بریتانیا: روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي نوالني د چونګښې په زهرو وژلی دی
د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت وايي د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي نوالني د ډرات (زهري) چونګښې د زهرو د کارېدو په وسیله وژل شوی دی.
دا اعلان د سایبریا په یوه زندان کې د نوالني له مړینې دوه کاله وروسته کېږي.
مسکو تر اوسه دغه تور ته غبرګون نه دی ښودلی.
بریتانیا او متحدانو یې د نوموړي بدن کې د موندل شویو موادو د نمونو له تحلیل او تجزیې وروسته د پړې ګوته کرېملین ته نیولې ده.
لندن ویلي، چې د نوالني له بدنه اخیستل شویو نمونو کې د ایپیباتیډین په نوم د زهر موندل کېدو لپاره د بېګناهۍ هېڅ توضیح نشته.
د بریتانیا بهرنیو چارو وزېرې یویټ کوپر مونخ امنیتي کنفرانس ته وویل: "یوازې د روسیې حکومت په روسیه کې د الکسي نوالني د بند پر مهال د هغه پر وړاندې د دغو وژونکو زهرو د کارولو وسیله، انګېزه او فرصت درلود."
هغې زیاته کړې "روسیې نوالني ته د یوه خطر په سترګه کتل."
اغلې کوپر روانه اوونۍ د مونیخ امنیتي کنفرانس پر مهال د نوالني له کونډې یولیا نوالنایا سره هم ولیدل.
سویډن، فرانسه، هالنډ او جرمني هم له بریتانیا سره د نوالني پر مسمومیت د روسیې تورنولو کې ملګري شوي دي.
الکسي نوالني د ۲۰۲۱ کال فبرورۍ کې بندي او د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۱۶مه یې ناڅاپه په زندان کې د مړینې خبر ورکړ شو.
هغه له مړینې یو کال مخکې سایبریا کې د روسیې ارکټیک سرکل زندان ته لېږدول شوی و، چې د روسیې له ډېرو سختو زندانونو بلل کېږي.
نوالني چې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین به یې سختې نیوکې کولې، د داسې تورونو له کبله پر ۱۹ کاله زندان محکوم شوی و، چې تر ډېر حده فکر کېده، سیاسي انګېزه یې درلوده.
الیکسي نوالنې څوک و؟
د عکس سرچینه، Reuters
الیکسي نوالنې د مړینې پر مهال ۴۷ کلن و.
د پوتین له حکومت سره د هغه مخالفت د فساد پر ضد له یوه کمپاینه پیل شوی و.
نوموړي څو ځله ځان ټاکنو ته هم کاندید کړ، خو د ۲۰۱۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون اجازه ور نه کړ شوه.
په داسې حال کې چې د روسیې د ولسمشر ډېری منتقدین له دغه هېواده تښتېدلي دي، خو الیکسي نوالنې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې جرمني کې له څو میاشتو درملنې وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
نوموړي ته هغه مهال هم د سایبریا د یوه سفر پر مهال زهر ورکړل شوي، خو ملګري یې توانېدلي وو، چې درملنې لپاره یې جرمني ته ورسوي.
هغه مسکو ته له ستنېدو سملاسي وروسته توقیف شوی و.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته