بلوچستان کې د بې وزلۍ له کبله ځينې کورنۍ د خپلو لوڼو "پلورلو" ته اړ شوې دي

- Author, سحر بلوچ
- دنده, بي بي سي اردو
"تېر کال د سېلابونو پر مهال مې ښځه میندواره وه. ډاکټرانو ویل چې باید عملیات شي خو یا به ماشوم ضایع کېږي او یا به دا له منځه ځي. ما په سود درې لکه روپۍ پور کړې او هغه مې عملیات کړه. وروسته قرض راکوونکي له سود سره پنځه سوه زره روپۍ غوښتې خو ما سره نه وې. لار رانه ورکه وه، بیا مې خپله لس کلنه لور پر یوه ګاونډي خرڅه کړه"
دا د پاکستان د بلوچستان چوکي جمالي سيمې د یوه کاریګر خبرې دي. ما ته یې هله کیسه وکړه چې د ۲۰۲۲ کال سېلابونو نه یو کال وروسته یو ځل بیا هلته ورغلم.
تېر کال زه د بلوچستان بېلابېلو سیمو ته تللې وم. ګڼې سيمې سېلابونو وړې او ویجاړې کړې وې چې د چوکي جمالي په نوم ځای هم پکې شامل و.
دې سيمې ته له رسېدو سره راته جوته شوه چې د ۲۰۲۲ کال تر سېلابونو وروسته هلته ګڼې کورنۍ د بې درکه بې وزلۍ ښکار شوې دي چې ان ځينې کورنۍ د خپلې نېستۍ غوڅولو لپاره لوڼې پلوري.
د چوکي جمالي سيمې ډېری وګړي بزګر او یا په ورځانې کار کوونکي کاریګر دي.
"له درو تر پنځو سوو زرو خرڅېږي"

د ځينو کورنیو له لوري د خپلو لوڼو پلورلو د لامل په اړه یوه ښوونکي راته وویل چې تر سېلابونو او ورپسې د راغلي فقر له کبله خلک په سود له خلکو پورونه اخلي. د وخت په تېرېدو سره پر سود نور سود هم ډېرېږي او چې کله کورنۍ د قرض په پرېکولو کې پاتې راشي نو له ناچارۍ خپلې وړې نجونې ان په ۴۰ یا ۵۰ کلنو سړیو باندې خرڅوي.
چارواکي وايي چې دا ډول پېښې د ۲۰۲۲ کال له سېلابونو وروسته د راغلې نېستۍ له کبله ډېرې شوې دي.
طبعي پېښو ته د رسېدو چارو ځايي اداره وايي چې تر سېلابونو وروسته یې د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د بلوچستان په ۱۴ ولسوالیو کې څېړنه کړې ده.
وايي، ورته جوته شوې چې دغلته په کم عمرۍ کې د نجونو د ودولو کچه ۱۳ سلنه ختلې ده.
په چوکي جمالي سيمه کې مې له یوه داسې کاریګر سره ولیدل چې د یوې ورځې دیاړي یا ورځانه یې ۵۰۰ کلدارې ده او د خپله لس کلنه لور یې پر یوه څلوېښت کلن سړي پلورلې ده.
دی وايي، "زه مجبور وم. مېرمن مې میندواره او باید عملیات شوې وای. ماشوم یې ضایع شو خو ښځه مې وژغورل شوه. دا د هغه وخت کیسه ده چې سېلابونه راغلي وو، ټولې لارې تړلې وې. روغتون ته د تګ لار هم نه وه او که کومه لاره وه نو هلته د تلو لپاره پیسې راسره نه وې"
دغه پلار زیاتوي، "خپله لور مې وپوهوله چې مجبوره یې له دې سړي سره واده وکړې ځکه چې ستا په بدل کې به پیسې راکړي او په هغو پیسو به دې د مور عملیات وکړو او درمل به ورته پرې واخلو"
زه چې د کومو مزودورانو کورونو ته ورغلم په کور کې یې د یو وخت ډوډۍ هم نه وه او د اوړو تش کندو به یې راوښود چې د یوه وخت ډوډۍ به هم نه ترې پخېدله.
"کله ځينې نجونې د خرڅولو له وېرې تښتي"

د بلوچستان په دې سيمه کې د وړو نجونو بیه له درو تر پنځو سوو زرو روپيو ده.
هلته برګز او په دیاړۍ کارکوونکي دا پيسې د خپلو قرضونو لنډولو، په کراچۍ کې درملنې او یا د خپل زوی پر زدکړو لګوي.
د چوکي جمالي سيمې يوه پلار راته وویل، "موږ یوازې لوڼې خرڅولی شو، زامن خو څوک نه اخلي او نه پیسې پرې ورکوي"
ځينو کورنیو د کور دروازه راته خلاصه نه کړه او ویل یې چې لوڼې نه لري. دا ډول کورنۍ بیا د خپلو پورونو پرې کولو لپاره د کور توکي خرڅوي.
یوې ځايي ښوونکې سعدیه راته وویل، "ځینې نجونې چې د خرڅولو خبره واوري نو له کوره وتښتي خو جزا یې تر هغوی وړې خويندې ګالي او په بدل کې یې واده ته اړ ایستل کېږي"
دا ښوونکې زیاتوي چې کله خو د دې وېره هم وي چې که یوه نجلۍ د چا په کرونده کې کار کوي نو د دې خطر شته چې ځمکهوال پرې د زنا تور پورې کړي نو له همدې وېرې ځينې پلرونه خپلې لوڼې په کم عمرۍ کې ودوي.
دا ډول نجونو ته نن سبا په نړۍ کې د "کلایمېټ براييډ" یا "اقليمي ناوې" نوم ورکول کېږي او تر ډېره په افریقا، هند او پاکستان کې دا ودونه دود دي.
د بلوچستان د اقليمي بدلون په برخه کې یوه کارکوونکې اداره وايي چې د پاکستان په دغه ایالت کې د موسمي بدلونونو او سېلابونو له کبله د کرنې له صنعته ګټه وټه ترلاسه کول ستونزمن شوي دي.
ځينې کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي او د سختې ګرمۍ له امله د لا نورې قحطۍ او سېلابونو راوتو وړاندوینه هم شوې ده.

























