نرېندرا مودي د سیاسي ګټې لپاره د نیم جوړ شوي، مندر په پرانیستلو کې د رام لارښوونې پلې کوي؟"

اردو ژبې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې لیکلي: "دا مندر د سترې محکمې د حکم پر بنسټ جوړېږي، او سیاسي ګوندونه پدې کې هېڅ رول نلري. سره له دې، د بهارتیا جنتا ګوند له دغې پېښې په ښکاره ډول خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره هېڅ ډول درېغ نه کوي."

دغې ورځپاڼې چې زیاتره لوستونکي یې مسلمانان دي، په هند کې د معبد د پرانیستلو په مراسمو کې د لږکیو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جنورۍ په ۱۸ مه اردو ژبې ورځپاڼې انقلاب لیکلي و، هندو ملتپال ګوند به د رام مندر د مسلمانانو پر وړاندې د "غچ اخیستنې سمبول" په توګه وکاروي. ورځپاڼې ویلي "اوسنيو واکمنانو د دې هېڅ کمی نه دی کړی چې وښيي، دا هېواد یوازې د هندوانو اړوند دی او یوازې دوی دي چې خپلو هیلو ته به ورسېږي."