د غلو دانو دوه لېږدونکې بېړۍ په لومړي ځل له یوې نوې لارې اوکرایین ته رسېدلې

د عکس سرچینه، AFP
د اوکرایین بندري چارواکي وايي، دوه باروړونکې بېړۍ تور سمندر کې د یوې نوې لارې په کارولو سره د دغه هېواد یوه بندر ته رسېدلې دي.
ټاکلې چې دغه کښتۍ له اوکرایینه ۲۰ زره ټنه غنم نړیوالو بازارونو ته ولېږدوي.
دغه کارګو بېړۍ شنبه د اوکرایین سویل لوېدیځ کې د اودیسا سیمې چورنومورڅک ښار ته رسېدلې.
چارواکي وايي دا روسیې سره د غلو دانو د خوندي صادرېدو هوکړې له پای ته رسېدو را وروسته لومړی ځل دی چې ملکي کښتۍ د اوکرایین یوه بندر ته رسېږي.
تر دې مخکې دا سمندري دهلیز یوازې له اوکرایین د وتونکو کښتیو لخوا کارول کېده.
د اوکرایین مرستیال لومړي وزیر اولکساندر کوبراکوف ویلي، د 'رېزېلینټ افریقا' او 'ارویات' په نومونو دغو کښتیو په ارام سمندر کې د پراته 'پالایو' جمهوریت له بیرغ سره حرکت کاوه او دا چې د عملې غړي یې د اوکرایین، ترکیې، اذربایجان او مصر وګړي دي.
د اوکرایین کرنې وزارت په وینا، دغه بېړۍ به اوکراییني غنم مصر او اسراییل ته ولېږدوي.
روسیه تېره جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب له هغه شوي تړون ووته چې له چورنومورڅک او د تورې بحیرې له دوو نورو بندرونو یې د اوکرایین د غلو دانو صادرېدو ته اجازه ورکوله.
مسکو له دې په شکایت سره چې ګوندې د لوېدیځ بندیزونو د دغه هېواد خپل کرهنیز صادرات محدود کړي، ویل دا پرېکړه یې ځکه کړې چې د دوی له هېواده د خوراکي توکو او سرې صادرېدو ته د اجازې ورکړه له پامه غورځول شوې.
روسیې له دې هوکړې تر وتلو وروسته دا ګواښ هم کړی چې د اوکرایین پر لور له تلونکو ملکي بېړیو سره به د احتمالي پوځي اهدافو په څېر چلن وکړي.
تېره اوونۍ بریتانیا تور پورې کړ چې ګوندې روسیې په دې وروستیو کې د اودیسا بندر کې همداسې یوه ولاړه بېړۍ د څو کروز توغندیو په وسیله هدف ګرځولې.
اوکرایین د نړۍ په کچه د لمرګل غوړیو، اوربشو، جوارو او غنمو په څېر د کرهنیزو محصولاتو یو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد دی.
کله چې روسیې د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر دغه هېواد یرغل وکړ نو ځواکونو یې د تور سمندر په بندرونو کې صادراتو ته د چتمو شاوخوا ۲۰ میلیون ټنه غلې دانې مخه ونیوه.
له دې سره په نړۍ کې د خوراکي توکو بیې لوړې او د منځني ختیځ او افریقا ځینې هېواودونه د دغو توکو له جدي کمښت سره مخامخ شول.
دغو هېوادونو خپل ډېر اړتیا وړ خوراکي توکي له اوکرایینه واردول.
د افغانستان، یمن، سوډان او جبشې په ګډون دغه هېوادونه تر اوسه بشري مرستو ته شدیده اړتیا لري.

د عکس سرچینه، ISTOCK
روسیې د تور سمندر له لارې اوکرایین ته د تلونکو بېړیو پر ګواښولو سربېره د دغه هېواد پر بندري تاسیساتو بریدونه هم ډېر کړې دي.
مسکو په دې لړ کې په وار وار پر ازمایل او رېني بندرونو بریدونه کړي.
په جولای کې روسیې سره د شوي تړون له پای ته رسېدو وروسته د اوکرایین ډېره غله دانه له همدغو بندرونو صادرېږي او روسیه هڅه کوي چې له فعالیته یې وغورځوي.
له دې سره کیېف روسیه تورنوي چې په دغو مذمومو هڅو سره غواړي د دوی د غلو دانو صادراتو او نړیوال خوراکي خوندیتوب ته زیان واړوي.

























