کومې مهمې پېښې د الاقصی جومات انګړ کې د تاوتریخوالي لامل شوې؟

د عکس سرچینه، REUTERS
اسرائیل د اکتوبر په اومه د حماس له برید وروسته د الاقصی جومات انګړ ته د مسلمانو عبادت کوونکو په ننوتلو محدودیت ولګاوه.
دا محدودیت په ځانګړې توګه هره اونۍ د جمعې د لمانځه پرمهال دی، یوازې لویانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د جومات انګړ ته ننوځي او لمونځ وکړي، په داسې حال کې د زاړه ښار له دېوالونو بهر د ښار سړکونه د ځوانو لمونځ کوونکو له کتارونو ډک وو.
د روژې له مبارکې میاشتې څو اونۍ وړاندې، اسرائیل نژدې ټولو ته د جومات حرم (انګړ) ته د ننوتو اجازه ورکړه، پرته له هغو کسانو چې د پولیسو د پرېکړو له مخې منع کړل شوي وو، یا هغه کسان چې د قضايي او امنیتي پرېکړو له لارې د جومات له انګړه ایستل شوي وو.
اسرائیل څنګه د الاقصی جومات انګړ ته ننوتل کنټرولولی شي؟

د عکس سرچینه، REUTERS
الاقصی جومات په ختیځ بیت المقدس کې د زاړه ښار د دیوالونو د ننه موقعیت لري، چې د اردن له لوري له اداره کولو وروسته اسرائیلو په ۱۹۶۷ کې ونیو.
په هغه وخت کې، د "ستاتیس کو" په نامه تړونونه پای ته ورسېدل، چې له مخې یې د اردن د اسلامي اوقافو ریاست ته اجازه ورکړه د سپېڅلو ځایونو اداره پرغاړه واخلي، په ځانګړې توګه د حرم شریف د انګړ مدیریت.
په هغه وخت کې مسلمانانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې یوازې مسجد اقصی او انګړ ته یې د لمانځه لپاره ننوځي، سربېره پر دې د اقصی جومات لوېدیځ دېوال خوا ته یهودانو ته د عبادت کولو شونتیا هم وه.
اسرائیلي پولیس تل د جومات انګړ ته د ننوتلو دروازه کې پرته له دې چې د ننوتونکو خلکو پرېکړه کې مداخله وکړي، ولاړ وي.
پولیس تل د حرم په دروازو بهر کې ولاړ وي، په داسې حال کې چې د اسلامي اوقافو ریاست ساتونکي د انګړ دننه خوا ته ولاړ وي.
له ۲۰۰۳ کال وروسته، اسرائیلو د خپل حکومت د پرېکړې له مخې، د جومات انګړ ته د یهودانو د تګ اجازه ورکړه، وروسته له هغه چې د یهودانو او غیر یهودانو لیدنې محدودې شوې، هغه څه چې هغه مهال د سیاحتي لیدنو په نوم یادېدل.
په هر صورت، له ۲۰۰۳ وروسته، د حرم انګړ د اسرائیلي پولیسو تر ساتنې لاندې د یهودي ډلو د ننوتلو شاهد و.
د کلونو په اوږدو کې، اسرائیلي پولیس د حرم د دروازو د تړلو او پرانیستلو په پېښو کې ښکېل شوي او د وروستیو کړکېچنو پیښو په وخت کې محدودیتونه ولګول شول.
کومې مهمې پېښې د جومات په انګړ کې د تاوتریخوالي لامل شوې؟

د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بین ګویر په ۲۰۲۳ کال کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په حکومت کې د خپل مقام له خپلولو لږ وروسته څو ځله د جومات انګړ ته ننوت.
په ۲۰۲۱ کې، په غزه کې د اسرائیلو او فلسطیني ډلو ترمنځ د نښتو له امله جګړه پیل شوه چې د جومات انګړ کې هم اړ و دوړ وشو.
په هغه وخت کې د اسرائیلو پولیسو پر مخکني جومات برید وکړ او له زوره په ګټه اخیستو یې پراخې نیونې پیل کړې.
په هغه وخت کې، په وېډیويي کلیپونو کې د لمونځ کوونکو وهل مستند شول، ګڼ کسان ټپیان شول چې د فلسطین سرې میاشتې یې هم د ټپيانېدو پخلی کړی و.
د اسرائیلو پولیسو ویلي وو، د دوی یو شمېر غړي هم ټپیان شوي وو. دا د روژې په مبارکه میاشت کې د جمعې په ورځ پېښه شوه او د یوې پراخې نښتې لامل شو چې ټولې فلسطیني سیمې پکې شاملې وې او د نښتو لمن د اسرائیلو عربي ښارونو ته وغځول شوه.
د ۲۰۱۷ کال د روژې په میاشت کې، اسرائیلي پولیسو د جومات انګړ ته پرانیستې دروازې وتړلې او د لمانځه ادا کولو مخه یې ونیوله.
له ننوتلو مخکې د تلاشۍ لپاره الکترونیکي دروازې او د فلزي توکو د معلومولو الې ولګول شوې.
دا پرمختګ وروسته له هغه وشو، چې د فلسطیني ځوانانو لخوا د جومات په انګړ کې د عملیاتو په ترڅ کې درې اسرائیلي پولیس ووژل شول چې بیا وروسته دغه ځوانان هم ووژل شول.
دا ټول ددې لامل شول چې ددغه سپېڅلي ځای په انګړ کې دروازې لیرې کړل شوې.
په ۲۰۱۴ کال کې چې په غزه کې د اسرائیلو او فلسطیني ډلو ترمنځ نورې نښتې وشوې، اسرائیلو د روژې په مبارکه میاشت کې د جمعې ورځو په ګډون څو ورځې د جومات انګړ ته د لمونځ کوونکو پر ننوتلو بندیز ولګاوه.
له ۵۰ کلونو د لوړ عمر لمونځ کوونکو ته اجازه ورکړل شوه او پولیسو په قدس کې د امنیتي اندېښنو له کبله د امنیتي تدابیرو نوم ورکړی و.
خو په ۲۰۰۰ کال د "اقصی پاڅون" یا د فلسطینیانو دویمه انتفاضه یا پاڅون پیل شو، لومړی پاڅون د جومات انګړ ته – چې یهودان یې (جبل الهیکل یا د معبد غر) بولي، د پخواني اسرائیلي لومړي وزیر اریل شارون له ننوتلو وروسته پیل شو.
له دې پېښې وروسته، اسرائیلو په ټوله فلسطین کې د "دفاعي دېوال" په نوم پوځي عملیات پیل کړل.
وسله والو فلسطیني ډلو د اسرائیلو په یو شمېر ښارونو کې عملیات پیل کړي او د عبادت کوونکو پر ننوتلو بندیزونه لګول شوي دي.
نړيواله ټولنه څه وايي؟
د الاقصی جومات انګړ د ختیځ بیت المقدس د زاړه ښار د دېوالونو د ننه موقعیت لري چې د نړیوالو قوانینو له مخې لوېدیځې غاړې ته ورته د اسرائیلو لخوا نیول شوې سیمه ګڼل کېږي.

























