د ښځو فوټبال نړيوال جام: فرانسې، سويډن او جمېکا خپلې لوبې وګټلې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښځینه فوټبال نړیوال جام سياليو په ترڅ کې نن درې لوبې وشوې چې د سويډن، فرانسې او جمېکا په برياليتوب سره پای ته ورسېدې.
د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې سويډن د ايټاليا لوبډلې ته د ۵- ۰ پر وړاندې ماته ورکړه. په دې سيالۍ کې د سویډن امنډا د لوبې په ۳۹ دقيقه کې لومړی ګول وکړ، ورپسې فرېډولينا په ۴۴ دقيقه کې دويم، سټينا بلکسټينس درېيم، امنډا څلورم او ربېکا پنځم ګول وکړ.
سويډن تر دې مهاله ټولې دوې لوبې کړې او دواړه یې ګټلې دي. ايټاليا بيا يوه لوبه ګټلې او يوه يې بايللې ده.
دويمه لوبه بيا د فرانسې او برازيل تر منځ وشوه چې فرانسې ۲- ۱ وګټله. د لوبې په ۱۷ دقيقه کې فرانسې لومړی ګول وکړ ورپسې په ۵۸ دقيقه کې برازيل لوبه مساوي کړه خو په ۸۳ دقيقه وېنډي رينارډ په ګول وهلو سره لوبه د فرانسې په ګټه پای ته ورسوله.
فرانسې خپله لومړۍ لوبه مساويکړې او برازيل ګټلې وه.
په دې بریا سره فرانسه د څلورو نومرو په لرلو سره د خپل ګروپ په سر کې ده او په راتلونکې لوبه کې د پاناما پر وړاندې له بریا وروسته به فرانسه بل پړاو ته لار پیدا کړي.
په همدې ګروپ کې برازیل د دریو نومرو په لرلو سره په دویم ځای کې دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نن ورځې درېيمه لوبه د جمېکا او پاناما تر منځ وشوه چې جمېکا ۱- ۰ وګټله. د جمېکا الېسن سوابي په ۵۶ دقيقه کې لومړی ګول وکړ او بريا يې خپله کړه. جمېکا خپله تېره لوبه مساوي کړې وه خو په دې سياليو کې تر دې مهاله پاناما کومه لوبه نه ده کټلې.
د جمعې په ورځ بيا انګلنډ ډنمارک د ۱- ۰ پر وړاندې ماته ورکړه چې اوس د شپږو نومرو په لرلو سره د خپل ګروپ په سر کې ځای لري.
بله لوبه کې بيا د ارجنټاين مېرمنو لوبډلې له سويلي افریقا سره لوبه ۲ – ۲ مساوي کړه.
په سږنیو سیالیو کې د امریکا، جرمني، انګلنډ، جاپان، برازیل، ارجنټاين او ګڼو نورو په ګډون پیاوړې لوبډلې د دې جام د ګټلو لپاره رامخ ته شوې دي.
امریکا به غواړي چې د پر له پسې اتلولیو دفاع وکړي، په داسې حال کې چې د اروپا اتله لوبډله انګلنډ به د خپل لومړي نړیوال جام ګټلو په لټه کې وي.
د نورو لوبډلو ترڅنګ، ګډ کوربه هېوادونه، استرالیا او نیوزیلنډ هم هیله لري چې د اتلولي په ګټلو خپل تاریخ جوړ کړي.
د ښځینه وو فوټبال نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو ډېرې اتلولۍ د امریکا لوبډلې ګټلې دي. دوی په ۱۹۹۱، ۱۹۹۹، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو کې دغه جام خپل کړی دی.
ورپسې جرمني دوه ځله په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کلونو کې دا اتلولۍ په خپل نامه کړې دي. ناروې په ۱۹۹۵ او جاپان په ۲۰۱۱ کال کې د ښځینه فوټبال جامونه ګټلي دي.
د ښځو د نړیوال جام نهم پړاو چې د لیدونکو له بې ساري تود هرکلي سره مخ دی، په ګډه د استرالیا او نیوزیلنډ په کوربتوب ترسره کېږي چې د اګست مياشتې ترشلمې نېټې به دوام وکړي.

























