له ایرانه د افغانانو ډله ییزه ویستل: 'زما نانځکه ایرانۍ ده، اوس باید هغه هم کډواله شي'

.

د عکس سرچینه، Mohammad Balabuluki

    • Author, ناجیه غلامي
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د همدې کال په جولای میاشت کې د اسلام کلا د دوغارون په نامه پوله کې یوه توده ورځ وه. هغه ځای چې د ایران له خاورې د افغانستان خاورې ته ننوځئ. بسونه یو پر بل پسې روان دي.

مسافر اېستل کېږي. افغانان له ایرانه اېستل کېږي. دوی د غوراوي له مخې نه، بلکې په زور اېستل کېږي. ګڼ شمېر خلک لاهم حیران دي. زورور بادونه لګېږي. خاورو هوا پوښلې ده، هېڅ هم نه ښکاري.

یوه کوچنۍ نجلۍ په دوړو کې له یوه بسه راکوزېږي. شاوخوا ګوري، حیرانه ده. بیا یو ناڅاپه چیغې وهي، خپل سر او مخ په څپېړو وهي.

په ایرانۍ فارسۍ ساندې کوي او وايي: "خدایه، دا دې څه ډول دوزخ ته راولېږلم؟"

دا افغانه ده. خو هېڅکله یې افغانستان نه و لیدلی. د زرګونو نورو په څېر دا هم ایران کې زېږدلې او لویه شوې ده.

خو اوس د ایران او اسرائیل له جګړې او په زیاتېدونکي ډول شکونو وروسته پر کډوالو د جاسوسۍ نومونه کېښودل کېږي او له هېواده شړل کېږي. دوی د پولې له لارې یوې داسې خاورې ته لېږل کېږي چې هېڅکله یې نه وه غوره کړې. یوه داسې سیمه چې نه یې پېژندله.

اسلام کلا کې دوړو فضا پوښلې

د عکس سرچینه، Mohammad Balabuluki

ځینې ورځې، له ۳۰ زرو تر ۵۰ زرو افغانان له ایرانه په زور اېستل کېږي او دلته خوشې کېږي.

مرستندویه ډلې خبرداری ورکوي چې د کال تر پایه پورې دا شمېره ۴ میلیونو ته رسېدلی شي.

دلته د تودوخې لوړه درجه له ۴۳ تر ۴۵ درجو رسېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) او سیمه ییزو نادولتي ادارو لخوا جوړې شوي خیمې له ۷ زرو نیولې تر ۱۰ زرو کسانو لپاره جوړې شوې وې خو اوس په کې لسګونه زره کسان مېشت دي.

افغان عکس اخیستونکی محمد بالابلوکي هلته ورغلی چې دا هر څه مستند کړي او هغه څه له خلکو سره شریک کړي چې دی یې ویني. د پاخه عمر یو سړی د خونې په یوه څنډه کې د ګني لرګی لاس کې نیولی او وايي:

"زه د پلي تګ لپاره د باندې ووتم چې دوی ونیولم. بیا یې یوه پنډغالی ته بوتلم او اوس دلته یم. زما مېرمن او لوڼې لا بېخی خبرې نه دي."

هغه له انځور اخیستونکي د تلیفون پورولو غوښتنه وکړه. بیا غلی شو او یې ویل: "شمېره مې يې په یاد نه ده"، ګونګوسی شو.

ګڼ شمېر اېستل شوي کسان لا هم ایراني سیم کارتونه لري. دوی افغانستان کې هېڅوک نه پېژني. ګڼ شمېر یې له پیسو او سامانونو پرته راغلي دي. ځینې یې وايي د دوی کارګومارونکي یې لاهم د تنخواو پوروړي دي.

افغانان له ایران سره د اسلام کلا پر دوغارون پوله ایسار دي

د عکس سرچینه، Mohammad Balabuluki

یوې جوړې د سیوري جوړولو په پار یوه کمپله د خپلو څلورو ماشومانو مخې ته نیولې چې د لمر له تودوخې یې وژغوري. دوی په ساعتونو ساعتونو د لمر لاندې خولو کې یوازې د دې لپاره ولاړ دي چې خپل ماشومان له ګرمۍ وژغوري.

ماشومان یو بل پورې نښتي او حیران دي. دوی وېرېږي. دا په هغه افغانستان کې د دوی لومړنۍ شېبې دي چې "وطن" یې بولي.

په دوی کې یوه نجلۍ چې ښايي د اته یا نهو کلو به وي یوه نانځکه ځان ته نږدې نیسي. او ورته وايي: "تر هغه چې زه ژوندۍ یم، زما نانځکه به له ما سره وي. زما نانځکه ایرانۍ ده. اوس زه کډواله یم نو هغه باید هم کډواله شي. "

ګڼ شمېر خلک وايي نه یوازې د چارواکو لخوا بلکې په سړکونو هم د اسرائیلو د جاسوسانو په تور تورن شوي وو. له ایرانه یو اېستل شوی کس وايي:

"موږ د کاریګرو په توګه خپل ژوند تېر کړ، څاګانې مو وکیندلې، کورونه مو جوړ کړل، کورونه مو پاک کړل خو جاسوسي هغه څه ده چې موږ هېڅکله نه ده کړې."

یو بل کس زیاتوي: "له هېواد اېستل یوه خبره ده خو سپکاوی، وهل ټکول او له چا ناوړه ګټه اخیستل هغه څه دي چې ستاسو زړه ماتوي."

له لږ څه رسمي ملاتړ سره، ځایي اوسېدونکي هڅه کوي مرسته وکړي. دوی خلکو ته اوبه او خواړه راوړي او خلکو ته وړاندیز کوي چې نورو ښارونو ته سورلۍ بوځي. خو د خلکو شمېر ډېر دی. افغانستان واردمخه په وچکالۍ، بېوزلۍ او لوږه کې ډوب دی. او اوس دا بله ستونزه ده.

یوه جوړه خپلو ماشومانو ته له یوې کمپلې سیوری جوړوي

د عکس سرچینه، Mohammad Balabuluki

افغان انځور اخیستونکی محمد بالابلوکي د اسلام کلا وضعیت مستندوي. کله چې ترې وپوښتل شول پخوا یې کله داسې څه لیدلي وو، ډېر خپه شو او ویې ویل:

"دوه کاله دمخه، مې هرات کې د زلزلې پېښې خبري پوښښ کړی وه چې نږدې ۲ زره کسان په کې مړه شوي وو.

خو زرګونه کسان په داسې حال کې لیدل لا نور دردوونکي دي چې له هېواده اېستل شوي او په داسې ځای کې پرېښودل چې نه یې پېژني او نه غواړي په کې واوسي. "