یو سکاټلنډی بنسټ غواړي په افغانستان کې د طب له محصلانو سره مرسته وکړي

لینډا

د عکس سرچینه، LINDA NORGROVE FOUNDATION

د عکس تشریح، د بریتانیا -امریکا ګډو څېړنو وموندله چې لینډا په افغانستان کې د ژغورنې عملیاتو کې هغه مهال ووژل شوه چې یوه امریکايي عسکر یو لاسي بم وغورځاوه

په افغانستان کې د وژل شوي سکاټلنډي مرستندویه کارکوونکې په یاد کې یوه جوړه شوې خیریه موسسه تمه لري چې له افغانستانه ۲۰ طبي محصلین د خپلو زدکړو د بشپړولو لپاره سکاټلنډ ته ولېږي.

لینډا نورګرو چې د لویس اوسېدونکې وه، په ۲۰۱۰ کال کې طالبانو وتښتوله، خو د هغې د ژغورلو په عملیاتو کې نوموړې ووژل شوه.

د هغې مور او پلار له افغان مېرمنو او نجونو سره د مرستې لپاره د پروژو د ملاتړ لپاره د هغې په نوم یو بنسټ جوړ کړ.

دغې خیریه موسسې د بریتانیا له حکومت او د سکاټلنډ له سیمه ییز حکومته وغوښتل چې د طب په برخه کې د افغان ښځینه محصلانو د منلو بهیر اسانه کړي.

دغه بنسټ وايي، له افغانستانه سکاټلنډ ته د دغو محصلانو د لېږد په اړه له مرکزي او سيمه ييزو حکومتونو سره له اوږده انتظار او خبرو اترو وروسته تر اوسه کوم پرمختګ نه دى شوى.

سکاټلنډ وویل چې د سیمه ییز حکومت د پوهنې وزیره جیني ګیلروټ له خیریه چارواکو سره لیدلي او په لندن کې یې د کورنیو چارو وزارت ته لیکلي چې د وضعیت په اړه د بېړني وضاحت غوښتنه کوي.

د بریتانیا حکومت ویلي دي چې د مستحقو افغانانو د بیا مېشتېدنې ملاتړ "اصلي لومړیتوب" دی.

د لینډا نورګرو بنسټ وايي چې دوی په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د زدکوونکو د ژوند په اړه د وېرې پیغامونه ترلاسه کړي.

طالبان په دغه هېواد کې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف له شاوخوا شل کلن حضور وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت (۱۴۰۰ سنبله/وږي میاشت کې) واک ته ورسېدل.

له هغه وخت راهیسې په افغانستان کې د ښځو په اړه یو لړ سخت فرمانونه بیا نافذ شوي دي.

طالبانو مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې به د ښځو حقونه د "اسلامي شریعت په چوکاټ کې" په پام کې ونیسي.

"دا ټول ځنډ نهیلی کوونکی دی"

د لینډا نورګرو بنسټ وايي چې تېر کال په سکاټلنډ کې پنځو طبي پوهنځیو پرېکړه وکړه چې ۲۰ زدکوونکو ته د خپلو زدکړو بشپړولو لپاره داخله ورکړي.

خو د لینډا پلار جان نورګرو وویل: "دا ټول ځنډ نهیلی کوونکی دی."

هغه وويل چې په پيل کې دغې خيريه موسسې ته ويل شوي وو چې د روان کال په جنورۍ مياشت کې به په بريتانيا کې د افغان اتباعو د اوسېدو د پلان له مخې اړونده لاره پرانيستل شي.

ښاغلي نورګرو وویل چې هغه وخت نېټه اګست ته بدله شوې وه او اوس ورته ویل شوي چې په دومره چټکۍ به دا کار ونه شي.

هغه زیاته کړه: "زموږ زدکوونکې چې پر روزنه بوختې وې، کار ته یې دوام نه دی ورکړی، اوس په پخلي، پاکولو او د ماشومانو په پالنه بوختې دي."

"هغوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې د کور له نارینه پرته له کوره ووځي، ځینې یې د خپل ژوند په اړه وېره لري او نورې د دوی د خوښې خلاف واده کوي."

"دوی په بشپړه نا امیدۍ کې دي او زموږ مرستې ته سخته اړتیا لري."

د ژغورلو لپاره هڅه

LINDA NORGROVE FOUNDATION

د عکس سرچینه، LINDA NORGROVE FOUNDATION

د عکس تشریح، د لینډا مور او پلار له افغان نجونو او ښځو سره د مرستې لپاره د هغې په نامه یوه خیریه مؤسسه جوړه کړې ده

د سکاټلنډ سیمه یز حکومت اعلان کړی چې د بریتانیا له مرکزي حکومت څخه یې په دې برخه کې د اقداماتو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو غوښتنه کړې.

یوه ویاند وویل: "حل دا دی چې موږ له دې مېرمنو سره د بورسونو او د ژوند لګښتونو سره مرسته وکړای شو."

"په سکاټلنډ کې د محصلانو د ملاتړ مقررات په دې هېواد کې خلکو ته له افغانستان څخه د بیا مېشتېدنې سکیمونو (پروګرامونو) کې راغلو خلکو ته میاشتنی لګښت ورکوي، لکه د ځايي محصلانو د کور او ژوند لګښتونو ملاتړ یې کوي."

هغه زیاته کړه: "موږ نهیلي یو چې دا وضعیت تر اوسه نه دی راغلی، خو موږ ډاډه یو چې د کورنیو چارو وزارت به یوه عملي حل لاره ومومي."

د بریتانیا د حکومت یوه ویاند وویل: "بریتانیا په افغانستان کې له خطر سره مخامخ خلکو سره د مرستې لپاره یو هوښیار او سخاوتمندانه تعهد کړی دی. تر اوسه مو شاوخوا ۲۴۶۰۰ زیانمن شوي کسان خوندي ځایونو ته رسولي دي، چې په دوی کې زرګونه هغه کسان هم دي چې له افغانستانه د بیا مېشتېدنې د پلانونو په شرطونو برابر دي."

هغه وویل، "د مستحقو افغانانو د بیا مېشتېدنې ملاتړ یو اصلي لومړیتوب دی او موږ د بیا مېشتېدنې مسلو او د وړ اشخاصو لپاره د خوندي تګ راتګ په برخه کې د متحدو ملګرو او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره کار ته دوام ورکوو."

۳۶ کلنې لینډا د USAID د پروژې څارنه کوله او د افغانستان په نسبتا نا امنه سیمو کې یې د کار پیدا کولو او اقتصادي برخه سره مرسته کوله.

نوموړې د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر په ۲۶مه په کونړ ولایت کې وتښتول شوه او د همدې کال د اکټوبر په اتمه د ځانګړو امریکايي ځواکونو له خوا د ژغورلو په هڅه کې ووژل شوه.

د بریتانیا -امریکا ګډو څېړنو وموندله چې هغه د یوه لاسي بم په واسطه وژل شوې چې یوه امریکايي سرتېري غورځولی و.