د امریکا لاس انجلس کې ځنګلي اورلګېدنو پنځه کسان وژلي،‌ تر سل زرو ډېر بې ځایه شوي دي

د ویډیو تشریح، لاس انجلس کې ځنګلي اورلګېدنې: لسګونه زره کسان له خپلو په تښتېدو دي
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

امریکا کې د کلیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار څو ځنګلي سیمو کې لګېدلی اور په پراخېدو دی. دا ځنګلي اور د دغه ښار په تاریخ کې 'بې مخینې' بلل شوی او د لا ډېر زیان خبرداری ورکړل شوی.

چارواکو تر دې دمه د ۵ کسانو د مړینې او لسګونو نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

دا اور سې‌شنبه لومړی مالیبو غونډیو ته څېرمه په یوه غرنۍ ځنګلي سیمه کې لګېدلی و،‌ خو وروسته د سختو بادونو او سیلیو له کبله نورو سیمو ته خپور شو.

اوس اور وژونکي د لاس انجلس په شپږو مختلفو سیمو پسېفیک پالسیدس، ووډلي، هورېسټ، لیډیا، ایټون اوسن‌سېټ کې د لګیدلو ځنګلي اورونو د وژلو هڅې کوي.‌

دغه اور یوازې پالسیدس کې تر ۱۰۰۰ ډېرې ودانۍ، چې کورونه، دفترونه، پلورنځي او نور پکې شامل دي، له کومي تېر کړې دي.‌

ځايي چارواکي وايي، دغلته شاوخوا ۳۷۰۰۰ کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي. په ایټون کې بیا د بې ځایه شویو شمېر له ۱۰۰ زرو اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اور وژونکو ویلي، د دغو ځنګلي اورلګېدونو کنټرول او وژلو لپاره د اوبو له کمښت سره مخامخ شوی دي.

چارواکي وايي د لاس انجلس ښار د اوبو رسونې سیستم داسې نه دی جوړ شوی، چې د ځنګلي اورلګېدنو پر مهال دې د اوبو اړتیا پوره کړای شي.

دوی له خلکو غوښتي چې اوبه کمې مصرف کړي.

کالیفورنیا

د عکس سرچینه، Caroline Brehman/EPA

د عکس تشریح، اور وژونکي د اور کابو کولو هڅې کوي

له پسېفیک پالسیدس سیمې چې ارام سمندرګي ته نژدې د سانټا مونیکا په غرونو کې پرته ده، ۳۰ زرو کسانو ته د هر څه ژر وتلو امر شوی.

د لاس انجلس د اور وژنې اداره وايي ۱۳ زره کورونه د سوځېدو له خطر سره مخ دي.

د اور لګېدنې د نښو پېژندونکي ۲۵۰ تنه هلته سم لاسي پر دندو لګیا دي چې له پېښېدونکو او احتمالي اور لګېدنو خلک خبر کړي.

اور

د عکس سرچینه، Caroline Brehman/EPA

د عکس تشریح، خلکو په بیړه کورونه پرایښي

د اور لګېدنې له سیمې خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې پر کورونو لمبې بلې او ډېر خلک د سر خوندیتوب لپاره له کورونو په منډو دي. اور وریني چاودنې چې سخت بادونه ورسره ملي دي ځينو سیمو کې یې کچه په ساعت کې ۱۰۰ کیلومټرو ته رسیږي.

له سیمې د خلکو د تېښتې پر مهال پر لارو پراخه ګڼه ګوڼه لیدل کېږي او ځينو کورنیو نیمه لار کې موټرونه هم پرایښي چې د نورو د وتلو مخه یې نیولې. یو ځای د لار خلاصون لپاره ۲۰۰ موټرې پر بلډوزر څنډې ته شوې.

د اور نښو پېژندونکو خبرداری ورکړی چې حالت لا بدې خوا ته روان دی او که بادونه همداسې ټوله شپه دوام وکړي ښايي د اور لګېدنې سیمه پراخه شي.

د " Poweroutages.US" په نوم د بریښنا اړونده یوه ویب پاڼه کاږي چې له ۴۶ زرو ډېر کورونه او کاروبارونه د برېښنا له پرچاوۍ سره مخ دي. هم مهاله په کلیفورنیا کې میلیونونو کسانو ته د لوړې کچې خبر داری ورکړل شوی چې اور لګېدنه پراخېدونکې ده.

د ویډیو تشریح، له لاس انجلس خپرو شویو ویډیوګانو کې پراخه ویجاړي ښکاري

د کلفورنیا دولتي ادارو ویلي په الټا ډینا غونډیو کې اور، د ۲۰۰ جریبه په اندازه ځنګلیزه ځمکه سوځولې ده. هلته هم د سم لاسي وتلو خبرداری ورکړل شوی.

په پاسیفیک پالیسیډ کې ځینې مشهورې فلمي څېر لکه یوجین لوي او جیمز ووډز هم ژوند کوي چې د بې کوره شویو په منځ کې دی، هغوی پر خپله ایکس پاڼه د خلکو له خواخوږۍ مننه کړې.

ووډز لیکې " نه پوهېږم چې کور به مې پر ځای پاتې وي او که نه خو له بده مرغه ځینې کورونه له منځه تللې." یوجین لوی بیا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ته ویلي " تر اوسه لا پر لار ګڼه ګوڼه کې بند دی."

چارواکو ویلي چې په کلفورنیا کې خبره له موسمي اورلګېدنو اوښتې او دا چې تېر کال پرلپسې د اور لګېدنې پېښې په بیلابیلو موسمونو کې شوي. ډېرو ویلي په تېر کې کله هم دا د اور لګېدنو موسم نه و.