ډبلیو اېف پي: میلیونونو افغانانو سره مرستو لپاره ۴۰۰ میلیون ډالرو ته عاجله اړتیا ده

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, ابراهیم امیري
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا د راتلوونکې ژمي لپاره هغو اړو افغانانو ته چې په ژمي کې یې سیمو ته غځیدلې لارې د واورو له امله بندېږي د مرستو رسولو په موخه له نړیوالې ټولنې نه د مالي ملاتړ غوښتنه کړې.
ډبلیو ایف پي وايي مخکې له دې چې ناوخته شي افغانستان کې زیانمومنونکو خلکو ته د رسېدنې او خوړو برابرولو لپاره ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته په داسې حال کې اړتیا لري چې ژمي ته یوازې څو اونۍ پاتې دي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د چارواکو په وینا اوس مهال په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي له ولږې سره مخامخ دي او په دې نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به یې له کومه شي.
ډبلیو ایف پی وايي په داسې حال کې چې افغانستان د یو بشري کړکېچ د پاسه بل بشري کړکېچ تجربه کوي، دوی اړ شول چې د بودیجې د کمښت له امله سږکال لس میلیونه افغانان د خپلو مرستو له لست نه وباسي.
په کابل کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند 'فیلپي کورف' له بي بي سي سره خبرو کې وویل چې دا ۴۰۰ میلیونه ډالر ۷ میلیونو ډېرو اړو افغانانو ته د خوړو برابرولو لپاره له نړیوالې ټولنې نه غواړي.
ښاغلي کورف وايي: یوازې له اوو میلیونو ډېرو زیانمنونکو وګړو سره مرستې لپاره چې په راتلوونکې ژمي کې ژوندي پاتې شي موږ په عاجله توګه څلور سوه میلیونو ډالرو ته اړتیا لرو."
هغه زیاتوی چې "وار لمخه د ماشومانو ترمنځ ژوند ګواښونکې خوارځواکي خپره شوې او د سلګونو زرو ماشومانو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی. که له اړ افغانانو سره مرستې ونه شي نو بیه به یې ښځې او ماشومان پرې کړي چې له مخکې د څلور لسیزو جګړو، ناوړه اقتصادي حالت او خرابېدونکې اقلیمي بدلون له امله تر فشار لاندې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
تر دې مخکې هم د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي و چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې وګړي یې د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخامخ د او په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو احتمال شته.
دغو بنسټونو د دې لامل د بشري مرستو لپاره د بودیجې کمېدل او د افغانانو ناوړه اقتصادي حالت په ګوته کړی.
دوی وايي سره له دې چې په افغانستان کې د نورې نړۍ پرتله د خوراکي توکي بیې ټېټې شوې، خو د ناوړه اقتصادي حالت له امله خلک د توکو د پېرلو وس نه لري، په هر دریو کې دوه افغانان ځان ته د کافي او صحي خوړو په برابرولو کې ستونزو سره مخامخ دي او په ژمي کې به د خوړو نه خوندیتوب لا ډېر احساس شي.
دغو ادارو خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې پاتې شي ښايي د اړ افغانانو شمېر چې د ۲۰۲۲ کال پرتله ټېټ شوی و بېرته لوړ شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي له هغې را وروسته چې ځواکمنو زلزلو په هرات کې ګڼ ځاني او مالي زیانونه واوړل، خیریه بنسټونو له ۱۷۶ زره ۷۰۰ زلزله ځپلو سره مرستې کړې دي.
د اوچا په وینا له دغو خلکو سره په شویو مرستو کې خیمې، نغدې پیسې، خواړه او روغتیايي چوپړونه شامل دي.
دې ادارې ویلي په هرات کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره له نړیوالې ټولنې ۹۶ اعشاریه ۳ میلیون امریکايي ډالر غوښتي وو چې ۲۴ اعشاریه ۳ میلیونه یې ترلاسه کړي او اوس هم هرات کې له زلزله ځپلو سره مرستو لپاره ۷۲ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

























