ولې هند کې په ناڅرګند ډول لسګونو کسانو د سر وېښته وبایلل؟

د هند مهاراشټرا ایالت ۱۲ کلیو اوسېدونکي هغه وخت هک حیران شول، چې د یو شمېر اوسېدونکو له سرونو یې ناڅاپه وېښته تري تم شول. ځايي روغتیايي چارواکي وايي، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د دې سیمې نژدې ۲۰۰ اوسېدونکو چې ان څلور کلن ماشومان هم پکې شامل دي، له سرونو وېښتان ورک شول.
په ځینو قضیو کې اغېزمن کسان په بشپړه توګه بې وېښتو شوي، چې له دې سره وېره او اندېښنه راپیدا شوې او هندي روغتیايي چارواکو د دې پېښو په هکله پلټنې پیل کړې دي.
انند (مستعار نوم) د شي ګاون تعلقه سیمې اوسېدونکی دی، چې د تېر ۲۰۲۴ کال پر وروستۍ ورځ یې د وېښتو توېدل پیل شول. دی له دې وروسته سلماني ته تللی، وېښته یې خریلي، چې له بېرته راپورته کېدو وروسته یې یو ځل بیا توېدل پیل شول.
د رپوټونو له مخې دا حیرانونکی وضعیت د ککرۍ په شاوخوا کې د خارښ سره پیلېږي او وروسته د سر وېښتو توېدل پيل شي. د ځینې خلکو وېښته بېرته راپیدا شي، خو تر اوسه یې د توېدو لاملونه معلوم نه دي.
د اوس لپاره د هند بدیل دارو درملو چارو وزارت مسوولین د اغېزمنو کسانو نښو ته په کتو سره دوی ته هومیوپیتهیک درمل ورکوي. حکومت، ماهرین او د هند طبي څېړنو شورا غړي د دې مسئلې د احتمالي لاملونو په هکله څېړنې کوي.
د هند طبي څېړنو شورا د بهوپال، چینای، پونې او پلازمېنې ډیلي سیمو د ماهرینو ډلې اغېزمنو کلیو ته ورغلې او د معایناتو لپاره یې د ځايي خلکو وېښتو، وینې، نوکانو، بولو او ځايي اوبو بېلګې ترلاسه کړې دي. په اکولا نومي دولتي پوهنځي کې د دې بېلګو طبي معایناتو ازموینه شوې ده.
د پوهنځي مشرې میناکشي ګاجبهایې د بي بي سي مراټهي څانګې ته وویل، ''د بایوپسې او وینې معاینات ښيي، چې دا مسئله د فنګسي انفکشن له کبله نه ده رامنځته شوې، او دا هم ده، چې دا یوه ځانګړې ناروغي نه شي بلل کېدای. خو څېړنې روانې دي، چې معلومه شي، کره لاملونه یې څه دي، دغه راز د هغو توکو او اوبو د سرچینو په هکله هم څېړنه کېږي، چې په ځايي توګه کارول کېږي.''
د همدې پوهنځي د ماهرینو یوه ډله هم اغېزمنو کلیو ته ورغلې ده. د عامې روغتیا ځايي مسوول ډاکتر امول ګیت بي بي سي مراټهي څانګې ته وویل، ''دا فنګسي انفکشن نه شو بللای، ځکه د فنګسي انفکشن له کبله وېښته په دومره چټکۍ سره نه توېیږي.''
له ټولنې رټل کېدل

په اغېزمنو کلیو کې د ځینو هغو کسانو پر ضد د تبعیض پېښې هم رپوټ شوې دي، چې د سرونو وېښته یې له لاسه ورکړي دي. کله چې د بي بي سي خبریالان سیمې ته ورغلل، یو شمېر ځوانو نجونو او هلکانو ان له خبرو کولو ډډه وکړه. د ودونو یو شمېر پروګرامونه لغو شوي او یو شمېر هغه کسان چې وېښته یې له لاسه ورکړي، له ټولنیزو فعالیتونو محروم شوي دي.
یو شمېر زدکوونکو او محصلینو بیا په ښوونځیو او کالجونو کې د ناسم چلن شکایت درلود.
۵۵ کلنه پاروتي (مستعار نوم) وايي، "زما د زوی ویښتان تويې شوي دي. د هغه د واده خبرې هم پر ځای پاتې شوې." دا زیاتوي، "زما زوی په کلي کې له هېچا سره نه مخامخ کېږي."
د شپیته کلنې کاویري دهلوکر ویښتان پخوا دومره اوږدو وو چې د هغې ملا ته رسېدل، خو اوس د هغې په سر کې ځینې ځایونه په بشپړه توګه بې وېښتو پاتې دي.
هغې وویل، "په لومړي سر کې، لږ ویښتان تويې شوي وو." "بیا ما خپل ویښتان ږمنځ کړل، او ډېر ویښتان مې له لاسه ورکړل. کله چې مې ووینځل، نو نژدې ټول وېښته مې توېې شول. د دومره وېښتانو له لاسه ورکول بد احساس لري."

په هند انسټټیوټ آف میډیکل سائنسز ډیلي (AIIMS) کې د پوټکي ماهر ډاکټر سومیش ګوپتا، چې سیمې ته یې سفر کړی، هڅه کړې چې د وېښتانو د توېیدو او دا چې ایا دا ناروغي ساري ده په اړه اندېښمنو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړي.
هغه بي بي سي ته وویل، "هغه کسان چې په پیل کې یې ویښتان له لاسه ورکړي وو، د دوی ویښتانو بېرته وده کول پیل کړي دي. زه فکر نه کوم چې دا ستونزه به تر اوږده مهاله دوام وکړي. هغه ویښتان چې بېرته وده کوي ښه دي."
هغه زیاتوي، "دا د وېروس له امله نه ښکاري. دا ساري هم نه ښکاري."
د ایډز په ملي څېړنیز مرکز سي ایم ار اړوند ماهره ډاکتره شیلاګوډبول وايي: "ناروغان باید د شامپو او تېلو کارولو پرمهال احتیاط وکړي. دوی باید خپلې ږمنځې وکاروي. خلک باید ډېر و نه ډار شي. "

که څه هم د هغو کسانو په اړه چې د لوړې کچې فشار لري، په ناڅرګند ډول د وېښتانو توېدو رپوټونه ورکړل شوي، چې د کووېډ-۱۹ وبا پر مهال هم داسې ځینې پېښې ولیدل شوې، خو په سیمه ییز توګه د وېښتانو توېیدو داسې کومه ورته پېښه نه ده لیدل شوې.
د چاپېریال ککړتیا ډېری مهال په داسې قضیو کې د احتمالي لاملونو په لیست کې وي، او د مهاراشټر کلیو کې هم د اوبو سرچینو ازموینه او د نورو چاپیریالي عواملو معاینات ترلاسه شوي دي.
د اغېزمنو کلیو تر ځمکه لاندې اوبو ازموینه شوې او ځايي چارواکو د سیمې په اوبو کې د کلورین شاملولو مشوره ورکړې، چې ډاډ ترلاسه شي، چې د څښاک لپاره خوندي دي.

























