توره چڼیاسه‌ څه شی ده او ولې خطرناکه ده؟

توره چڼیاسه

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

توره چڼیاسه انسانانو کې د تنفسي ناروغۍ، حساسیت او سالنډۍ لامل کېږي او کله خو آن وژونکې هم تمامېدای شي.

توره چڼیاسه‌ څه شی ده؟

دا هغه کوچني فنګسونه دي، چې په نمجنو ځایونو کې وده کوي.

په کور کې د چڼیاسو نښې پر دیوالونو تورې، سپینې یا شنو ته ورته لکې دي چې د نم بوی هم کوي.

آیا توره چڼیاسه مو روغتیا زیانمنوي؟ نښې یې څه دي؟

هغه کسان چې چڼیاسنو ځایونو کې اوسېږي، ډېر امکان لري چې پر تنفسي ناروغیو، عفونت، حساسیت او سالنډۍ اخته شي.

هغه کسان چې د چڼیاسو له امله اغېزمن شوي وي بدن یې حساسیت کوي، پرنجېږي، له پوزې یې اوبه بهېږي، سترګې یې سرې کېږي او بدن یې خارښت کوي.

چڼیاسې همدا راز د تنفسي حملې لامل هم کېدای شي. له دې سره ټوخی هم پیدا کېږي او سینه مو یو ډول خشاری کوي.

توره چڼیاسه

د عکس سرچینه، Getty Images

بریتانیا کې د استوګنیزو ځایونو د څېړنې مرکز د رپوت له مخې، د دغه هېواد عامې روغتیا وزارت هر کال له یو میلیارد پاوڼدو ډېرې پیسې لګوي، چې نمجنو ځایونو کې د اوسېدو له امله د رامنځته شویو ناروغیو درملنه پرې وکړي.

عمر خوړلي خلک، ماشومان او نوي زېږېدلي ماشومان او هغه کسان پر دې ناروغۍ ډېر اخته کېږي، چې د پوټکي او تنفسي ناروغۍ لري.

توره چڼیاسه څنګه رامنځته کېږي او څنګه یې مخنیوی وکړو؟

چڼیاسې تر ډېره په کورونو کې د حمام، پخلنځي او کړکیو شاوخوا ځایونو کې پیدا کېږي.

کله چې هوا سړېږي، د اوبو بخار د اوبو پر څاڅکو بدلېږي او ځای نمجنوي،که پر وخت یې مخه و نه نیول شي، د وخت په تېرېدو په چڼیاسو بدلېږي او بوی کوي.

که غواړئ چې په استوګنځایونو کې مو د چڼیاسو مخه ونیسئ، لنډ شاور کوئ، د پخلنځي دروازه مو خلاصوئ چې تازه هوا راننوځي او د پخلي پر مهال هواکش لګوئ.

په کور کې یا د کور مخې ته د لښتیو پاکول هم د چڼیاسو د پیدا کېدو په مخنیوي کې مرسته کولی شي.