ایران څلور کسان اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړي

ایران

د عکس سرچینه، KURDISTANHUMANRIGHTS.ORG

د ایران قضايي ادارې اعلان کړی، چې څلور تنه زندانیان یې اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور لویدیځ اذربایجان کې د ځای وخت په ننني سهار (۲۹/۱۲/۲۰۲۳) کې اعدام کړي دي.

د اعدام شویو کسانو نومونه وفا هناره، آرام عمری، رحمان پرهازو و نسیم نمازی ښودل شوي دي.

د میزان خبري آژانس، چې د ایران قضایه قوې سره تړلې دی، لیکلي:

"د صهیونیستي رژیم اړوند د تخریبي ډلې څلور تنه غړي، چې د موساد د افسرانو په لارښوونه یې د هېواد د امنیت پر وړاندې لوی ګامونه اخیستي وو، نن سهار د قانونی بهیر له ترسره کېدو وروسته اعدام شول. "

تېره ورځ د بشري حقونو اړوند رسنیو د یادو زندانیانو په اړه راپور خپور کړی و، چې یاد زندانیان په ارومیه زندان کې د اعدام حکم ترسره کولو لپاره یو کسیزو خونو ته لېږدول شوي دي.

تېره شپه د اعدام شویو کسانو د کورنۍ غړي د ارومیه زندان مخې ته ور غونډ شوي وو.

حقوق پوهانو او د بشری حقوقونو بنسټونو تل په ایران کښې د بندیانو د اعدامولو په بهیر نیوکه کړې او په دې باور دي، چې د بندیانو قضیې شفافې نه وې او د محکومو شویو او اعدام شویو سزاګانې پر اعدالت ولاړې نه دي.

ایران

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د یاد رپوټ له مخې د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د حکومت ضد اعتراضونه او د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته اعدامونه زیات شوي دي

ایران کې پر اعدامونو د نیوکې په لړه کې د ۲۰۲۳ کال اپریل میاشت کې د فرانسې ۲۴ راډیو د بشري حقونو د دوو ډلو له خولې ویلي و، چې ۲۰۲۲ کال کې ایران کې د اعدامونو شمېر د تېر کال پرتله ۷۵ سلنه زیات شوی دی.

دغو ډلو زیاته کړې وه، د ایران رژیم د هغو لاریون کوونکو د ډارولو لپاره چې حکومت یې ورته ولړزاوه د اعدام ماشین له چټک فعالیت څخه کار اخلي.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو ټولنې (IHR) او په پاریس کې د اعدام مخالفې موسسې (په ګډه د اعدامونو پر ضد ) یو ګډ رپوټ خپور کړی و .

همدارنګه دوی ویلي و، دا د ایران د حکومت لخوا له ۲۰۱۵ کال راهیسې د کلونو ترمنځ په پرتلیز ډول د شویو اعدامونو شمېر ښيي، چې په ۲۰۲۲ کال کې تر ټولو لوړ دی.

د یاد رپوټ له مخې د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د حکومت ضد اعتراضونه او د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته اعدامونه زیات شوي دي.

د ایران د حکومت پر وړاندې د لاریونونو اوږدې او لوې لړۍ له پیل وروسته ۲۰۲۲ کال کې ۵۸۲ کسان اعدام شوي.