هغه ښوونکې چې دوو ماشومانو ته د درس لپاره هره ورځ‌ دوه سوه کيلومتره مزل کوي

ماريا

د عکس سرچینه، NOELIA DE LEON

په يوروګوای کې يوه ښوونکې چې سپينه کورتۍ يې په تن وي، هره ورځ‌ هڅه کوي چې د موټر چلوونکو پام ځان ته ور واړوي او په موټر کې یې پورته او تر خپل منزله یې ورسي.

دغه ۲۹ کلنه ښوونکې چې ماريا ډومينګیز نومېږي، بايد د سهار ۱۰ بجې له خپل کوره ۱۰۸ کیلومتره لېرې په يوه کليواله سيمه کې څلور کلنې جوليانا او نهه کلن بېنجمن ته سبق ووايي.

ماريا بي‌ بي سي مونډو څانګې ته وويل، دا دوه ماشومان د يوې داسې بزګرې کورنۍ دي چې په لېرې پرته سیمه کې ژوند کوي.

ماريا تر ځايه د مزل لپاره بل چاره نه لري او مجبوره ده چې هره ورځ‌ پر لاره له موټر چلوونکو وغواړي چې دې لېرې پرتې سيمې ته يې ورسوي.

دا خپل موټر نه لري خو که لرلی يې هم د دومره اوږده مزل لپاره یې د تېلو لګښت نشوی پرې کولی. نوموړې وايي "پر موټر سايکل دومره اوږد سفر نشي کولی، سړک خراب دی او پر دې لاره ډېر موټر تګ راتګ کوي چې د موټرسايکل لپاره خطرناکه ده."

ماريا

د عکس سرچینه، NOELIA DE LEON

ماريا سهار وختي‌ له خوبه راپاڅېږي او د خدمتونو تر يوه مرکز پورې په موټرسايکل چې د ملګري‌ یې دی سفر کوي‌. هلته خپلې یوې ملګرې ته چې په يوه کليوال ښوونځي کې کار کوي انتظار باسي. بيا دوی دواړه موټر ته لاس ورکوي چې ډېری وخت یې لارۍ چلوونکي‌ ۳۱ کیلومتره تر يوه ځايه رسوي، هلته بيا د سړک بلې غاړې ته اوړي او د پاتې ۶۳ کیلومتره سفر لپاره بل موټر ته ولاړې وي.

ماريا وايي کله ناکله داسې هم کېږي چې موټر چلوونکي‌ يې تر لږ ځايه يوسي، دوی بيا بل موټر ته انتظار باسي.

ماريا په ۲۰۱۹ کال کې خپلې زدکړې بشپړې کړې هغه مهال چې کورونا پيل شوه د نورو هېوادونو په څېر يورګوای کې هم ښوونځي وتړل شول.

نوموړې وايي په ۲۰۲۰ کال سيمه کې د ښونيزې ادارې مشر ترې د درس ورکولو غوښتنه وکړه. دا وايي هغه مهال تر ښوونځي بسو تللو.

ماريا

د عکس سرچینه، MARIA DOMINGUEZ

دې ښوونځي ته دوه ماشومان ورځي، چې يو ټولګی، دوه تشنابونه، يو پخلنځی او يوه کوچنۍ کوټه لري. ماريا دلته کوټه کې بړستنې هم لري، دا وايي که چېرې د شپې تېرولو ته اړ شي چې د اړتيا وړ توکي موجود وي.

په هرو ۱۵ ورځو کې ماريا خپله بازار ته ځي او د دې ښوونځي لپاره اړين توکي اخلي. ښوونيزې ادارې د خوراکي‌توکو لست ورته برابر کړی او د هغه له مخې یې ماريا راوړي او يوه بله ښځه چې دلته ښوونځي کار کوي هغه يې د خپل ځان او ماشومانو لپاره پخوي.

ماريا وايي، "ماشومانو ورته څو ځله مور ويلي، دا ځکه چې موږ ډېر نژدې يوو."

د ښوونځي له تړلو وروسته ماريا بيا د سړک پر غاړه ولاړه وي او يو ځل موټرو ته لاس ورکوي‌ چې تر خپل کوره یې ورسوي.