د افغانستان او پاکستان تر منځ نښتو ته د مخکیني افغان حکومت د ځینو شخصیتونو غبرګونونه

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې د جمهوریت دورې ځینو سیاستوالو د افغانستان او پاکستان تر منځ روانې جګړې په تړاو غبرګونونه څرګند کړي. ځینو د پاکستان بریدونه غندلي او د هېواد د دفاع خبره یې کړې، خو ځینو نورو بیا د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې او هغوی یې پړه بللي دي.

هېواد پالنه تر مستبد نظام پورته څه دي

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان هوايي ځواکونو لخوا پر کابل، کندهار او پکتیا د بمباریو یادونه کړې او وايي: ''افغانان په هر حالت کې په بشپړ یووالي د خپل هېواد دفاع کوي او د زور ځواب به په مېړانې سره ورکړي.''

نوموړي له اسلام ‌اباده وغوښتل چې د تاوتریخوالي پر ځای خپله تګلاره بدله کړي.

عبد الرب الرسول سیاف، چې د جهادي مشرانو له مخکښو څېرو یو دی، لیکلي، سره له دې چې د طالبانو له حکومت سره ښکاره مخالفت لري، خو هېواد ورته سره کرښه ده: ''پر هېواد او ملت هر ډول تېری راته د منلو وړ نه دی او هغه په ښکاره توګه غندم.''

د بهرنیو چارو مخکیني وزیر رنګین دادفر سپنتا هم د دغو بریدونو په کلکه غندنه کړې او ټینګار یې کړی: ''د ملکي هېوادوالو او زموږ د خاورې دفاع ملي وجیبه ده، او دا دریځ د طالبانو او د هغوی له مستبد نظام سره د همغږۍ معنا نه لري.''

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رنګین دادفر سپنتا وايي، د خپلو هېوادوالو د ژوند دفاع له طالبانو سره دهمغږۍ معنی نه لري

د طالبانو پر 'ماجراجویۍ' او د خلکو پر قرباني کېدو نیوکې

ځینو نورو سیاسي څېرو د دغو نښتو ریښه د طالبانو په تګلارو او د ''ترهګرو ډلو په مېلمه‌ پالنه'' کې بللې ده:

د اسلامي وحدت ګوند د خلکو د څانګې مشر محمد محقق طالبان د جګړو د پیل مسؤل بللي او وايي: ''دا جګړه د افغانستان د خلکو او پاکستان ترمنځ نه ده، بلکې د پاکستان او په کابل کې د واکمن ترهګرپال رژیم ترمنځ ده. طالبانو یو ځل بیا ناورین جوړ کړ.''

هغه خبرداری ورکړ چې دا تګلارې د سیمې سوله او ثبات ګډوډ کړی دی.

د پخواني پارلمان مرستیالې فوزیه کوفی بیا خبرداری ورکړی چې طالبانو خلک د نیابتي ډلو قرباني کړي دي: ''یو ځل یې خلک د القاعده قرباني کړل او اوس یې د نورو ډلو. دا باطل دور به تر هغه وخته دوام وکړي چې یو مشروع نظام ټینګ نه شي.''

په جینیوا کې د افغانستان د پخواني حکومت استازی نصیر اندیشه باوري دی چې طالبانو د ''بې‌ عقلۍ'' له امله هېواد یوې سترې سیمه ‌ییزې شخړې ته راکاږلی دی، او ''عادي خلک په دغو خونړیو لوبو کې هېڅ رول نه لري.''

د عکس تشریح، فوزیه کوفي: "طالبانو خپل خلک نیابتي ډلو ته قرباني کړي دي"

اسلام‌اباد ته پیغام، ''د ستراتېژیک عمق د تګلارې ماتې''

یو شمېر پخوانیو امنیتي او سیاسي چارواکو دا بریدونه په افغانستان کې د پاکستان د څو لسیزو تګلارې د ناکامۍ نښه بللې ده.

د ملي امنیت ادارې پخواني مشر رحمت‌الله نبیل په یوه لنډ او توند پیغام کې لیکلي دي: ''پاکستان افغانستان ته پښه کښېښوده او په هماغه دام کې ولوېد چې لسیزې یې د نورو لپاره هوار کړی و. د ناسمو سیاستونو پایلې تل بېرته راګرځي.''

د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح په تونده لهجه طالبان او پاکستان دواړه په نښه کړي او ویلي یې دي چې موږ د ''کویټې شورا'' تر راڅرګندېدو مخکې پوهېدو چې څه روان دي.

هغه ټینګار کړی: ''موږ بهرنی دښمن او د ملي ګټو پر وړاندې ګواښ، او کورنی دښمن او زموږ د مادي او معنوي وجود پر وړاندې ګواښ لخوا په سمه توګه پېژندلی دی، د خپلو ګټو د ساتنې لپاره هېڅ طالباني فورمول ته اړتیا نه لرو.''

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیب‌الله علی ‌خېل باوري چې دا بریدونه ښيي د پاکستان د ''ستراتېژیک عمق یا ژورتیا'' تګلاره له ماتې سره مخ شوې ده. هغه وویل: ''دې بریدونو وښوده چې د افغانانو لاس د هغوی (پاکستانیانو) تر ستوني رسېږي.''

د عکس سرچینه، gov.af

د عکس تشریح، نجیب الله علي خېل وايي: ''دې بریدونو وښوده چې د افغانانو لاس د هغوی (پاکستانیانو) تر ستوني رسېږي.''

د نړیوالې مداخلې غوښتنه

د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر پر ملکي هدفونو د پاکستان بریدونه ''بزدلانه عمل'' بللی او د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا یې غوښتي چې بېړنی اقدام وکړي، چې اوربند ټینګ شي او یو ''بې‌ پرې څارنیز مېکانېزم'' رامنځته شي.

سیاسي فعال او د پارلمان پخواني استازي جعفر مهدوی هم ټینګار کړی چې افغانان د بهرني تېري پر وړاندې ''په ورورولۍ سره یو ځای درېږي''. هغه د پاکستان له دیني علماوو او اغېزمنو شخصیتونو وغوښتل چې ''تر هغه مخکې چې ناوخته شي'' د خپل هېواد د پوځ د تګلارو د بدلون لپاره اقدام وکړي.