هند کې پر بهرنیو زده کوونکو د برید په تور ۵ کسان نیول شوي

د عکس سرچینه، GUJARAT POLICE
په هند کې پولیسو پنځه تنه وروسته له هغه نیولي دي، چې د ګجرات پوهنتون په یوه لیلیه کې پر یو شمېر بهرنیو زده کوونکو د روژې د لمانځه پر مهال برید وشو.
چارواکي وايي، د هند په لوېدیځ کې د لمانځه د ځای پر سر له کرکې ډکې دعوې پر وهلو ډبولو واوښتې.
پولیس وايي، د پنځو ټپي شویو زده کوونکو درملنه شوې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ګجرات حکومت د دې پېښې د عاملینو پر وړاندې "سخت ګامونه" اخیستي دي.
د احمد اباد ښار د پولیسو مشر ملک خبریالانو ته وویل، د شنبې په شپه یوه ډله کسان لیلیې ته وردننه شوي وو او پر زده کوونکو یې اعتراض کړی وه چې لمونځ باید جومات کې وکړي.
نوموړی زیاتوي: "دوی پر همدې موضوع دعوې کړې وې چې بیا یې ووهل او په تېږو یې ووېشتل. د خونې څېزونه یې ور مات کړل."
ښاغلی ملک وايي، د دې پېښې د څېړلو لپاره یې یو ټیم ګمارلی دی.
د پولیسو یوه بل لوړ پوړي چارواکي ترون دوګل بي بي سي ته وویل، د نیول شویو پنځو کسانو نومونه هیتیش میواډا، بهارت پټیل، شتیج پانډي، جتیندرا پټیل او سنیل دودیرو دي.
نوموړي زياته کړې، ډېر ژر به نور کسان هم ونيول شي.

پولیسو دا نه ده تائید کړې، چې ایا دغه کسان له کومې سیاسي یا مذهبي ډلې سره تړاو لري او کنه؟
د بي بي سي گجراتي څانګې خبریالان وايي، د شنبې په ورځ یې له سیمې لیدنه کړې او د پېښې په ځای کې ډبرې او ویجاړ شوي موټرونه ترسترګو شوي دي.
ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې یوه ویډیو ښيي، یوه ډله کسان چې د هندو مذهب اړوند شعارونه ورکوي په زده کوونکو برید کوي، موټرونه ویجاړوي او ډبرې ولي.
د ټپي شویو زده کوونکو له ډلې درې تنه یې له روغتونه رخصت شوي او د دوو نورو روغتیايي حالت هم د ډاډ وړ بلل شوی دی.
په برید کې ټپي شوي افغان زده کوونکی نوید صدیق ټایمز اف انډیا ورځپاڼې ته ویلي، دی او نورو زده کوونکو تراویحې لمونځ ادا کاوه، چې درې کسان لیلې ته دننه شول او له دوی یې پوښتنې پیل کړې.
نوموړي ورځپانې ته ویلي، "یوه دعوه وشوه، خو دوی له یوه لوی وسله وال ګروپ سره چې په تېږو، د وسپنو په پایپونو سمبال وو بېرته راغلل او پر موږ یې برید وکړ. په زده کوونکو یې په خونو کې برید وکړ. خونې یې او موټرونه یې ویجاړ کړل. "
یوه بل افغان زده کوونکي نعمان بي بي سي ګجرات څانګې ته ویلي، تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې وې.
نوموړي ادعا وکړه: "دلته د نورو هېوادونو زده کونکو لپاره ډیر خطر شته."

پولیس وايي، په دغه پوهنتون کې شاوخوا ۳۰۰ بهرني زده کوونکي، چې ډېری یې د افغانستان، سریلانکا او افریقايي هېوادونو دي، زده کړې کوي.
بي بي سي د لا زیاتو معلوماتو لپاره د پوهنتون چارواکو ته بریښنالیک استولی دی.
د ګجرات پوهنتون مرستیالې ډاکټر نیرجا ګوپتا خبریالانو ته ویلي، د بهرنیو زده کوونکو او بریدګرو ترمنځ له څه مودې راهیسې کړکېچ روان و.
نوموړې خبریالانو ته ويلي: "د معلوماتو له مخې چې ما ته رسېدلي دي اصلي ستونزه د لمانځه پر سر نه وه."
ډاکټر ګوپتا ویلي، بهرني زده کونکي به د ښه امنیت او اسانتیاوو لپاره بلې لیلې ته ولیږدول شي.
دا لومړی ځل نه دی چې په هند کې له مسلمانانو سره د لمانځه پر سر تاوتریخوالی رامنځ ته کېږي.
۲۰۲۱ کال کې چې مسلمانانو په عامه محضر کې لمونځ کاوه د یوې ډلې سخت دریځو هندوانو له اعتراضي چلند سره مخامخ شو.
د روانې میاشتې لومړیو کې یوه پولیس سرتېری په ډهلي کې له دې کبله له دندې ګوښه شوو، چې د سړک پر غاړه یوه مسلمان يې هغه وخت په لغته وواهه چې لمونځ یې کاوه. دا عمل یې په کامره کې ثبت شوی و.

























